د قربانۍ اختر او د خلکو اقتصادي ستونزې!!
شریف الله غیرت/ اصلاح رسنیز ګروپ
اختر هغه خوږه کلمه ده چې په اورېدو یې لوی، واړه، غریب او خان د خوښۍ احساس کوي خو په خوار افغانستان کې سږ کال یوځل بیا د تېرو کلونو په شان، یوشمېر هیواد وال د اقتصادي ستونزو له امله د قربانۍ د نه کولو څخه اندېښنه لري او وایي چې د تېرو کلونو په پرتله د څارویو بیې دوه برابره لوړې شوې دي.
د کابل ښار په لویدیځ کې، “ګنج” د څارویو دپېر او پلور هغه ځای دی چې نن سبا په کې لاره نه کیږي، شتمن کسان د دچنو وهلو نه پرته څاروي اخلي اوځینې بې توانه خلک لکه نیازمحمد په ګنج کې ګرځې راګرځي ترڅو په مناسبه بیه څاروی د قرباني لپاره پيداکړي، نیازمحمد چې د کابل ښار د ارغندۍ د سېمې اوسېدونکی دی، کوچنۍ کوچنۍ سترګی اوسپېره مخ یې هر چاته دده دغریبۍ داستان اوروي، ورڅخه و مې پوښتل: څاروي د تېر کال په پرتله ارزانه شوي که ګران دي؟
نیاز محمد په داسې حال کې چې له خپل سر نه یې پټکی لرې کړ، په بې وېښتو سر یې لاس تېر کړ تر یوه ساړه اسویلي وروسته یې وویل: یاره د څارویو په ارزانه کېدو کې به درته دروغجن شم، دا څو ورځې سر په سر دې ګنج ته راځم وایم کې مې یو ارزانه څاروی د قرباني لپاره پیدا کړ، خو تر اوسه نه یم توانېدلی.
نوموړی زیاتوي: ” د څارویو قیمتونه زښت زیات لوړ شوي دي .
”
نیاز محمد په دې نظر دی چې تېر کال یې لوی اختر خورا په ښه توګه و لمانځه او په ډېره ښه بیه یې د قربانۍ لپاره څاروی اخیستی ؤ، خو دده په خبره، سږ کال هرڅه دې ټاکنو په سیند لاهو کړل.
نوموړی زیاتوي چې تر اوسه داسې اختر ورباندې ندی راغلی، چې قرباني یي نه وي کړې خو دا ځل ورته داسې ښکاري چې ددې قیمتۍ له وجې به له قرباني پاتې شي.
جاوید چې د کابل ښار د دیوان بیګي دسیمې اوسېدونکی دی، په داسې حال کې چې پسه يې د وزن د معلومولو لپاره پورته کولو، د څارویو د نرخونو په هکله مې ترې وپوښتل، هغه هم د نیاز محمد په شان شکایت درلود او ویې ویل: سږ کال د څارویو نرخونه د تېر کال په پرتله ډېر جګ شوي دي، هغه زاته کړه چې تېر کال یې په شپږ زره افغانۍ ډېر ښه څاروی پیدا کړی ؤ چې تقریبآ درې منه وخوت، خو سږ کال څاروي ډېر ډنګر او قیمتونه یې هم خورا لوړ شوي دي.
د کابل ښار د کمپنۍ په ګنج کې ډول ډول څاروي لکه غواګانې، غوایان، ګاومېښان، وزې او پسونه خرڅېږي، او د پلورونکو په وینا ډیري دغه څاروي د هیواد له لرې پرتو سیمو او یا له ګاونډیو هیوادونو راوړل کیږي.
شېرخان او احمدولي چې د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اوسېدونکي دي، لالهانده د څارویو په لټه پسې ګرځې، له هر پلورونکې د خوسکي د بیې پوښتنه کوي، خو دهغه دخبرو په اورېدو تروشه ټنډه تېرې تېر شي، شېرخان اصلاح رسنیز ګروپ ته وویل: راغلي یو تر څو یو خوسی واخلو خو دلته چې د مال د نرخونو پوښتنه کوو او دا لوړ قیمتونه چې ګورو سړی هک پک شي.
