سرسايه (فطر صدقه)

سرسايه یا فطر صدقه څه ده؟
سرسايه يا د فطر صدقه په هر هغه مسلمان سړي، ښځه او نابالغ باندې واجب ده چی د خپلو اصلی ضرورتونوڅخه علاوه د دومره مال لرونکي وی چې د زکات نصاب ته ورسيږي برابره خبره ده چې پردغه مال باندی کال تير شوی وي او که نه.
د سرسايې وجوب له يو شمېر احاديثو څخه ثابت دي چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
۱-عَنِ ابْنِ عُمَرَ ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ” صَدَقَةُ الْفِطْرِ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ صَغِيرٍ أَوْ كَبِيرٍ ، حُرٍّ أَوْ عَبْدٍ ، ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى صَاعٌ مِنْ تَمْرٍ أَوْ صَاعٌ مِنْ شَعِيرٍ” مسند احمد رقم حدیث ۵۷۷۹٫
ژباړه: له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل : له خرما او وربشو څخه يو صاع سرسايه پر هر مسلمان کوچني، لوی، ازاد، مرېی، نارينه او ښځينه، واجب ده .
په پورتني حديث کې د ” على ” توري راغلي چې د وجوب او لزوم لپاره کارول کېږي او په بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم سرسايې ته واجب او حق ويلي دي چې دا د وجوب او لزوم يو بشپړ څرګند دليل دی.
۲- أن رسول الله صلى الله عليه وسلم أمر صارخا ببطن مكة ينادي أن صدقة الفطر حق واجب على كل مسلم صغير أو كبير ذكر أو أنثى حر أو مملوك حاضر أو باد صاع من شعير أو تمر.
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم په مکه کې يو آواز کوونکي ته د آواز کولو امر وکړ چې له وربشو او خرماوو يو صاع سرسايه پر هر کوچني، لوی، نارينه، ښځينه ، آزاد، مرېيه(غلام)، ښاري او سارايي مسلمان حق او واجب ده .
۳-عن الحسن أن بن عباس خطب بالبصرة فقال أدوا زكاة صومكم فجعل الناس ينظر بعضهم إلى بعض فقال من ها هنا من أهل المدينة قوموا إلى إخوانكم فعلموهم فإنهم لا يعلمون أن رسول الله صلى الله عليه و سلم فرض صدقة الفطر على الصغير والكبير والحر والعبد والذكر والأنثى نصف صاع من بر أو صاعا من تمر أو شعير” سنن النسائي رقم حديث ۱۵۸۰
ژباړه: له حسن رحمه الله څخه روايت دی چې ابن عباس رضی الله عنهما په بصره کې د وينا په ترڅ کې وويل: د خپلو روژو زکات اداکړئ؛ نو خلکو يوبل ته وکتل؛ بيا يې وويل : دلته د مدينې له خلکو څوک شته؟ ولاړ شئ خپلو وروڼو ته وروښياست ځکه هغوی نه دي خبر، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له غنمو څخه نيم صاع او له خرما او وربشو څخه يو صاع سرسايه پر هر کوچني ،لوی ،آزاد، مرېي ،نارينه او ښځينه، فرض کړې ده .
او داسی ډیر زیاد حدیثونه دی د لا زیاتو معلوماتو لپاره دی د حدیثو کتابو ته مراجعه وشی.
د سرسایه د وجوب وخت:
د سرسایې د وجوب وخت د کوچنی اختر سهار دی. که د چا کره اولاد د اختر په ورځ پیدا شو نو سرسایه یې د پلار پر ذ مه لازمه شوه. او که څوک د اختر په شپه وفات شو نو سرسایه یې ساقطه کیژي.
د سرسایې د ورکولو وخت:
د سرسایې د ورکولو وخت د کوچنې اختر ورځ د اختر د لمانځه نه تر مخ دی. البته که څوک و غواړي د روژې په جریان کې یې هم ورکولای شي.

