د افغانستان امریکایي پوهنتون او د عقلونو ولکه
لیکنه : شریف عبدالعزیز الزهیري
ژباړه : جاوید وردګ
[داسې ښکاري چې تعلیم د اوس عصر ښه ګټور تجارت دی] په همدې ټکو د افغانستان د امریکایی پوهنتون د علمي مجلس غړي (کریس تایلر) خپله هغه مقاله چې د (فارن پالیسی) په مجله کې یې په افغاني ټولنه کې دامریکایي پوهنتون د رول په اړوه خپره کړې وه، ترڅو امریکايي پانګوال دې ته وهڅوي، چې په نوموړي پوهنتون کې ۸۰ میلونه ډالره پانګونه وکړي.
امریکا د افغانستان له لس کلن اشغال ، او په دې موده کې د ډیرو مالي او ځانې تاوانونو له ګاللو وروسته دې نتیجې ته رسیدلې چې هغوی د یرغلګرو د مقبرې په هیواد کې خپلو موخو ته په هغه لاره چې دوی پرې روان دې، نشې رسیدلای، نو دوی باید خپلو ټاکلو موخو ته د نړۍ په دې حساسه سیمه کې د رسیدو لپاره نورې لارې وګوري، له همدې امله د امریکا په سیاست کې یو مهم بدلون راغی او هغه داچې دوی د زور د پالیسي پر ځای نرمه او ملایمه پالیسي باید وکاروي، چې دې پالیسي په هغو سیمو کې چې خلک یې په ټینګې او سختې مقابلې مشهور دي، ښه نتیجه ورکړیده، یا په بل عبارت د مسلمانانو پر وړاندې یې ښه نتیجه ورکړیده
.
د هارورډ دمشهور پوهنتون استاذ (جونای) چې د نرمې پالیسۍ نظریه یې وړاندې کړه، هغه خپله دا نظریه داسې تعریفوي چې (دخپلو اړوندو موخو دښو نتایجو لاس ته راوړل په نرمۍ سره، نه په زور اوقوت)، او تعلیم دې موخې ته د رسیدو یو مهم عنصر دی چې تل د واک د خپرولو، او د نفوذ د ټینګولو لومړنۍ وسله او وسیله ده، همدا شان د ټولنیزو ، فرهنګي او فکري اشغال لپاره یوه ښه پیلیزه کیدای شي.
امریکایي پوهنتون اصلا ددې لپاره جوړ شویدی چې دښوونې ترنامه لاندې دتنصیر او نصرانیت خپرولو یو مرکز وي، نو د خپلو مهمو موخو د ترلاسه کولو لپاره یې دداسې ځوانانو په روزنه پیل وکړ، چې په ټولنه کې دمقام خاوندان شي، هغه ځوانان چې همدوی به په راتلونکې کې هیواد رهبري کوي، په داسې ډول چې ددوی راتلونکې تفکر او تګلاره به سوچه امریکایی وي، خو په افغاني جامو کې، نو په دې ډول به امریکا وکولای شي په ډیره لږه بیه د اوږدې مودې لپاره په دې هیواد کې خپل واک وچلوي، همدا په مسلمانو هیوادو کې د جوړو شوو حاکمو کسانو له لارې د اشغال پروسه ده.
همدې افکارو او سیاستونو په منځني ختیځ کې چې د همدې مکرجن استعماري تفکرسرچینه ګڼل کیږي، په پوره یوه پیړۍ کې خپل لوبغاړې درلودل، بیروت او قاهره ددې لوبو مهم مراکز ؤ، د منځني ختیځ مهم سیاستوال چې په دې سیمه کې د امریکایي سیاست لوبغاړي پاتې شوي دي، زیاتره د همدې دوو پوهنتونونو فارغان ؤ.