شېرخان زیاته کړه: تېر کال د څارویو نرخونه ډېر ښه وو هر چا په ډېره ښه بیه د قربانۍ لپاره مالونه واخیستل خو سږ کال خبره برعکس ده.
همدا راز احمد ولي وایې: تېر کال مو په ۲۰ زره افغانۍ باندې ډېر غټ خوسکی واخیست، سږ کال نه تنها د څارویو نرخونه دوه چنده شوي، بلکې څاروي هم په بدن ډېر خوار ښکارېږي، نوموړی زیاته وي: نن سبا چې د څارویو دغه قیمتي وینم خدای مه کړه ډېري هیواد وال به د قربانۍ له ثواب څخه بې برخې پاتې شي.
نصرت الله د کابل ښار د آب رسانۍ د سیمې اوسېدونکی دی وایې: سږ کال قیمتي دومره زیاته ده چې له خلکو یې ښادي هېره کړې ده او ګڼ شمېر هیوادوال د تېر کال په پرتله له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
نوموړی وایې: سږ کال نه یوازې د لوی اختر د قربانۍ څاروي قیمته شوي، بلکې آن د روژې د مبارکې میاشتې او وړوکې اختر را پدیخوا، قیمتي تر حده او اندازې زیاته شوې ده.
د نصرت الله په وینا واړه څاروي له ۹ زرو څخه شروع تر شلو زرو پورې پلورل کیږي چې ددې قیمت پوره کول غریب او بیچاره خلکو ته ډېره ستونزمنه خبره ده.
خو نوموړی بیا ددې پړه پر دولت اچوي او وایي: حکومت مکلف ده چې ددې قیمتي مخنیوی وکړي د هغه په وینا چې په نورو اسلامي هیوادونو کې دولت څاروي پلورونکو ته نرخ ورکوي او که چا دنرخ څخه سرغړونه وکړه نو قانوني چلند به ورسره کیږي، مګردده په خبره افغانستان کې بیا دا خبره نه شته.
مارزک چې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکی دی، سپین ږیری او بې کسه شخص معلومېږي، د څارویو د نرخ د معلومول تر څنګ به یې څاروي پلورونکې ته په ډېرې عاجزۍ مخ ور واړاوه او تر ږېرې به یې ونیو چې ورور ته دې بې انصافه خبره ونکړې، خو څاروي پلورونکې په داسې ورځو کې هر چاته د خان په سترګه ګوري.
مارزک وایې: د مال اخیستلو لپاره دلته راغلم، د څارویو نرخونه ډېر لوړ شوي تېرکال په ۵ زره افغانۍ باندې ډېر چاغ پسونه پيدا کېدل چې نږدې درې نیم منه غوښه یې کوله، خو اوسني پسونه ډېر ډنکر او ډېر قیمته دي چې د خوار او غریب به توان ورته ونه رسېږي، او دا یو ستر ظلم دی.
د کابل پوهنتون داقتصاد پوهنځي د آخري کال محصل او د کابل ښار د خیرخاني اوسېدونکی میرویس بیا وایې چې ټاکنو هیوادوالو ته ډېر اقتصادي زیانونه واړول. دده په وینا نن چې په هیواد کې د کومې قیمتۍ شاهدان یو دا ټول د ټاکنو برکت دی.
نوموړې وايي: تر ټاکنو وروسته وضعیت دومره خراب شو چې سوداګرو دې ته زړه نه ښه کاوه چې د هیوادوالو د ضرورت د پوره کولو لپاره څه را وارد کړي.
میرویس وایې: کارونه، غریبي، په تېرو شپږو میاشتو کې په ټپه ودرېدل، خلکو چې څه پیسې درلودې هغه په تېرېو څو میاشتو کې ورڅخه مصرف شوې، نو اوس ددې توان نلري چې د لوي اختر په قرباني کې ګډون وکړي.
حاجي تازه ګل کوچی چې د خوست ولایت اوسېدونکی او څاروي پلورونکی دی وایې چې زه دا منم چې سږ کال د څارویو بیې لوړې شوې دي او ددې اساسي لامل وچکالي او د مالونو د انتقال پر مهال د لارې مصرف دی.
حاجي تازه ګل اصلاح رسنیز ګروپ ته وویل: چې موږ په خپله مالونه په لوړه بیه اخلو نو ځکه یې بیرته په لوړه بیه خرڅوو.
