اسلام او د میرمنو ټولینزو ستونزو ته د حل لاری

عاقله سهیل

لنډیز

د میرمنی کلیمه د جهان دتر ټولو خوږه او ښایسته کلیمه ده او میرمن د اولادونو او د ټولنی در روانی سلامتی او ارامش موثرترینه غړی ده. که میرمن د روحی او جسمانی له لحاظه سالمه وی نو مونږ به د سالمی ټولنی وګړی یو. ځکه چی میرمنه د ټولنی اساسی رکن بلل کیږی رسول اکرم ص هم د میندو تر پښو لاندی جنت معرفی کړی دی. میرمن هغه ده چی په یو لاس زانګو او په بل لاس نړی ته تکان ورکوی. په دی بحث کی له توصیفی او تحلیلی لارو نه استفاده شوی ده او د قران کریم په ایاتونو استدلال شوی.
کلیدی ټکی:
ښځه د اسلام له نظره، د میرمنو ټولنزی ستونزی، د حل لاری د قران په رڼا کی.

سریزه
الحمد لله رب العالمین ،والصلوّه والسلام علی اشرف الانبیا والمرسلین وعلی اله واصحابه اجمعین، وبعد:
داسلام دین له راتلو سره دمیرمنو وضعیت حقیقی او تکاملی توګه بدلون وموند ،اومیرمنی دټولنی اساسی او حقیقی ‌جنس وګڼل شوی. حال داچی دوی دټولنی نه محرومه وی د پوره عزت او کرامت نه برخه منی شوی. او اسلام ددوی ټولو ستونزو ته دحل لاری بیان کړی،آن داچی قرآن کریم کی ددوی په نوم باندی مکمله سوره نازله شوی ده چی نوم یی دی النساء. د اسلام دین دمیرمنو تنها فردی حقوق نه بلکی دهغوی اجتماعی حقوق هم بیان وی میرمنی دټولنی اساسی رکن دی چی په نشتون کی ټولنه بی معنا بلل کیګی. دیوی ټولنی د پرمختگ اولاسته راوړنوعمده راز دهغی ټولنی دلوستو خلکو کی دی.
اما افغانستان هغه هیواد چی لوستی خلک یی کم او لوستی میرمنی یی دګوتو په شمار دی، حال داچی میرمنی دټولنی اساسی تهداب ګڼل شوی دی. که چیری میرمنی دخپلو انسانی اوټولنیزو حقونو نه پوره ونه اوسی، جوته خبر ده چی یوه شاته پاتی او پاشل شوی ټولنی اوسیدونکی به یو. زکه چی نشتون دعلم لکه ژوند په تیارو کی دی، او په تیارو کی انسان فعالیت نشی کولی. داټولی طرحی داسلام داحکامو نه استنباط کیږی،او دټولنیزوستونزو ته هم دحل لاری بیانوی.

