اسلام كي د سوله اهميت

الله تعالى د ستر نعمت څخه يو هم سوله ده. د سوله په سيوري کي انسان او بشري ټولنه کولای شي کمال او اوج ته ورسيږي.
سوله او امنيت په اسلام کي ډير پراخه مفهوم لري,تر دی حده چي د الله تعالی د صفاتو څخه يو هم سلام(سوله او امنيت) دي.او دا اصطلاح هر مسلمان پخپل ورځني مونځ کي څو ځلې تکرار کوي. د قران د بيان پر اساس جنت د سوله ځائ (دارالاسلام)دي.
سوله او دخلکو ترمنځ اصلاح کول ډير لوی فضيلت لري .ځکه چې کومي ډلی ته الله تعالی د خير اراده وکړي نوهغوی ته سوله او اصلاح کولو توفيق ورکوي.
اصلاح کوونکي شخص د ښه اخلاق,لوی فضل اولوی اجر درلودونکي وي.
سوله د ايمان او ورورولي عنوان,استقرار او امن مبعث اوالفت او محبت سرچینه ده. رښتیا وايي پروردګار زموږ ( والصلح خير) النساء:۱۲۸
سوله بهتر ده له جګړی او دښمنی څخه,بهتر ده له تفرقي او جدايی څخه او بهتر ده له قصاص او انتقام څخه .
يقول ربنا سبحانه: ﴿ لاَّ خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتَغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْراً عَظِيماً ﴾ [النساء: ۱۱۴].
ژباړه:نشته هيڅ خير په ډيرو کې له پټو خبرو(مشورو) د دوی نه,مگر (خير شته په پټو خبرو) د هغه چا چي امر کوي په صدقه کولو يا په معروف(نيک کار) يا په اصلاح(روغه) په منځ د خلکو,او هر څوک چې وکړي دغه (صدقه ,معروف,اصلاح ) لپاره د غوښتنې د رضا د الله ;پس ژر به ورکړو موږ ده ته اجر(ثواب)ډير لوی.
أخرج ابن ماجة في سننه عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: «إِنَّ مِنَ النَّاسِ مَفَاتِيحَ لِلْخَيْرِ مَغَالِيقَ لِلشَّرِّ، وَإِنَّ مِنَ النَّاسِ مَفَاتِيحَ لِلشَّرِّ مَغَالِيقَ لِلْخَيْرِ، فَطُوبَى لِمَنْ جَعَلَ اللهُ مَفَاتِيحَ الْخَيْرِ عَلَى يَدَيْهِ، وَوَيْلٌ لِمَنْ جَعَلَ اللهُ مَفَاتِيحَ الشَّرِّ عَلَى يَدَيِهِ». حديث حسن.
ژباړه :ابن ماجه پخپل سنن کي د انس بن مالک څخه روايت کړي چي فرمايي:نبی(صلی الله عليه وسلم) وفرمايل: 《بعضي خلک کيليګاني د خير او قفلونه دشر دي,او بعضي د خلکو څخه کيليګاني دشر او قفلونه د خير دي, برکت دی وي د هغه خلکو لپاره چي الله تعالی گرځولي لاسونه د دوی کيليګاني د خير او افسوس دی وي د هغه خلکو لپاره چي الله تعالی گرځولي لاسونه د دوی کليليګاني دشر》حديث حسن.
همدرانګه متخاصمين(جګړه کوونکو) تر منځ اصلاح کول غوره دي دنفلي عباداتو څخه ځکه چي خلکو تر منځ اصلاح کول کي عامه منفعت دي او سبب ددي کيږي چي له منځه تللي اړيکې يوځاي کړی,جدا شوي ورونه سره يوځای کړي او د زړونو د پاکوالي سبب هم کيږي هغه زړونه چي په نفرت او کينه سره ککړ شوي.
ترجمه
ليکونکی:صفيه “صافی”