ملوک د غزني ولایت اوسېدونکی اود کابل ښارد کمپنۍ په ګنج کې څاروي پلورونکی دی، نوموړی دلته د ۳۲ څارویو خاوند دی چې هر څاروي ته یې په سر کې خورا رنګارنګ جنډې ور ټومبلې او د ځینو څارویو یې آن سترګې لا ور توري کړي دي. نوموړی دڅارویو د بیو د لوړېدو لامل داسې وایي: د بیې د لوړیدو علت دا دی چې واښه ګران دي، وچکالي ده، یو من بوس پروسږکال څلوېښت افغانۍ ؤ، سږکال ۹۰ افغانیو ته ختلي دي.
ملوک همدارنګه وایي چې دلته د ګومبتو (غوجلو) کرایې هم جګې دي، مونږ څاروي له لرې ولایتو اواطرافو څخه راولو، د څارویو د انتقال مصارف، په هر پاټک کې حکومتي کسان ولاړ وي په یو او بل نامه پیسې راڅخه اخلي، دغه ټول مصارف دې چې د څارویو نرخونه یې لوړ کړي دي.
ملوک زیاتوي: موږ هم دومره بې انصافه نه یو لکه څنګه چې خلګ فکر کوي موږ له خپلو څارویو سره ډېره خواري او تکلفونه تېروو، پلاستیکان او جنډې مو ندي پرې خوړلي څاروي د زړه په وینو ساتو.
هغه د ګیلي په بڼه داهم وایي چې موږ د څارویو په تجارت کې نه یو میلونران شوي، څومره څاروی چې اخلو هغه ټول ژوندي نه پاته کیږي، مرګ ورپېښېږي، نو دغه ټولې ستونزې باید زموږ خلک هم په نظر کې ونیسي.
امید کوچی چې د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ اوسېدونکی دی د څارویو د نرخونو د لوړېدو په اړه داسې وایې: سږ کال د څارویو د قیمتي یو علت دا هم دی چې زموږ د وطن مال (څاروي) د تېر کال په پرتله کم شوی دی.
کوچی وایې: زموږ تجارانو صاحبانو ته دې خدای (جل جلاله) انصاف ورکړي، د خپل هیواد څاروي په ډېرې بې رحمۍ نورو هیوادونو لکه پاکستان، ایران، تاجکستان او نورو هیوادونو ته وړي او د یادو هیوادو زاړه څاروي په ارزانه بیه افغانستان ته را اړوي او په خلکو یې په ډېر لوړ قیمت پلوري.
ددعوت بوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد، احسان الله نظري، بیا د افغانستان د خلکو د اقتصادي ستونزو لامل سیاسي وضعیت بولې. د اقتصادي چارو دا کار پوه زیاتوي چې د دولت بودیجه تر ډېره حده په بهرنیو مرستو باندې ولاړه وه، کومې پروژې چې دلته په افغانستان کې پلې کېدلې هغه هم ټولې د بهرنیو کومکونو په اساس پلې کېدلې .
احسان الله نظري زیاتوي: کله چې سیاسي وضعیت په افغانستان کې داسې کړکېچن شو او د امنیتي قرارداد مسله مطرح شوه، نو اکثریت پروژې وتړل شوې، خلک بې کاره شول او دغه بې کاري ددې سبب کیږي چې دخلکو عاید کم شي او چې د خلکو عاید لږ شي نو غوښتنې هم ورسره کمېږي.
د اقتصادي چارو دا کارپوه پدې نظر دی چې په افغانستان د غوښتنې د کموالي ترڅنګ، د بې کارۍ دکچې لوړېدل اوانفلاسیون یا د قیمتونو لوړوالی هم رامینځ ته شوې. چې دې تولو د نرخونو پر لوړولو او دخلکو په غربت کې رول لوبولی دی.
بل خوا د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي وایې: چې نه یوازې د څارويو، بلکې د اختر په رارسیدو سره جامې، وچه او تازه میوه، تر دې چې د هرڅه او ټولو توکو بیې هم لوړي شوې دي چې ډير خلک یې د اخیستلو وس او توان نه لري. او دا اختر یې له خوښیو نه خالي کړی دی.