اسلام او دمیرمنو ټولنیزو ستونزو ته دحل لاری
دتاریخ له مطالعه نه دا جوته کیګی چی میرمنی په تیرو زمانو کی یو ثانوی موجود منل کیده. د خپلو کوچنیو حقونو نه هم برخمنه نه وه. حتا دا چی ارسطو هم میرمنی نسبت دنارینه وو ته کم عقلی او کم ذکاوتی بللی. ځینو عربانو هم په جاهلیت کی میرمنه ننګ او عار بلله، لکه سنګه چی الله تعالی فرمایی:
وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُم بِالْأُنثٰى ظَلَّ وَجْهُهُۥ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ
كله چي له دوى څخه يو چا ته د لور دزيږېدو زيرى وركول کیږي؛ نو مخ یې تور اوړي او هغه (د وينو غړپ) تيروي.
سُوۡرَةُ النّحل : ۵۸
يَتَوٰرٰى مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوٓءِ مَا بُشِّرَ بِهِۦٓ ۚ أَيُمْسِكُهُۥ عَلٰى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُۥ فِى التُّرَابِ ۗ أَلَا سَآءَ مَا يَحْكُمُونَ
سُوۡرَةُ النّحل : ۵۹
له خلكو څخه پټ ګرځي چي ددغه ناكاره خبر له اورېدو وروسته به څنګه له چا سره مخامخ شي. فكر كوي چي له شرم سره لور وساتي او كه یې په خاورو کښي ومنډي. وګورئ! څومره ناوړه حكم دى چي دوى یې د خداى په باب كوي.
زمونګ داساسی قانون کی هم په یوه برخه کی دکورنی دمعرفی نه وروسته دمیرمنو دشخصیت په باره کی داسی راغلی (میرمنه دکورنی اصلی عضو ده او داسلام له نظره با ارزشه او با کرامته ده دولت مکلف دی چی خځو ته ټول حقوق داسلام په چوکاټ کی تنظیم کی او دهغوی مادی او معنوی حقوق ورکی اوس دا پیدا کوو چی آیا قانونګذاری، سیاست ګذاری، پلانونه او اجرایی اقدامات دی میرمنو په رابطه په دری لسیزو کی داسی ول لکه سنګه چی اسلام او اساسی قانون غوختل؟
باید ووایو هغه ټول کوششونه چی دمیرمنو په رابطه ترسره شوی په تیرو لسیزو کی ناکامه ول او پر ځای یی میرمنی حتا انسانی حقوق هم نه لری.
دغه ستونځی کومی دی؟
۱٫ په کورنی کی: کورنی چی دمیرمنی اولینی دحاکمیت او تسلط ځای بلل کیګی دغه حق له دوی نه اخیستل شوی او دنارینه وو دخوا دوی سره تعصبی او ظلمانه چلند کیګی هغه حقوق چی اسلام او قانون ورکوی تری بی خبره او بی برخی دی.
په دی رابطه هغه کوششونه سی ددولت له خوا ترسره شوی دی ددی پر ځای سی ستونځی حل کری،دکورنی دله منځه تللو لاعث شوی او کورنی یی یو نوی بحران سره مخامخ کوی.
۲٫ دټولنی له نظره: دخځینه ډیری یی دنفقی دپوره کولو په هڅه کی دی او په دی برخه کی حتا دیو انسانی موجود په مناسبت هم ورته ارزخت نه دی تعین شوی یا یی حق تری اخیستل شوی،یا یی دحق نه زیات او درانه مسوولیتونه ورته ګومارل شوی آن دا چی دځینو مشهورو میرمنو افکار هم داخلی نه دی او دټولنی د بحران دحل لپاره ګټور نه دی.
۳٫ رسانه یی فعالیت: ډیری ځوانی میرمنی چی په رسونیو او دعلمی ډګر کی کار کوی دافغانستان داسلامی نظام له خوا اصلا دحمایت محورونه او ټکی ورته واضح نه دی،اکثرا یی دنارینه وو او دوارداتی سوداګریزو دجلب دپاره استخدام کیګی حال دا چی دمیرمنو انسانی او اسلامی حق سره زیاتی ده.
۴٫ داصلی او اسلامی فزهنګ نه شتون:دولت په دی برخه کی اسلامی فرهنګ بایللی حال دا چی افغانی فرهنګ هم دله مینځه تللو په حال کی دی هیس کله هم دفاطمه یی سیرت ته توجه نه ده شوی تل دوی نه دسمبولی توګه استفاده شوی دخځو دمشکلاتو دپاره دحل لاری نه دی ټاکلی مناسب کاری چاپیریال نه لری او دډیرو ستونزو سره سره دوی بیا هم فعالی دی.
۵٫ دښځو دتعلیم او سواد نشتوالی: نالوستی ښځی نه ځان ته او نه ټولنی ته ګټوری وی،بلکه دپردیوو دفرهنګ دانتشار باعث وی همداچی یو میرمن د علم او دانش په رڼا کی دخپلو دطبیعی حقونو نه او انسانی او اسلامی حقونو نه پوهی وی نو دوی دراتلونکی نسل دښه تربیت او دښی او پرمختللی ټولنی لامل وی.
۶٫ جنسیتی تبعیضونه: تبعیض دمیرمنو او نارینه وو تر مینځ دروحی او روانی امراضو باعث او دښځو د نفس د اعتماد وژل دی حال دا چی الله تعالی فرمایی(من عمل
مَنْ عَمِلَ صٰلِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثٰى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُۥ حَيٰوةً طَيِّبَةً ۖ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
سُوۡرَةُ النّحل : ۹۷
هر څوك چي ښه عمل وکړي كه هغه نارينه وي او كه ښځه، په دې شرط چي مؤمن وي، پر هغه به موږ په دُنيا کښي سپېڅلى ژوند تېر کړو او (په اخرت کښي به) دغسي خلكو ته د هغو اجر له ډېرو ښو عملونو سره سم ورکړو.

