د جنت موندل
ډېوې”همت لور”ليکنه
يو ورځ زما په ذهن كي را وګرځېدل چي جنت به چيري او څنګه ځاى به وي. نو هغه وو چي په دې موخه رهي سوم څو جنت پيدا كړم. تلم تلم چي يو وخت يو ځاى ته ورسېدلم. په دې ځاى كي د خداى( جل جلاله )ټول نعمتونه موجود وه.
شا وخوا تور غرونه وه، شنې اوبه بهېدلې او په خپلو څپو او باډاسكو يې ساز كاوه، مځكه ټوله په شنه چمن فرش وه، ګلانو په خپل منځ كي مسكا كول، جګي جګي وني ولاړي وې او په خپلو پاڼو يې نغمې ږغولې، بلبلانو په چمن كي په خپلو خوږو آوازو سندري ويلې، شبنم د ګلانو پر مخ داسي ښكارېدى چي تابه ويل سپيني مرغلري برېښي. هري خواته تعطر او تازګي وه.
ما چي دى ځاى ته وكتل ډېره حيرانه او خوشحاله سوم او دا فكر مي وكړ چي دا به جنت وي. لومړى زه ګلانو ته ور نژدې سوم. ګلانو زما څخه پوښتنه وكړه: « ته څوك يې او څه شي غواړې؟» ما په بې صبري سره ورته وويل: « زه د جنت په موندلو پسي راغلې يم». نو ګلانو راته وويل: « بېرته كور ته ولا ړه سه». بيا زه ونو ته ورنژدې سوم هغو هم د خپلو پاڼو په پوښهارو راته وويل: «بېرته كور ته ولا ړه سه». اوبو دخپلو څپو په موجو كي راته ويل:« بېرته كور ته ولا ړه سه». چمن تر پښولا ندي راته ويل:« بېرته كور ته ولا ړه سه». شمال چي به راڅخه ونښت هغه هم همدغه ويل چي:« بېرته كور ته ولا ړه سه».![]()
كله چي ما د دې ټولو كائناتو خبري واورېدلې، نو ډېره خپه سوم او نهيلې كور ته راغلم. زه ډېره غمجنه او خوابدې وم. ځكه چي په خپل مقصد كي بريالۍ نه سوم. زه په همدغه فكر كي وم چي ناڅاپه مي يو خوږ او په زړه پوري ږغ تر غوږ سو چي ويل يې:« زويه څه درسوي دي،ولى خپه يې؟ كله چي مي سر را پورته كى، نو جنت مي خپل تر څنګ وموند چي هغه زما مو ر وه، او د دې ږغ د خداى (جل جلاله ) د ټولو پيدا كړو كائناتو څخه جلا وو. هغه ورځ زه پوه سوم چي جنت يوازي او يوازي د مور تر تلو لا ندي دى.