د صدقه فطر یا سرسایې اندازه:
د صدقه فطر اندازه نيم صاع غنم او يو صاع وربشي يا مميز دي
صاع د رسول الله صلي الله عليه وسلم په دور کې د پيمانې يو لوښی ؤ ، وروسته چې دغه پيمانه په وزن اندازه شوي ده د فقهاؤ تر منځ يې په مقدار کې اختلاف شته د افغانستان علماؤ له پخوا وختو څخه په مرکزي سیمو کې د فطر اندازه خورد کم يو چارک غنم ټاکلې ده چې پدې سیمو کې(مناطق) مروج مَن څلور چارکه او يو چارک څلور پاوه او يو پاو بيا څلور خورده او همدا من له ۷ کلوګرام سره سمون مومي چې پدې حساب د فطر د صدقی اندازه ۱٫۶۵۰کيلو ګرامه غنم کيږي. نو په فطر کې ۱٫۶۵۰ کیلوګرامه غنم ورکول یا ددغه مقدار غنمو قیمت ورکول ضروري دي ، او ددینه کم باندې صدقه فطر نه ادا کیږي . که څوک و غواړي قیمت یې ورکړی بیا هم سمه ده په دی شپو ورځو کی په کابل کی د یو چارک غنمو بیه ۶۰ افغانۍ ده.
د سرسايې شرطونه:
۱- د سرسايې لومړۍ شرط اسلام دی په کافر سرسايه نشته ځکه دا يو ډول عبادت دی ،له همدې امله، له نيت پرته نه اداکېږي او کافر د عبادت وړتيا نه لري.
۲- دويم شرط يې ازادي ده، په مرېي سرسايه واجبه نه ده، ځکه مرېي له ازادۍ مخکې د څه شي څښتن نه وي، هر څه چې ورسره وي هغه يې د بادار وي.
۳- د سرسايې لپاره نصاب هم شرط دی ،ځکه د ابو هريرة رضی الله عنه په حديث کې راځي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي: ” لاَ صَدَقَةَ إِلاَّ عَنْ ظَهْرِ غِنًى ، وَالْيَدُ الْعُلْيَا خَيْرٌ مِنَ الْيَدِ السُّفْلَى ، وَابْدَأْ بِمَنْ تَعُولُ” مسند احمد رقم حديث ۷۱۵۵.
ژباړه: وجوبي) صدقه يوازې د شتمنۍ په حالت کې لازمه ده، ورکوونکی لاس، تر اخيستونکي لاس غوره دی او له خپلوانو يې پيل کړه .
د سرسايې د وجوب لپاره نصاب شرط دی خو بلوغ او عقل نه دي شرط؛ نو ځکه پرهر ازاد مسلمان کوچنی وي اوکه لوی ،نارينه وي او که ښځينه، هوښيار وي او که ليونی سرسايه واجب ده په دې شرط چې دنصاب په اندازه مال ولري او له هر ډول اړتياوو لکه ځای، جامې، د کور سامانونه، سپرلۍ، سلاح او اولاد څخه زيات وي.
د کومو کسانو لخواچې سرسايه ورکول اړين دي :
کله چې يو تن د نصاب په اندازه د مال څښتن شي؛ نو د لاندېنيو کسانو سرسايه پرې لازميږي :
الف : د خپل ځان او نابالغو اولادو سرسايه .
ب : د داسې بالغ ليوني اولاد چې هغه د نصاب په اندازه مال ونه لري .
ج : پر نيکه د هغو نابالغو يتيمانو سرسايه چې د نصاب په اندازه مال ونه لري .
د : همدارنګه د بې وزله لېوني پلار سرسايه پر شتمن اولاد لازمه ده .
هـ: د بالغو اولادونو سرسایه پر خپله ذمه یی ده.
صدقه فطر چا ته ورکول کیژی:
سرسایه هغه چاته ور کول کیژي چی فقیر وي که چا یو غني ته سرسایه ورکړه نو دا صحیح نده.
د سرسایې حکمت او فلسفه:
الف: د غریبانو لاس نیوی.