اساسی قانون هم دتبعیض دنفی دپاره داسی ماده لری :(هر ډول تبعیض او امتیاز دافغانستان داتباعو ترمنځ منع دی ،دافغانستان اتباع نارینه اوشځینه په قانون کی یو ډول حقوق او وجایب لری) ماده ۲۲
۷٫ رسمونه او رواجونه :لکه انجونی په بدو کی ورکول ،اجباری نکاح ،دآزادی نشتون،که هغه فکری آزادی وی یا هم سیاسی او اقتصادی ،او دځینو کلمو استعمال. لکه که چیری میرمنی ښه کار وکوی نو هغه په نارینه ای الفاظو تشویقوی؛ نر کار دی !
دنارینه او په شان قوی یئ ! اوکه چیری نارینه بد عمل وکوی ،نو ورته ویل کیږی څه زن ذلیل نارینه یې!
اکثرا دعاموخلکو پنظر ښځه ؛یعنی حقیر او ذلیل موجود ګڼل کیږی.

۸٫ صحرایی محکمی:
په دی تیر نږدی کلونو کی څو قضیئ دصحرایی محاکمو تر سره شوی دی دنمنه په توګه فقد یودوه مثالونه یئ بیان
نادیه انجمن هغه شاعره چی دشعر لیکلو اودټولنیزو شعری مجالسو کی دګډون په تور دخپل خاوند له خوا ۱۵،عقرب ۱۳۸۴ ووژل شوه.
دفرخنده وژل هم هغه وهشتناکه قضیه وه جی له امله یی ډیری میرمنی روحی ضعف وموند.

دحل لاری داسلام له منظره
۱- تعلیم ،او عمل کول په اولین اساسی قانون (قران کریم )باندی په علمی توګه ؛ځکه چی الله تعالی هم دمیرمنو دپاره مختصه سوره نازله ک‌‌‌‌‌ری ؛او ددغی سوره په لومریو ایتونوکی الله تعالی دوحدت اصول او دبشیریت دپیدایښت مقصد بیان کری ترسو مونږدی آیت نه دعغی عملی جنبه واخلو چی هغه یوه اسلامی او دینی ټولنه جورښت دی .
يٰٓأَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِى خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وٰحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَآءً ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِى تَسَآءَلُونَ بِهِۦ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا
سُوۡرَةُ النِّسَاء : ۱
اې خلكو له خپل هغه رب څخه ووېرېږئ چي تاسي يې له يو تن څخه پيدا کړئ او له هماغه تن څخه یې د هغه جوړه منځ ته راوړه او له دې دواړو څخه یې په نړۍ کښي ډېر نارينه او ښځي خواره کړل. له هغه خداى څخه ووېرېږئ چي په وسيله يې تاسي يو له بل څخه خپل حقوق غواړئ، او د خپلولۍ او پيوندونو له غوڅولو څخه ډډه وکړئ. باور ولرئ چي الله پر تاسي څارونكى دى.

فَتَعٰلَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ ۗ وَلَا تَعْجَلْ بِالْقُرْءَانِ مِن قَبْلِ أَن يُقْضٰىٓ إِلَيْكَ وَحْيُهُۥ ۖ وَقُل رَّبِّ زِدْنِى عِلْمًا
سُوۡرَةُ طٰه : ۱۱۴
نو الله پورته او لوړ دى چي حقيقي باچا دی. او (ګوره)، د قرآن په لوستلو کښي تلوار مه كوه، تر څو پوري چي تا ته د هغه بشپړه وحيې نه وي رسول شوې، او دُعا وکړه چي اې پروردګاره! ما ته لا زيات علم راکړه.

