د وخت ارزښت

الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله… وخت د انسان ژوند دی، که وخت يې ضايع کړ، خپل ژوند يې ضايع کړ. وخت په منډه روان دی او بيرته راګرځول يې ناشوني دي. انسان يوازې د وروستۍ سلګۍ پر وخت دغه ارزښت درک کولی شي. همدا لامل دی چې د وخت په اړه خبره ځانګړی خوند لري.
۱- وخت د الله جل جلاله يو له هغو نعمتونو څخه دی چې په خپلو بنده ګانو يې لورولی. وَسَخَّرَ لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَائِبَيْنِ ۖ وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ (۳۳) وَآتَاكُمْ مِنْ كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ ۚ وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَتَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا ۗ إِنَّ الْإِنْسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ (۳۴) ابراهيم ((او هغه لمر او سپوږمۍ ستاسې له پاره مسخرکړل چې د قانون تابع چلېږي. او شپه او ورځ يې ستاسې له پاره مسخر کړل. او هغه ټول هغه څه تاسې ته دركړل چې تاسې وغوښتل. كه تاسې وغواړئ چې د الله نعمتونه وشميرئ؛ نو شمېرلى يې نه شئ. حقيقت دا دى چې انسان ډېر بې انصافه او ناشكره دى))
۲- الله جل جلاله په وخت او د وخت په بيلابيلو برخو قسم کړی: (والعصر- سورة العصر:۱ قسم دی په زمانې (يا د مازيګر په وخت)) وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَىٰ ﴿۱﴾ وَالنَّهَارِ إِذَا تَجَلَّىٰ (۲)- الليل ((قسم دی په شپه كله چې هغه خوره شي، او په ورځ كله چې هغه روڼه شي)) (والضّحی- سورة الضحی:۱ قسم دی په څاښت (رڼا ورځې)) (والفجر، الفجر:۱ قسم دی په سهار))
۳- له هغو څلورو پوښتنو څخه چې د قيامت په ورځ له انسان څخه کيږي، دوه يې د وخت په اړه دي: “لن تزول قدما عبد يوم القيامة حتی يسأل عن أربع خصال: عن عمره فيما أفناه، و عن شبابه فيما أبلاه…” رواه البزاز والطبرانی باسناد صحيح. د قيامت په ورځ به انسان تر هغه ګام پورته نه کړي تر څو چې ترې د څلورو خويونو په اړه پوښتنه نه وي شوي: او هغه دا چې ژوند يې په څه کې تير کړی؟ او ځواني يې په څه کې زړه کړې؟…
۴- د اسلامي شعائرو له پاره ټاکل شوي وختونه په خپله د وخت ارزښت په ډاګه کوي: د پنځو لمونځونو هر يوه له پاره جلا، جلا وخت دی، نه مخکې ترې روا دی، او نه (بې شرعي عذره) وروسته. همداراز روژه، زکات، حج او نور…

وخت د هر انسان د ژوند شتمني ده او هر هغه څوک چې وخت په وړیا ډول بې ‌ځایه تېر کړي؛ نو په حقیقت کې یې خپل ژوند تبا او برباد کړ نو په ښه وخت ساتنه ژوند له خیر او برکته ډکېږي او د انسان سرلوړۍ ته لاره جوړوي ځکه کولی شي هم یې دنیا آباده کړي او هم یې د آخرت لپاره ښه توښه برابره کړي.
امام ابن قیم رحمه الله داسې وايي: «د انسان حقیقي عمر همدا وخت دی». حضرت حسن بصري رحمه الله داسې وايي؛ «یَا ابْنَ آدَمَ، اِنَّمَا اَنْتَ اَیَّامُ مَجْمُوْعَةٍ، کُلَّمَا ذَهَبَ یَوْمٌ، ذَهَبَ بَعْضُکَ». اې د آدم زویه! ته د هغه ورځو ټولګه یې چې په خپل ژوند کې یې تېروې، کله چې یوه ورځ تېریږي ستا د عمر یوه برخه ورسره کمیږي.
ډېری انسانانو په دغه دنیا کې داسې ژوند کړی او ډېری داسې ترې رخصت شوي او له دې دنیا سره یې داسې مخه ښه کړې ده، چې فکر کېږي په دې دنیا کې یې ژوند نه دی کړی ځکه د وخت له ملغلرو څخه یې ګټه نه ده پورته کړې او په بې‌ پروایۍ کې یې ژوند تېر کړی دی، او نه یې داسې څه له ځانه په میراث پرېښي دي چې د تاریخ په پاڼو کې یې نوم پرې ثبت شي.
اوس هم ډېر ژوندي کسان په ځمکه داسې ژوند کوي چې یوازې خوري، څښي او ویده کیږي؛ خو د دین او دنیا لپاره داسې کړنه نه ترې لیدل کېږي او داسې نېک قدم نه اخلي او نه داسې مثبت فکر د خپل ځان او یا نورو لپاره لري چې داسې فکر کېږي چې دوی ژوندي نه دي او داسې مړي دي چې په نامعلوم لوري د ځمکې پرمخ خوځښت کوي.
داسې انسانان هم شته چې عمر یې سراسر له خیر او ګټې څخه ډک دی په پیړیو او کلونو مخکې یې ژوند کړی دی او له دې فاني نړۍ څخه مخکې تللي او د سفر بستره یې تړلې ده خو نن داسې فکر کېږي چې دوی ژوندي دي ځکه نوم او کړنې یې هر ځای پاتې او په پراخه کچه تر هر چا رسېدلې دي او انسانان د هغه څخه خپل ځان خړوبه کوي.
یو له علماؤ څخه داسې وایي: «کله چې یوه دقیقه له لاسه ورکړم نو یو ساعت هم له لاسه ورکوم، او که چېرې یو ساعت له لاسه ورکړم او بې‌ځایه یې مصرف کړم یوه ورځ هم له لاسه ورکوم، او که چېرې یوه ورځ له لاسه ورکړم نو ټول ژوند مې له لاسه ورکړی دی».

د پینځمې پېړۍ مشهور عالم علامه سلیم رازي (رحمه الله) وه.
کله بې یې، چې لیکل کول او قلم به یې له کاره ولویده؛ نو په بیا جوړولو کې به یې د الله په ذکر پیل وکړ، دا ځکه چې تر څو یې وخت یوازې د قلم په تراشلو کې ضایع نشي.

د نړۍ ستر تاریخ لیکونکی علامه خطیب بغدادي(رحمه الله) وه.
کله به چې هغه په لاره روان وو؛ نو په دې وخت کې به یې هم مطالعه کوله، دا ځکه چې تر څو یې د تګ او راتګ وخت یوازې په تللو ضایع نشي.
د دی څخه معلوم شو چې وخت د انسان په ژوند کې دیر زیات ارزښت لري نو کامیاب انسان هغه دی چې خپل وخت څخه زیاته ګټه واخلی.

✍?صفيه”صافى”

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا