برنامه ریزی مفهوم او ارزښت ي د دعوتګر په ژوند کی

پاکی د هغه ذات لره چی نړۍ ي د يوی منظمی برنامی په اساس پیدا کړه.
د يو منظم برنامی یا پلان درلودل د يو با مسئوله او با هدفه انسان په ژوند کی ډیر ارزښت لری. ځکه پرته له منظم پلان د هدف لاس ته راودل ناشونی دي.
که څوک وغواړی د برنامه ریزۍ په ارزښت ځان پوه کړي د طبیعت او چاپیریال په لور دی يو نظر واچوی. د نړۍ د کارخانی ټول نظام چی په کومه توګه روان دی چی يوه زره هم مخکی او وروسته او د خپلی اندازی څخه کم او ډیريږی نه. سیاری په خپل مدار کی روانی دی له کومی ورځی څخه چی منځ ته راغلی. د شپی او ورځی تګ راتګ د فصلونو بدلیدل د کالونو تیریدل، د باد او باران وریدل، د نباتاتو را شنه کیدل، د مور په غيټه کی د انسان لویدل او بیا په هم توګه د یو انسان څخه د تمدن منځ ته راتلل او بیا هغی تمدن د اسبابو برابریدل. دا ټولی نښی په دی دلالت کوی چی جوړونکی ي د يو قوی او منظمه پلان لرونکی دی.
انسان که غواړی په برنامه ریزی پوه شی خپل بدن ته دی نظر وکړی چی په کومه توګه د هغی د بدن اعضاء کار کوی او چی يوه عضوه ي هم د ټاکل شوی اندازی نه کم یا زیات شي له کاره ولیږی.
دا خو وو د برنامه ریزی بیلګی چی په طبیعت کی موجوده دی چی عام انسانان که مسلمان وی که کافر درک کولی ي شي. اوس به راشو هغه بیلګو ته چی قران کریم کی ي ذکر راغلی دی:
الله جل جلاله په سورة ملک کی فرمای؛ ترجمه: الله هغه ذات دی چی آسمان ي ٧ طبقی پیدا کړل. د الله په خلقت کی به هيڅ کوږوالی ونه وینی. پس وګزوه ته (ای بنده) خپلی سترګی (د الله جل جلاله د خلقت په) آیا ته پکی کوږوالی وینی.
او په بل ځای کی فرمای: او د هغی سره هر شی په اندازه دی.
دا او داسی نور آیتونه په دی دلالت کوی چی داسی يو منظم نظام ي جوړ کړی چی د زری په اندازه هم پکی کوږ والی نشته . او هر څه ورسره په اندازه دي او په اندازه ي نازلوی نه تری زیات او نه تری کم.
الله جل جلاله ځمکه او آسمان په ٧ ورځو کی پیدا کړل هغه قادره ذات دی چی په یوه ثانیه کی ي د کن کلمی په واسطه ي پیدا کړی وای خو الله جل جلاله د برنامی په اساس په ٧ ورځو کی پیدا کړل ترسو بندګانو ته په کار کی د اتقان او د کار شروع کولو نه مخکی د برنامی د درلودلو ارزښت ور په ګوته کړي.
يو بله بیلګه ي د الله جل جلاله د سلطنت امور ملایکو ته سپارل دی چی د هر کار لپاره لکه د بندګانو اعمال ثبت کول د هغی وړل رلوړل، د ارزاقو تقسیم د بندګانو په منځ کی، بنده ګلنو د ښی او بدی لار اسباب برابرول، د انسانانو ارواح اخستل او د امور سلطنت مربوط هر کار لپاره یوه مقرره ملایکه ده. دا په دی معنی نه ده چی الله دوی ته عیاذ باالله اړ دی بلکی دا د پلان ګزاری باندی دلالت کوی.
او تر ټولو لویه بیلګه ي د مخلوقاتو پیدا کولو نه مخکی د هر څه په لوح محفوظ کی لیکل.
همدا شان د رسول الله علیه سلام ټول ژوند کی موږ ته تنظیم او د برنامی ارزښت راپه ګوته کوی. لکه د هجرت کولو لپاره رسول الله علیه سلام څومره منظمه او قوی پلان نیولی وو چی څوک ونه توانیدل چی مخه ي ونیسي. همدا شان په مدینه کی د اسلامی زږریاست منځ ته راتګ هم د یوه پلان دلودلو نتیجه وه.
انسان باید د ژوند په هر پړاو کی برنامه ولری ترسو ټاکل شوی هدف ته ورسیږی خلاصه دا چی د برنامی درلودل د انسان لپاره د هدف ته رسیدلو لاری آسانه وی.
د برنامی نه درلودلو په اړه انتوان دوسنت اګزوپری وای: چی یو هدف پرته له برنامی صرف یو خوب دی.
او خلک وای چی څوک چی برنامه ونه لری د خلکو د برنامی جزء ګرځی یعنی خلک تری بیا د خپلو برنامو کی کار اخلي:
د بی برنامه ګۍ اسباب:
١: ټاکلی هدف نه درلودل.
٢: انګیزی نه دلودل.
٣: د پلان په جوړولو کی د افراط او تفریط نه کار اخستل یعنی داسی پلان جوړول چی ساحه ي ديره تنګه وی.
د پلان په جوړولو کی کمکی ټکی:
١: متعهده اوسیدل: یعنی دا چی ځان سره برنامی باندی عمل کولو تعهد.
٢: د خوب منظمول.
٣: د خپل پرمختګ او د شاته د تګ اسباب لیکل.
٣: روزانه د ورزش او تفریح برنامه درلودل‌.
٤: نورو سره مشورت کول چی سنګه و توانیدل چی د منظمی برنامی درلودلو په صورت کی خپلو اهدافو ته ورسیدل.
٥: سهار وخته پاسیدل: هوښیاران وای څوک چی غواړی چی لوی کارونه وکړی باید سهر خیزه اوسی.
٦: د اولویاتو په نظر کی نیول: چی د دعوتګر لپاره دا تر ټولو مهم ټکی دی هغه دعوتګر چی په خپله برنامه کی ي دا ټکی په نظر کی ونیو هغه کامیابه دی.
٧: د فرصتونو څخه استفاده: که موږ د فرصتونو څخه استفاده ونه کړو نور خلک به ي تری وکړی..