په علمې او اکاډیمیک ډګر کې بیا دې امریکایی پوهنتونونو اسلامي او عربي ټولنو ته هیڅ علمې سوغات نه درلود ، سره له دې چې ددې پوهنتونونو دادي اوس نیژدې سل کاله پوره کیږي، خو ټولنې ته یې یو متخصص علمې کدر هم ندې وړاندې کړی، نه یې زده کوونکو کوم مهم علمې راوړنې درلودې او نه کومه ښه اختراع ، ددې پوهنتونونو ټوله څیړنیزه هڅه داستعماري غوښتنو دپوره کولو پر محور راڅرخې، د کوم هدف لپاره چې دا پوهنتونونه جوړ وي دي.
د عراق امریکايي پوهنتون ددې لیکنې تر ورځې په سیمه کې تر دووڅیړنیزو مرکزونو پرته، چې یو یې د ټولنیزو څیړنو مرکز چې په (۱۹۵۱) کال افتتاح شوی ،او دوهم د صحرا د څیړنو مرکز دی، بل علمې مرکز نه لري ، د پوهنتون د نورو فعالیتونو ګټې نیغ په نیغه د تنصیر او نصرانیت په کټوه کې ورتوییږي، دوی د قاهرې په ډیرو بې وزله سیمو کې د طبي او مادې مرستو فعالیتونه لري، همدا شان په هغو سیمو کې چې لوږې ، ناروغیو ، او جهل او فقر ځپلې دې، لکه ناصر او دویقه کې ډیر مشکوک فعالیتونه لری. او کیدای شي چې ډیر استخباراتي کارونه به یې هم تر سره کړې وي، لکه څنګه چې په ۲۰۱۰ کال د پنتاګون څخه د غلاشوو اسنادو په ترڅ کې معلومه شوه، چې د امریکا د دفاع وزارت او د مالیي وزارتونو، او د نومړي پوهنتون تر منځ د مصر دهیواد د ډیرو حساسو سیمو څخه د علمي څیړنو تر نامه لاندې پټ اسناد تبادله کول.
په افغانستان کې دا امریکایی پوهنتون په کال ۲۰۰۴ د ځنې لوړ پوړو چارواکو او افغاني سیکولرستانو په مرسته په کابل کې تأسیس شو، چې د تعلیمي موسسأتو سره به په لوړو تحصیلاتو او د نصاب په برخه کې مرستې کوي، پوهنتون پښتانه، هزاره ، ازبک، تاجک او ترکمن …جزبوي ، دوی د امریکایی شعاري اصطلاح پر اساس په افغاني ټولنه کې د مسالمت آمیزه ژوند د فکر د خپرولو لپاره هلې ځلې کوي ، دې پوهنتون د (۲۰۱۱) کال د مې په میاشت کې خپله لومړنۍ دوره محصلین فارغ کړل، چې شمیره یې (۳۲) تنه وه (۹)ښځې او ( ۲۳) تنه نارینه، چې دوو تنو ته به په امریکا کې د تحصیل ضمینه برابروي، او په کال (۲۰۱۲) کې بیا (۵۲) تنه فارغ شول، چې (۶) به يې امریکا ته د تحصیل لپاره استول کیږي، د پام وړ خبره داده چې د نارینه وو په نسبت ښځینه محصلینو ته په دې پوهنتون کې ډیره ونډه ورکول کیږي، او زیاته پاملرنه دې لوري ته ده.
دا څرګنده خبره ده چې امریکا د افغانستان په ترقي او پرمختګ کې دومره دلچسپې نه لري، لکه څومره چې د داسې افغان نسل په روزنه کې یې لري چې په راتلونکې کې د ملک واګې په لاسونو کې واخلي، او په داسې توګه يې له اسلامي دين، ملي هویت، او افغاني خویونونه یوې خواته کړي، کوم رنګ چې په سیمه کې د امریکا له سیاستونو او ګټو سره تطابق ولري، داسې نسل وي چې افغاني هویت ولري امریکایی فکر، ددوی رنګ او ژبه افغاني وي، خو فکر کړنلاره او موخې يې امریکایي، په همدې سره امریکا دې ته اړتیا لري تر څو د خپلو عسکرو له ایستلو وروسته په خپله پالیسي او تګلاره کې بدلون راولي.