۲- الله تعالی انسان مکلف کړی ترسو صرف داسلام مبین دین له احکامونه اطاعت وکړی ؛نه درسمونو او رواجونو نه لکه څنګه چی فرمایئ:

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِى الْأَمْرِ مِنكُمْ ۖ فَإِن تَنٰزَعْتُمْ فِى شَىْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْءَاخِرِ ۚ ذٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا
سُوۡرَةُ النِّسَاء : ۵۹
اې مؤمنانو! د الله، رسول او هغو كسانو اطاعت وکړئ چي ستاسي څخه د امر خاوندان وي، بيا كه ستاسي تر منځ په كومه چاره کښي شخړه پېښه شي؛ نو هغه د الله او رسول لوري ته محوله (وړاندي) کړئ. كه تاسي په رښتيا سره پر الله او د اخرت په ورځ ايمان لرئ، همدا د كار يوه سمه طريقه ده او د عاقبت په اعتبار هم غوره ده.

۳- که چیری دمور حق په پوره توګه ورکړی شی ؛نو دمیرمنو دټولنی ډیر شمیر مشکلات حل کیږی الله تعالی فرمایئ:
وَوَصَّيْنَا الْإِنسٰنَ بِوٰلِدَيْهِ إِحْسٰنًا ۖ حَمَلَتْهُ أُمُّهُۥ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا ۖ وَحَمْلُهُۥ وَفِصٰلُهُۥ ثَلٰثُونَ شَهْرًا ۚ حَتّٰىٓ إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُۥ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِىٓ أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِىٓ أَنْعَمْتَ عَلَىَّ وَعَلٰى وٰلِدَىَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صٰلِحًا تَرْضٰىهُ وَأَصْلِحْ لِى فِى ذُرِّيَّتِىٓ ۖ إِنِّى تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّى مِنَ الْمُسْلِمِينَ
سُوۡرَةُ الاٴحقاف : ۱۵
موږ انسان ته، د خپل مور او پلار سره په غوره سلوك کولو هدایت کړیدی. د هغه مور کړاو وګاله، هغه یې په ګېده کښي وساته او د کړاو په ګاللو سره یې هغه وزېږاوه او د هغه په حمل او تي وركولو کښي یې دېرش مياشتي ولګېدلې. تر دې پوري چي هغه كله د خپل قوت عمر ته ورسېدی او د څلويښتو كلونو شو، نو هغه وويل: “اې زما ربه! ما ته توفيق راکړه چي زه ستا د هغو نعمتونو شكر ادا کړم چي تا ما ته او زما مور او پلار ته وركړيدي. او داسي نېک عمل وکړم چي په هغه سره ته راضي کېږې او زما اولاد هم نېكان کړه، ما بېغمه کړه، زه ستا حضور ته توبه كوم او له فرمان منونكو يعني مسلمانو بندګانو څخه يم.”
۴- بله دحل لاره چی اسلام بیانوی هغه ښه سلوک میرمنو سره دخاوند لخوادی:
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُوا النِّسَآءَ كَرْهًا ۖ وَلَا تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُوا بِبَعْضِ مَآ ءَاتَيْتُمُوهُنَّ إِلَّآ أَن يَأْتِينَ بِفٰحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ ۚ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسٰىٓ أَن تَكْرَهُوا شَيْـًٔا وَيَجْعَلَ اللَّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا
سُوۡرَةُ النِّسَاء : ۱۹
اې مؤمنانو! ستاسي لپاره دا روا نه ده چي د زور له لاري ځان د ښځو وارثان کړئ. او نه دا روا ده چي هغوى وربړوئ او د هغه مَهر د يوې برخي د وهلو هڅه وکړئ چي تاسي هغو ته ورکړی وي. هو كه هغوى د كوم ښكاره ناكاره چلن كوونكي وي (نو بيا تاسي د هغو د تنګولو حق لرى)، له هغو سره په ښه چلند ژوند تېر کړئ. كه ستاسي هغوى نه خوښيږي، نو کېدای شي چي تاسي به يو شى نه خوښوئ، خو الله به په هغه کښي ډيري ښېګڼي ايښي وي.
وَمِنْ ءَايٰتِهِۦٓ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوٰجًا لِّتَسْكُنُوٓا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً ۚ إِنَّ فِى ذٰلِكَ لَءَايٰتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
سُوۡرَةُ الرُّوم : ۲۱
او د هغه له نښانو څخه (بله) دا ده چي ستاسي لپاره، همدا ستاسي له جنس څخه یې ميرمني پيدا کړې، تر څو چي تاسي له هغو سره ارام تر لاسه کړئ او ستاسي (ښځي او خاوند) په منځ کښي یې مينه او خواخوږي پيداکړه. په باوري ډول پدې کښي د هغو خلكو لپاره ډيري نښانې دي چي غور او فكر كوي.