ب: د روژې پاکوالی. لکه څنګه چی پیامبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: ” زَكَاةَ الْفِطْرِ طُهْرَةً لِلصَّائِمِ مِنَ اللَّغْوِ وَالرَّفَثِ وَطُعْمَةً لِلْمَسَاكِينِ مَنْ أَدَّاهَا قَبْلَ الصَّلاَةِ فَهِىَ زَكَاةٌ مَقْبُولَةٌ وَمَنْ أَدَّاهَا بَعْدَ الصَّلاَةِ فَهِىَ صَدَقَةٌ مِنَ الصَّدَقَاتِ» سنن ابی داود.
د سرسایې حکم د جومات امام ته:
په هر مسلمان باندې واجب ده چې د قرآن او سنت نه پیروي وکري نه د خلکو رسم رواج نه، د فطر صدقه باید خپلو مستحقینو ته وسپارل شي چې کتاب الله کې مشخص او معلوم دي که د جومات امام صاحب مسکين نه وي يا مسکين وي خو سرسايه د اجرت په توګه ورکول کېږي نو نه د خلکو سرسايه اداکېږي او نه يې امام ته اخيستل روا دي.
د سرسايې اړوند مسئلې :
مسئله : د سرسايې د وجوب وخت دکوچني اختر له سهار را ختو پيل کېږي نوکه  له سهار را ختو مخکې د چا بچی پيداشو ،يابې وزله و شتمن شو ،يا کافر و مسلمان شو، سرسايه پرې لازمه ده اوکه يوڅوک له سهار مخکې مړشي او يا له سهار راختو وروسته يې بچی پيدا شي يا څوک شتمن يا مسلمان شي بيا سرسايه پرې لازمه نه ده.
مسئله: سرسايه د کوچني اختر له سهار را ختو سره واجبېږي خو که يې څوک د کوچني اختر له سهار راختو مخکې بلکې له روژې مخکې ورکړي هم اداکېږي.
مسئله: غوره دا ده چې سرسايه د کوچني اختر له سهار راختو وروسته اود اختر له لمانځه مخکې وايستل شي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم به داسې کول او بل رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلی دی: ” اغنوهم عن المسئلة فی مثل هذ اليوم”
ژباړه: بې وزله پدې ډول ورځ کې له غوښتلو بې پروا کړئ . خو که چا د کوچني اختر تر لمانځه پورې ونه ايستله بيا يې هم له غاړې نه ساقطېږي لدې وروسته به يې هم وباسي ټول عمر يې د ادکولو وخت دی.
مسئله: که يو شتمن تن د کوم شرعي عذر له مخې لکه د ډېر عمر وي يا ناروغه وي روژه ونشي نيولی سرسايه بيا هم پرې لازمه ده ځکه روژه ،زکات ،لمونځ او سرسايه هر يو ځان ځانته عبادتونه دي.
مسئله: په سرسايه کې د زکات غوندې تمليک اړين دی چې يو څوک به يې څښتن جوړوې نو د جومات په جوړولو،د مړي په کفن،يا يې پور خلاصولواو يا هم د مرېيه په ازادولو کې د سرسايې ورکول صحيح نه دي خو که يو مسکين ته ورکړل شي بيا امر ورته وشي چې  له نوموړو څلورو شيانو څخه يې په يوه کې ولګوي دا رواده. همدا رنګه په هر خيريه کار کې چې تمليک نه وي د سرسايې ورکول روا نه دي لکه د لارې، پول ،ويالې ،څاه او داسې نوروشيانو جوړول يا په چا روژه ماتی خوړل.
مسئله: په زکات ، سرسايه او نذرونوکې تر ټولو غوره داده چې لومړی يې خپلو بې وسه وروڼو خويندو ته ورکړې ،بيا د هغوی اولادونو ته ،بيا کاکاګانواوعمه ګانو ته ،بيا د هغوی اولادونو ته ،بيا ماماګانواو خاله ګانوته ،بيا د هغوی اولادونو ته ،بيا نورو خپلوانو ته ،بيا ګاونډيانوته ،بيا خپل هم مسلکوته لدې وروسته د خپل کلي يا ښارخلکوته .