ددې پوهنتون د جوړیدو لویه موخه دکریس تایلر په وینا داده، چې دافغانستان لپاره داسې نوی قیادت او مشرتابه وروزي چې د دوی په وینا افراطي (مسلمان) نه وي، فساد له مینځه یوسۍ، دښځې او نارینه ترمینځ برابري رامینځ ته کړي، اوږدمهاله نړیوالۍ اړیکې (دغرب غلامي) ټینګې کړي، دافغان نوی ځوان نسل (چې غربي فرهنګ غواړي نه هر ځوان) غږ واوري، چې هغوی (ځوانان) ددې ټولنۍ راتلونکی دی او د یوې آزادې او معتدلې ټولنې دجوړولو هڅې (هغه مثالي ټولنه چې دامریکا له پلانونو او موخو سره په هر اړخیزه توګه توافق ولري).
د (زویمر) پخواني نصراینت خپرونکې دنظریې له مخې چې وايي: (ونه باید د خپلې یوې څانګې په واسطه غوڅه شي) همدا نظریه اوس هم د غربي ټولنو یوه مهمه کړنلاره ده.
د امریکا د مشرانو د مجلس غونډې ته په استماعیه وینا کې د ایساف قوماندان جنرال جان الن وویل: د تاریخ په اوږدو کې ډیر لږ داسې پیښ شوي دي چې اشغالګرو داشغال شوي هیواد پاڅون کونکو ته ماته ورکړي وي، خو برعکس داسې ډیر شویدي، چې پاڅون کونکي پخپله دهمدې هیواد د محلي خلکو په لاس ما ت شوي دي، یعنې روان مقاومت چې جنرال یې بغاوت بولې یوازې د محلي ځواکونو په لاس ماته خوړلای شي ، نو آیا امریکا به همدا هدف د خپل پوهنتون په روزل شویو افغانانو ترلاسه کړي، لکه څنګه یې چې په منځني ختیځ کې پخوا ترلاسه کړی ؤ او که به یې ټول خوبونه د همدې پیاوړې ملت په لاس په اوبو لاهو شي؟.
(دا پاسنۍ لیکنه یوه عربي لیکوال د ( کریس تایلور) د مقالي په بنسټ لیکلې ده، خو که په رښتیا هم څوک ددې پوهنتونون پخوانۍ ترایخچې ته وروګرځې چې امریکایی پوهنتونونو په منځني ختیځ کې عربي ملتونو ته څه په سوغاتونه پریښودل، نو له ورایه به څرګنده شي چې ددې خدمتونو تر شا د امریکا لوی پلانونه پراته دي چې موږ یې په دې پټو سترګو نشو لیدلای، او که یې وینو ددې توان نه لرو چې په دې فساد کې غرق حکومت یې د بندولو او یا د بربنډولو توان ولري، امریکا د عراق د آبادۍ او دیموکراسۍ لپاره یو پوهنتون د عراق په اسماعیلیه کې هم جوړ کړ، خو د عراق ویښ او بیدارو خلکو د هغه پوهنتون هغه پټ رازونه راپورته او په رسنیو کې خپاره کړل چې د ویلو ندي،. د همدې مقالې سره یوځای یو بل مضمون د بینوا سایت د حکمت الله بارکزي په قلم خپور کړی او ماته لاس ته راغی ، نومړي د پوهنتون له دباندې څخه یو څه موارد په ګوته کړي چې کیدای شي همدا دې ته لاره هواره کړي چې د ملت ویښ بچیان وهڅوي چې ددې پوهنتون د پالیسیو او کړنو په اړوند پوره معلومات هیوادوالو ته وړاندې کړي ، مخکې تر دې چې داسې کدرونه راته وروزي چې افغاني هویت او امریکایی عقیده ولري.
پاته د نه وي چې ددواړو (عراقي + افغاني) پوهنتونونو په رأس کې د خلیل زاد په شمول داسې سیکولرې سټې کار کوي چې خپل هرڅه یې دامریکايي نژاد او څوکۍ لپاره قرباني کړي دي. ژباړونکی