۵- میرمنو ته یئ اقتصادی حق ورکول داسلام په امر دا دټولنيزوستونزو تر ټولو لویه دحل لاره ده .
لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوٰلِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَآءِ نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوٰلِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ ۚ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا
سُوۡرَةُ النِّسَاء : ۷
د نارينه ؤ لپاره په هغه متروكه (میراث) کښي برخه ده چي مور پلار او خپلوانو پريښې وي، او د ښځو لپاره هم په هغه متروكه (میراث) کښي برخه ده چي مور پلار او خپلوانو پريښې وي، كه لږ وي او كه ډېره، او دا برخه (د الله له لوري ) ټاكله شوېده .
تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ ۚ وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُۥ يُدْخِلْهُ جَنّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا الْأَنْهٰرُ خٰلِدِينَ فِيهَا ۚ وَذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ سُوۡرَةُ النِّسَاء : ۱۳
دا د الله ټاكل شوي پولي دي، څوك چي د الله او د هغه د پېغمبر اطاعت وکړي، نو الله به هغه داسي باغونو (جنتونو) ته ننباسي چي تر هغوی لاندي به ویالې بهيږي او هغوى به په کښي د تل لپاره استوګن وي او همدا ستر برياليتوب دى.
وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُۥ يُدْخِلْهُ نَارًا خٰلِدًا فِيهَا وَلَهُۥ عَذَابٌ مُّهِينٌ
سُوۡرَةُ النِّسَاء : ۱۴
او څوك چي د الله او د هغه له پېغمبر څخه سركښي وکړي او د هغه له ټاكل شوېو پولو څخه تيرى وکړي، الله به هغه په اور کښي وغورځوي،چي د تل لپاره به په کښي استوګن وي او د هغه لپاره رسوا كوونكې سزا ده.

دبحث پایله
له دی سیړنو نه دخلاصه په توګه داسی جوته کیږی چی، میرمنی دټولنی د يواساسی رکن په توګه، ډیر مؤثر رول په ټولنه کی لری.
ولی نن ورځ دفعاله میرمنو د نشتون په وجه، زمونږ ټولنه د ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان ده.
او زمونږ اسلامی او افغانی کلتور هم ورځ تر بلی د ضعف په حال کی دی. په ځینو برخو کی خو حتا دمنځه تللی.
کوچنی مثالونه یی لکه، بدلون د جامو په انتخاب کی، په خوړو او څښاک کی، بدلون په ټولنیزو روابطو کی، د هیواد پالنی نشتون، دملی ارزښتونو نه پيژندنه، دصداقت او امانتداری نشتون دهیوادوالو په منځ کی، نشتون او ضعف داسلامی میډیا، نو د دی دغو ستونزو دحل لاروو د پاره لازمه ده چی بیا ځلی خپل اسلامی او افغانی لارښونو ته رجوع وشی. او که وغواړو چی واقعا اسلامی ټولنه ولرو؛ باید میندی دشریعت په چوکاټ کی دټولنی په وظایفو کی وګومارل شی، هغه میرمنی چی واقعا په اسلامی اصولو باخبره وی اوحقوق یی په پوره توګه ورته ورکړلی شی.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا