د بلونکی د خبرو ارزشت اواغیزی

د بلونکي د خبرو ارزښت او اغېزې/فضیله مروت د بشریت ستر لارښود او داعي (صلی الله علیه وسلم) ته الله ج داسې غږ او د خبرو کولو انداز ورکړی وو چې په غیر ارادي توګه ورته هم حواس او زړونه راوښتل، فکرونه ورته متوجه کېدل او ارادې ورته بدلېدې. داسې معقولې، واضیحه، سنجیده، له معنیو او مهربانیو ډکې، خوږې، او له هر ډول بې باکیو پاکې او سپېڅلې خبرې چې هیچا یې هم له اغېزو انکار نشو کولای، همغه وو چې اغېزې او ګټې یې په کم وخت په ځمکه څرګندې شوې. الله تعالی ج هم د خپلو مؤمنو بنده ګانو لپاره ښکلې، په زړه پورې او سمې خبرې کول خوښوي، نو پکار ده چې د رسول الله ص د لارې لارویان هم د تدبر او تفکر سره سم په داسې بڼه وغږېږي چې نور یې خوښ او ومني، تر څو شیطان ته د وسوسو او بدیو د جال غړولو موقع په لاس ور نشي، لکه څرنګه چې الله ج فرمایي: وَقُل لِّعِبَادِى يَقُولُوا الَّتِى هِىَ أَحْسَنُ ۚ إِنَّ الشَّيْطٰنَ يَنزَغُ بَيْنَهُمْ ۚ إِنَّ الشَّيْطٰنَ كَانَ لِلْإِنسٰنِ عَدُوًّا مُّبِينًا [سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : ۵۳] ژباړه: “او [اې محمده (ص)!] زما (مؤمنو) بندګانو ته ووايه چې (خلکو ته) هغه څه وایاست چې ډېر ښه وي. په اصل کې دا شيطان دى چې د انسانانو په منځ کې د فساد اچولو هڅه كوي. حقيقت دا دى چې شيطان د انسان ښكاره دښمن دى.” نو د یوه مؤمن او بلونکي خبرې باید داسې نه وي چې د مخاطیبینو د کرکې او غصې سبب وګرځي، ولو که مخاطیبین اهل کتاب او نا مسلمان اشخاص هم وي، بلکه هغوئ ته سم سیده او مناسبه خبره کوي. وَلَا تُجٰدِلُوٓا أَهْلَ الْكِتٰبِ إِلَّا بِالَّتِى هِىَ أَحْسَنُ إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ ۖ وَقُولُوٓا ءَامَنَّا بِالَّذِىٓ أُنزِلَ إِلَيْنَا وَأُنزِلَ إِلَيْكُمْ وَإِلٰهُنَا وَإِلٰهُكُمْ وٰحِدٌ وَنَحْنُ لَهُۥ مُسْلِمُون [سُوۡرَةُ العَنکبوت : ۴۶] َ ژباړه: “او له اهل كتابو سره بحث مه كوئ، خو په احسنه او غوره ډول، پرته له ظالمانو څخه يې، او هغو ته وواياست چي موږ پر هغه كتاب/وحیې باندي هم ايمان راوړي دى چې موږ ته را لېږل شوي دى او په هغه كتاب/وحیې باندې هم چې تاسې ته لېږل شوى ؤ، زموږ اله او ستاسو اله يو دى او موږ د هماغه(ج) مسلمانان (فرمان منونكي) يو.” له بل لوري که وګورو نو د الله تعالی لوري ته بلنه، دعوت او د خلکو (د هدایت لار ته راړول) ستره دنده ده چې په کمه حوصله، کمزورو ارادو او بې خونده الفاظو نشي ترسره کېدای، بلکه مناسبه او ښایسته لاره طریقه غواړي، الهي ارشادات په دې هکله داسې وایي: ادْعُ إِلٰى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ ۖ وَجٰدِلْهُم بِالَّتِى هِىَ أَحْسَنُ ۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِۦ ۖ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِين [سُوۡرَةُ النّحل : ۱۲۵] َ ژباړه: “[ای پېغمبره! (ص)] د خپل رب د لارې په لوري په حكمت او غوره نصيحت سره بلنه ورکړه، او له خلكو سره په داسې ډول مباحثه وکړه چې ډېره غوره وي، ستا پروردګار ډېر ښه پوهیږي چې څوك د هغه له لارې څخه اووښتى دى او څوك پر سمه لاره برابر دی.” د سمو او پر ځای خبرو سره هيڅکله د کرکې او بدنیتۍ خبرې یو شان کېدای نشي، دا د خبرو د طرز، اخلاقو او نېکو سلوکو اغېزې او پایلې دي چې د دښمنانو مو هم حالت بدلوي. وَلَا تَسْتَوِى الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ۚ ادْفَعْ بِالَّتِى هِىَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِى بَيْنَكَ وَبَيْنَهُۥ عَدٰوَةٌ كَأَنَّهُۥ وَلِىٌّ حَمِيمٌ [سُوۡرَةُ حٰمٓ السجدة/فُصّلَت : ۳۴] ژباړه: “او [اې پېغمبره (ص)!] نېکي او بدي يو شانته نه دي؛ ته د بدۍ مخنيوى په هغې نېکۍ سره وکړه چې هغه ډېره ښه وي، (ته به وګورې) چې ستا سره چې د چا دښمني لوېدلې وه، هغه دې لكه صميمي دوست ګرځېدلى دى.” دا رنګه په بل ځای کې الله ج فرمایي: ادْفَعْ بِالَّتِى هِىَ أَحْسَنُ السَّيِّئَةَ ۚ نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَصِفُون [سُوۡرَةُ المؤمنون : ۹۶] َ ژباړه: “[اې محمده (ص)!] د بدۍ مخنيوى په هغه توګه وکړه چې ډېره ښه وي، کومې خبرې چې هغوئ په تا پورې تړي، هغه موږ ته ښې څرګندې دي.” دا ډول په بل ځای کې هم الله ج داسې فرمایي: خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجٰهِلِين [سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : ۱۹۹] َ ژباړه: “[اې پېغمبره (ص)!] د نرمۍ او تېرېدنې لاره غوره کړه، د ښو چارو ښوونکی اوسه، او له ناپوهانو څخه مخ واړوه.” او که چېرته در باندې غصه او قهرجن جذبات او هیجانات غالب شي هم مه یې پرېږده چې شخصیت او سلوک دې راښکته کړي بلکه له شیطانه پنا غواړه. وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطٰنِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۚ إِنَّهُۥ سَمِيعٌ عَلِيم [سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : ۲۰۰] ٌ ژباړه: “كه كله دې شيطان ولمسوي/وسوسه درته واچوي، نو د الله ج څخه پناه وغواړه، هغه د هر څه اورېدونكى او په هر څه ښه پوهه دی.”

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا