د وخت ارزښت او څرنګه خپل وخت تنظیم کړو
![]()
د وخت ارزښت:
وخت ډیر ارزښت لرونکې شي دي او ددي ارزښت موږ ته له قرآن کریم څخه معلومیږي چې الله تعالی ورباندي قسم خوړلي دی په سورت عصر کې الله تعالی فرمائي ( والعصر إن الإحسان لفي خسر) ژباړه: او قسم دی وي په زمانه (وخت) باندي بیشکه چې انسان په تاوان کې دي.
همدا رنګه په سورة الضحی کې الله تعالی فرمائې ( والضحی) ژباړه: او قسم دی په وخت د څاښت باندی. همدا راز په سورة الفجر کې الله تعالی فرمائی ( والفجر ولیال عشر) ژباړه: قسم دی په سهار وخت او هغه لس شپو باندي.
همدا ډول ډیر آیاتونه او احادیث شته دی چې دوخت په اهمیت او ارزښت څرګندوي او په خاص توګه هغه وخت چې دالله تعالی په طاعت او تابعداري کې تیر کړل شي.
همدا ډول عبدالله بین عباس رضي الله عنهما څخه روایت دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، دوه نعمتونه دي چې ډیر خلک دهغي نه غافل دي یو صحت او بل وزګارتیا. نو رښتیا هم چې وخت ډیر قیمتي ملغلره ده ځیني خلک ئي سره زر بولي ځیني خلک ئې ملغلري بولي خو وخت یو داسی شي دی چې ددي هر څه نه لوړ قیمت لري ځکه دا هرشي یو وخت په یو قیمت پیدا کیدلی شي خو وخت چې تیر شو بیرته ئې څوک لاسته نشي راوړلی.
دوخت تنظیمول:
د هر مسلمان وګړي لپاره پکار دی چې دخپلو واجبو کارونو او نور هر ډول اعمالو لپاره دیني وي او که دنیا وي خپل وخت تنظیم کړي، ددی لپاره چې ځینی کارونه په ځینو نورو غالب نشي، غیر مهم کار په مهم، لږ مهم په ډیر مهم باندی، او یا هغه کار چې وخت ورته نه وي ټاکل شوي په هغه کار چې وخت ورته ټاکل شوی وي، غالب نشي، ځکه هغه کار چئې په عاجله توګه یې کول پکار دي باید چې زر وکړاي شي او غیر عاجل کار باید ورته وځنډولای شي، او هغه کار چې د یو ځانګړي وخت وی باید په هماغه خپل وخت کې ترسره کړای شي دحضرت ابراهیم علیه السلام څخه په رانقل شوو صحیفو کې راغلي دي چې: د یو عاقل لپاره چې ترڅو یې عقل په خپل کنترول کې وي، لازم دی چې څلور ساعته ئې پدي توګه مختص کړي وي چې په یوه ساعت کې د الله تعالی سره مناجات کوي، په یوه ساعت کې د خپل نفس سره محاسبه کوي، او په یوه ساعت کې د الله تعالي په پیدا کړو شیانو کې سوچ او فکر کوي او یو ساعت د خپل خوراک او څښاک لپاره ځان فارغوی. د وخت تنظیمولو او ټاکلو ته تر ټولو زیات ضرورت هغه څوک لري چې مصروفیتونه ئې ډیر وي او د مسؤلیتونو خاوندان وي او هغه کسان چې د کارونو بار پری ډیر وي او دا حس ورسره پیدا شوي وي چې مسؤلیتونه او واجبات د وختونو څخه زبات دی نو هغه کارونه او وختونه په ښه توګه تنظیموي.
همدا ډول د وخت د تنظیمولو څخه دا هم ده چې د وخت یوه برخه یې دخپل ځان د راحت او آرام لپاره ټاکلي وي ځکه چې په ډیر کار سره د انسان نفس او د بدن په څیر زړونه هم ستړی کیږي. نو لدی لپاره چې په بدن کې یو ځل بیا تازه ګې او نشاط پیدا شي د یوڅه اندازه روا لوبو کولو او بدن ته راحت ورکولو ضرورت دي. لکه څنګه چې علی کرم الله وجهه فرمائلي دي: « خپلو زړنو ته ساعت په ساعت راحت ورکوۍ څکه چې کله زړه مجبور کړای شي او د ډیر فشار لاندی راوړلای شی نو ړندیږي.
هر انسان باید دخپل ژوند لپاره روزمره یو تقسیم اوقات ولري چې کله سهار پاڅيږي اود خپلي ورځی پیل کوي نو اول قدم کې کوم کارونه ډیر مهم دي چې باید ترسره شي هغه که لوی کار وي یا وړوکي پروا نکوي دفتري کارونه وی یا عام د کور کارونه. نو پدی طریقي سره هر کار به پخپل وخت منظم ترسره شي.
او که چیرته بدون د تقسیم اوقات او تنظیم نه مخکې ولاړ شو نو کیدلي شي چې وخت مو هم ډیر ضایع شي او کار هم په خپل وخت منظم ترسره شي.