مسئله: د سرسايې اندازه په وربشو اوخرماوو يو صاع ،په غنمو،اوړو،او مميزو نيم صاع ده يا د نوموړو شيانو د ټاکلې اندازې قيمت ورکول دي .
مسئله:کوم شيان چې په احاديثو کې نه دي راغلي لکه : جوار،وريژې او داسې نور په هغو کې د غنمو،وربشو يا خرماوو قيمت د اعتبار وړ دی چې دومره اندازه به ورکوي چې د يوصاع وربشو ياخرماوو قيمت ته ورسيږي اويا  د نيم صاع غنمو يا مميزو د قيمت برابر وي.
مسئله: که څوک د پورته نوموړو شيانو قيمت ورکوي نو  د ورکړې د ورځو د هغه ښار قيمت د اعتبار وړ دی په کوم ښار کې چې سرسايه ورکوي که صحرا وه بيا هغې ته د څېرمه ښار قيمت د اعتبار وړ دی .
مسئله: د صاع په اندازه کې علماء په يوه خوله نه دي ځينو څلور کيلو،ځينو زيات او ځينو کم ښودلی دی رشيد احمد رحمه الله په احسن الفتاوی کې نصف صاع دوه کيلو پنځه ويشت ګېرامه  او د احتياط لپاره دوه کيلودوه دېرش ګېرامه ښوولی دی چې يو صاع څلور کيلو څلور شپېته ګېرامه کېږي او غوره دا ده چې په احتياط عمل وشي تر ټولو لوړ وزن ورکړل شي تر څو د بې وزلو هم چاره پکې وشي .
مسئله: په سرسايه کې ترنوموړو شيانو يې قيمت ورکول غوره دي ځکه په دې سره بې وزله د خپلې اړتيا سره سم خپلې موخې ته ژر رسېدلی شي
مسئله: د يوتن سرسايه يوه مسکين او څو مسکينانو ته ورکول روا دي همدا رنګه د څو تنو سرسايه يوه مسکين ته ورکول روا دي .
مسئله: سرسايه همدا رنګه ټولې واجبي صدقې خپلو اصولو( مور،پلار،انا،نيکه  دمور له لوري وي او که د پلار له لوري که څه هم لوړ وي ) اوفروعو ( زامنو، لورانو، لمسيانوته که څه هم ښکته وي ) نشي ورکولی او نه يې مېړه او ښځه يو بل ته ورکولی شي.
مسئله: سرسايه لېوني او داسې نابالغ ته چې نه پوهيږي ورکول روا نه دي خو که د هغوی کوم سرپرست يې د هغوی لپاره واخلي بيا روا ده .
مسئله:  د معادنو او خزانو له پنځمې پرته  نورې ټولې واجبې صدقې لکه سرسايه ، نذر،کفاره او داسې نورې صدقې سيد ته ورکول روا نه دي .
مسئله: سرسايه ،عشر ،زکات ، نذر ، کفاره ،د روژې يا لمانځه فديه او داسې نورې وجوبي صدقې بايد مسکين او بې وزله ته پرته له کومې بدلې څخه ورکړل شي که چېرې مسکين نه وي يا مسکين وي خو د کوم کار په بدل کې ورکړل شي ؛نو نوموړې صدقې نه اداکېږي بيا يې ورکول پرې لازم دي .
مسئله: سرسايه هر بې وزله ته ورکولای شې خو د مدرسې طالب علمانو ته يې ورکول دوه اجرونه لري د سرسايې ثواب او له دين سره د مرستې ثواب .دي .
يادونه: که چاته الله جل جلاله ښه شتمني ورکړې وي هغه لره پکار دي چې په سرسايه کې ترټولو د لوړ قيمت شی يا د هغه د قيمت برابرې پيسې ورکړي ترڅو د مسکينانو چاره هم وشي اودی هم ډېر ثواب تر لاسه کړي .
راټولوونکې: محموده رسولي حیات د خوشحال خان شعبې معاونه

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا