کله چې ستر څښتن تعالی ددې نړۍ پنا کېدل وغواړي
کله چې ستر څښتن تعالی ددې نړۍ پنا کېدل وغواړي
فضیله مروت
کله چې ستر څښتن تعالی د دې نړۍ پنا کېدل او قیامت قایمول وغواړي، نو ځمکه، غرونه، لمر، سپوږمۍ او ستوري به په څه حال شي؟ ددې پوښتنې ځواب د الهي کلام څخه داسې موندلای شو. وَيَسْـَٔلُونَكَ عَنِ الْجِبَالِ فَقُلْ يَنسِفُهَا رَبِّى نَسْفًا [سُوۡرَةُ طٰه : ۱۰۵] ژباړه: دوئ ستا څخه پوښتنه كوي چې په هغه ورځ به دغه غرونه چيرته لاړ شي؟ – ورته ووايه چي زما پروردګار به هغه خاوري اِېرې کړي، وا به یې لوزوي. یعنې د غرونو کلک او جامد حالت او کیفیت به بدل او په بله بڼه به واوړي. دا رنګه په بل ځای کې فرمایي: يَوْمَ تَرْجُفُ الْأَرْضُ وَالْجِبَالُ وَكَانَتِ الْجِبَالُ كَثِيبًا مَّهِيلًا [سُوۡرَةُ المُزمّل : ۱۴] ژباړه: دا به هغه ورځ وي چي ځمکه او غرونه ولړزیږي او د غرونو حالت داسي شي لكه د شګو ډېرۍ چي خورېږي (خوځیږي). لمر د لمریز نظام مرکز دی چې له میلیونو کلونو راهسې خپل شاوخواته نوري او تودوخیزه انرژي ورکوي، ټول سیارات او ځمکه د لمر په چاپېر په ټاکلو مدارونو څرخېږي، په طبعي ډول سیارات او ځمکه لمر ته په ټاکلو واټنونو جذب او لمر هم و دوئ ته په ټاکلي واټن سره جذب دی. فزیک پوهان وایي د لمر د روښنایي له بدلون(سپین څخه ژېړ ته) څخه معلومېږي چې لمر مخ په زوال دی، لکه د تازه انګار رنګ چې ورو ورو له سپین څخه ژېړ او بلاخره ورباندې د ایرو یوه طبقه جوړه شي او د انګار نوموړې ټوټه را ونغاړي، شونې ده چې همداسې د لمر پر مخ هم یوه ایرو ډوله طبقه جوړه او لمر را ونغښتل شي. إِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَت [سُوۡرَةُ التّكوير : ۱] ْ ژباړه: كله چي لمر ونغښتل شي (روښنايي يې ولاړه شي)؛ کله چې د لمر ټوله تودوخېزه انرژي خپل ځانته متمرکزه شي له ستورو او سیاراتو سره به یې د منظمې جاذبې اړېکه هم له منځه ولاړه شي، په دې ترتیب به نو ستورې تیت، پرک او نا معلومو لوریو ته خپاره بلکه وشیندل شي. ورسره به یې مخکنۍ رڼا هم له لاسه ورکړي. وَإِذَا النُّجُومُ انكَدَرَت [سُوۡرَةُ التّكوير : ۲] ْ ژباړه: او كله چي ستوري تت خواره واره شي (بې نوره شي)؛ هلته چې د لمر ټوله تودوخېزه انرژي خپل ځانته متمرکزه او ورو ورو په سړېدو شي، شونې چې د انګار په څېر چاودنه ور پکې رامنځ ته شي، ټوټې به یې په نورو سیاراتو ور وغورزي، کېدای شي یوه ټوټه یې پر ځمکه هم را وغورزي، دلته به نو ځمکه هم د لمر د جابې له ساحې څخه د بهر کېدو او د لمر د یوې ټوټې د را غورزېدو په سبب د خپلې داخلې بې نظمۍ سره هم مخ شي، ځمکه به هم خپله جاذبوي ځانګړتیا له لاسه ورکړي، غرونه به نو نور نشي کولای پرې کلک پاتې شي بلکه د دوئ به هم جامدیت له منځه ولاړ شي او د شږو د ډېریو په څېر په ښوئیدو او خوزېدو به پیل وکړي. وَإِذَا الْجِبَالُ سُيِّرَت [سُوۡرَةُ التّكوير : ۳] ْ ژباړه: او كله چې غرونه وخوځول شي؛ کله چې د لمر یوه ټوټه پر ځمکه را وغورزېده، دا چې د لمر بهرنۍ د تودوخې درجه شپږ زره درجې د سانتي ګرید او داخلي د تودوخې درجه یې څوارلس میلیونه درجې د سانتي ګرید اټکل شوې ده، (له بل لوري ځمکه درې پر څلور برخه اوبه تشکیلوي،) نو شونې ده چې دغه ټوټه په سمندر کې را پرېوزي، اوبه په سل درجو د سانتي ګريد کې په بخار(هایدروجن او اکسیجن) بدلون مومي، هایدروجن هغه عنصر دی چې د اور اخستو وړتیا لري او اکسیجن د اور په بلېدو کې مرسته کوي، ځکه به نو د لمریزې ټوټې د لوړ حرارت په سبب سمدستي ټولې اوبه په هایدروجن او اکسجن تبدیل او اور به واخلي. وَإِذَا الْبِحَارُ سُجِّرَت [سُوۡرَةُ التّكوير : ۶] ْ ژباړه: او كله چې سمندرونه (لکه د اور په شان) لمبه کړل شي؛ دا خو د ځمکې ممکنه حالت دی، پورتنۍ طبقه به هم د موجوده نظم او ترتیب څخه بهر او په څه حالت به واوړي. إِذَا السَّمَآءُ انفَطَرَت[سُوۡرَةُ الانفِطار : ۱] ْ ژباړه: كله چي اسمان وچوي (څیرې شي)؛ هلته به ټول ستوري، سیارات او سماوي اجسام د الله تعالی د فیصلې سره سم خواره واره او هرې شاوخوا وشیندل شي. وَإِذَا الْكَوَاكِبُ انتَثَرَت[سُوۡرَةُ الانفِطار : ۲] ْ ژباړه: او كله چي ستوري خواره واره شي؛ هله به د الهي حکم د تطبیق مطابق کائنات په بله نړۍ تبدیل او انسانو ته د دنیوي اعمالو د پایلې د اعلان او د جزا او سزا د ورکړې لپاره صحنه تیاره شي. (والله اعلم (الله تعالی مو دې د هغه رضا، بریالیتوب، خوشالي او نیکمرغي په برخه کړي
کریمه : ازره وا