د برنامه ریزۍ اهمیت په ژوند کی:
١: د سر درګمۍ څخه نجات: مطلب که څوک منظمه پلان ولری په حیرانه او سر درګمه به نه وی.

٢: د محدودیاتو او موانعو پیژندل: مطلب داچی انسان ته د خپل هدف د رسیدلو لاری او خنډونه واضحه کیږی.
٣: د مسیر واضحه کیدل.
٤: د خپلو خطاګانو پیژندل.
٥: د هدفمنده ژوند درلودل.
٦: په ژوند کی د نظم او هماهنګۍ درلودل.
٧: په کارونو باندی تمرکز درلودل.
٨: د قوی ارادی درلودل.
٩: د اسټرس کمیدل.

د دعوتګر په ژوند کی د برنامه ریزی اهمیت:
لکه څنګه چی موږ ولوستل چی برنامه ریزی او د پلان درلودل د هر انسان په ژوند کی مهم دی. نو د دعوتګر په ژوند کی خو تر ټولو مهم دی. ځکه چی اسلام د نظم او تنظیم دین دی او راغلی هم د خلکو د ژوند معاملاتو نظم لپاره راغلی دی.
د اسلام ناکامیدل په دی وجه نه دی چی افراد او اهل فن کم دی بلکی مسله دا ده چی منظمه پلان او برنامه نه درلودل دی. د دشمن حمله د برنامی په اساس او همه شموله دی خو متأسفانه مسلمانان له دی څخه غافله دي.
د دعوتګر په ژوند کی لومړی ځانګړتیا دا ده چی د پلان کار د مشورت په اساس وی او مشوری په اساس کارونه د خطا نه خو مصونه نه خو البته خطا ګانو کچه پکی کنه وی.
٢: فکری انحراف سره نه مخ کیږی.
٣: او کارونو يه ډیر په تیزۍ مخی ته ځی.
الله رب العالمین دی موږ د دعوت په میدان کی د منظم پلان او برنامی جوړولو توفیق راکړی ترسو ټاکل شوی هدف چی د اسلام حاکمیت دی ورسیږو.
آمین یا رب

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا