پیام تبریکی بخش خواهران جمعیت اصلاح به مناسبت عید سعید قربان
پیام تبریکی بخش خواهران جمعیت اصلاح به مناسبت عید قربان
نویسنده : مسعوده جامی
برگردان : نسیبه مزمل اسلامی
الله متعال در بین روزهای سال ایام و اوقاتی را قرار داده که بر دیگر روزها و لحظات برتری دارند تا به این ترتیب لطف خویش را در حق بندگان عبادت گذارش تکمیل نماید و برایشان فضایی را مرتب کند که در مدت کم و عمل قصیر بتوانند خیر کثیر نصیب شوند. از آن جمله ده روز اول ذیالحجه را بر باقی ایام سال برتری داده است و در این بین برترین روز آن را روز عید قربان گردانیده است، بهترین شبهای سال، شبهای دهة اخیر رمضان است و بهترین روز هفته جمعه، و به همین ترتیب برایمان ساعات و لحظاتی تعیین شده تا بتوانیم نفسهای تشنة خویش را از زلال عبادت خالصانه به درگاه رب العزت سیراب سازیم و روحمان را به جاودانگی رحمتش پیوند زنیم.
عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: « إِنَّ أَعْظَمَ الأَيَّامِ عِنْدَ اللَّهِ تَبَارَكَ وَتَعَالَى يَوْمُ النَّحْرِ ثُمَّ يَوْمُ الْقَرِّ » سنن أبى داود(۲/ ۸۲)، صححه الالبانی.
از پیامبر صلیاللهعلیهوسلم روایت است که فرمودند: «برترین و بزرگترین روزها در نزد الله تبارک و تعالی روز قربانی و سپس روزی است که بعد از آن میآید[دوم عید]»
عید قربان روزی است که سرورِ جشن و موج روحبخش عبادت، با الطاف الهی یکجا شده و دروازههای بنده نوازی الله متعالی بر انسان محتاج باز میگردد؛ و در این روزها که ملت غمدیدةمان با داغ از دست دادن صدها جگر گوشهاش به استقبال عید میرود بیش از هر زمان دیگری نیازمند تضرع به بارگاه او هستیم.
به استقبال عید میرویم در حالیکه قلبهایمان گریان است و در چهره میخندیم و خاشعانه دست به دعا میشویم که:
یا جبار! یا رحمان! ملتمان را از خواب غفلت بیدار کن و شعور انسانیشان را به جنبش درآر و رحمت و اخوت را در قلبهایشان جای بده.
به استقبال عید میرویم و از الله میخواهیم تا آن را برای تمام مسلمانان مبارک گرداند و سرور و شادی را به قلبهایشان هدیه دهد. و به امید روزی هستیم که به یاری او تعالی در امنیت و آرامش .سرتاسری اعیاد خویش را جشن بگیریم
الله سبحانه و تعالی کال کې کې ځینې ورځې او وختونه ټاکلي دي چې د نورو ورځو او وختونو په پرتله یې فضیلت او غوره والی زیات دی، دا ددې له پاره چې پدې توګه هغه تعالی په په خپلو عبادت کوونکو بنده ګانو الهي لطف او مهرباني پوره کړي او هغوي ته داسې فضا جوړه کړي چې وکولای شي په لږ وخت او کم عمل سره ډېر ثواب تر لاسه کړي.
لدې ډلې د ذوالحجې لومړنۍ لس ورځې دي چې د کال په نورو ورځو غوره ګرځول شوي دي، او پدې لس ورځو کې بیا د اختر ورځ تر ټولو هغو بهتره ورځ ګرځول شوې ده.
دغه راز د کال تر ټولو غوره شپې د روژې میاشتې لس وروستۍ شپې دي، د اونۍ غوره ورځ د جمعې مبارکه ورځ ګڼل کیږي، او پدې توګه زمونږ له پاره ځینې ساعتونه او لحظې ټاکل شوي دي؛ تر څو وکولای شو خپل تږي زړونه د خپل رب درګاه کې د خالصانه عبادت په رڼو اوبو خړوب کړو او الهي تلپاتې رحمت پورې خپل روح وتړو.
رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلي دي: «إن أعظم الأيام عند الله تبارک و تعالی يوم النحر ثم يوم القر» سنن ابی داود (۲\۸۲)، صححه الالباني.
ژباړه: د الله تعالی په وړاندې تر ټولو ستره او غوره ورځ د قربانۍ ورځ (یوم النحر) ده او بیا هغه ورځ غوره ده چې یوم النحر پسې راځي؛ یعنې د اختر دویمه ورځ.
لوی اختر هغه ورځ ده چې د خوښۍ، سرور، عبادت او بندګۍ روح بښونکي موجونه له الهي لطف او مهربانۍ سره یو ځای کیږي،اختر پداسې وخت کې زمونږ په درشل راخي چې پدې ورځو کې زمونږ غمځپلي ولس د خپلو عزیزانو له لاسه ورکولو داغونه په زړه خوړلي دي، پدې شرایطو کې مونږ تر بل هر وخت زیات د الله تعالی په درګاه کې زارۍ او تضرع ته اړ یو.
مونږ پداسې حال کې په څېرو مو خندا او له زړونو وینې څاڅي نېکمرغه لوی اختر ته ښه راغلاست وایو او په عاجزۍ دعا کوو چې:
ای جبار او ای رحمان ذاته! زمونږ ملت د غفلت له خوبه راویښ کړه او د هغوي انساني شعور په حرکت راوله او په زړونو یې د رحمت او اخوت اوبه توی کړه.
مونږ پداسې حال کې د لوی اختر استقبال کوو چې له الله تعالی څخه غواړو تر څو دا اختر د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارک و ګرځوي او زړونو ته یې تلپاتې سرور او خوښي و بښي، د هغې ورځې په هیله چې د الله تعالی په مرسته د ټولیز امن او سولې په رڼا کې خپل اخترونه ولمانځو.