سوله
سوله د ژوند مهمه برخه ده سوله دخداى (ج) لوى نعمت ده چى انسانانو ته ىى ورکرى. سوله داکسيجن په څيرده څنګه چى اکسيجن د ژوند کول لپاره مهمه ده سوله هم دومر مهمه ده .
په سوله کى خير ، برکت ،آرامى ده خداى (ج) په قران کريم کى دسوله په هکله فرمايلى : (ولصلح خير ) ترجمه په سوله کۍ خير ده .
په اوسنىو شرايطو کۍ سوله تر ټولو مهم ده ځکه ټول خلک ورته اړتيا لري .
دافغانستان خلک له جنګ څخه ډير سټرى شوى اوسولى ته ډير تګى دى په اوسنيو شرايطو کي دټولو افغانانو دنده ده چى دسولى را تلو ته دعا وکړى .
جنګ بدبختى ده او سوله خير ، تمدن ، آبادى ده . سوله يوازنى کلمه ده چى انسان يي په اوريدو سر دآرامى احساس کوى.
سوله يواځي دانسانانو له پاره نه بلکې په هوا کې دمرغانو له پاره ، په ځنګل کې دځناورو له پاره ، په سمندرکې دژويو له پاره ، په دښت کې د خځند و له پاره مهمه غوښتنه ده.
دداسى ورځي په هيله چې په هيواد کې ټول افغانان ديو اوبل په څنګ کي دسولي ،آرامي او خوشحالۍ په فضأ کۍ دورور ولۍ ژوند ولري .
ليکونکى : داکتر پلوشه جليلى