دښوونکي مقام او ارزښت
لنډیز:
چې د نورو نیکخواهي لرې په زړه کې
مبارک شه پاچاهي لرې په زړه کې
په نړۍ کې اکثره علمأ په دې هڅه کې دي چې ډېری کتابونه د انسانانو پوهې او علم د انتقال لپاره وليکي، دغه لړۍ تر دا مهاله ډېره مفیده او ګټوره ده.
خو الله تعلَی په خپل خلقت کې انسانان سره یو شان ندي پیدا کړي د چا قد ټيټ، د چا اوچت، څوک خوار او څوک چاغ، څوک د زیاتې پوهې لرونکی او څوک کم، څوک دهکان او څو نجار ……
او په همدې ترتیب معاصرې ښوونې او روزنې هم د ښوونکو (معلمینو) لپاره چې کومې ځانګړنې مفیدې او مهمې ګڼلي، څینې ښوونکي یې لري او ځینې نه!
دا چې د ښوونکو(معلمینو) لپاره لازمه ده چې یو ښوونکی دی خپل بیرونی جوړښت جوړ او محیط دې د علم د انتقال لپاره تیار کړي ، شاید دغه امکانات او واک ونلري ، نو موږ یې ګرم نشو ګڼلای!
خو ځینې مسایل شته چې د یو لارښود لپاره اهم دی.
لکه د موضوع لپاره امادګي لرل(په موضوع حاکمیت)، د یو ښه ښونکي رویه باید نارمل او ښه وي، په خپل وخت درسي ساعت ته حاضرېدل، په خپله وظیفه کې باید د عدل او انصاف نه برخورداره وي…..
معلم د ټولنې یو ښه تغیر ورکوونکی انځور ګر دی.
معلم دی چې يوه ټولنه د سواد په جامه برابروي، معلم دی چې د حیوان او انسان ترمنځ توپیر روښانه کوي، معلم دی چې د شمعې په شان ځان سوزوي خو بل ته رڼا ورکوي، معلم دی چې انسان د ولسمشرۍ تر کچې رسوي، معلم دی چې په انسان کې د اسلام پالنې او وطن پالنې حس را ژوندی کوي ، معلم دی چې شاګرد د خپلې خاورې د تمامیت او ګټو لپاره هڅوي.
دښوونکی مقام:
ښوونکی د ټولنې مانیزه پانګه او شتمني ده،ښوونکی د ټولنې سر او سترګې دی، ښوونکی د ټولنې هغه روښانه ډیوه ده چې په رڼا یې یې خپله لاره او لوری سمولی شو. ځکه همدغه ښوونکی دی چې ما او تا د ژوند پّ راز او مانا پوهوي. د ژوند لارې او لوري راښيي، له ځانځاني او ناندریو مو ګډ او سوله یز ژوند ته رابولي. اخلاقي روزنه راکوي . د ښېګڼوپه ګټو او د بدګڼو په پایلو او زیانونو مو پوهوي او بله دا چې همدغه ښوونکی دی چې ټولنې ته لوستي ، پوه، تکړه، په انساني او اخلاقي ګاڼه سنبال او روڼ اندي کدرونه روزي. اوپه بېلابېلو څانګو کې د دغو روزل شویو کدرونود هڅو او زیار له برکته یو هېواد او ټولنه له ټولنیز، مالي، سیاسي ، اخلاقي او هر اړخیز پلوه غوړېږي او وده کوي. ځکه دغه با درده او با احساسه لوستي یواځې د ځان نه بلکې د ټولو په اړه فکر کوي او تل په دې هڅه کې وي چې خپلو وګړو ته د اړتیا وړ توکي برابر کړي ، د سوکاله او ارام ژوند څښتنان یې کړي او لنډه دا چې د سیالانو سیال کوي يې.لکه ستر صوفي عبدالرحمن بابا چې فرمایي:
د دلبرو صدقې لره یې غواړم
هسې نه چې په دولت پسې زهیر یم
خو که خدای مه کړه ښوونکي نه وای او یا نه وي نو باور وکړئ چې ځانځاني خپله خواري به وي، نور لا څه چې مور به د ځوی او زوی به د پلار په کیسه کې نه وو. لکه چڼچڼې او یا نور الوتونکي چې د خپلو پښو او الوتلو کېدلی نو هر یو به الوتلی او په خپله مخه تللی. د مور او پلار حقوق به نه وای او نه به میندو او پلرونو د خپلو اولادونو د پالنې مسولیت خپله دنده ګڼله. او له دې سربېره به نورې ګڼې ستونزې راپېښې وې.
هو ځکه چې د ژوند موخه او مخه به مو نه پېژندل، د جهل او ناپوهي په تاریکیو کې به سرګردانه وو. خپله لار او لوری به راڅخه ورک وو . د ژوند له راز او د نورو له نیاز څخه به بې خبره وو او لنډه دا چې د دښتو د بوټوپه څېر به زېږېدو، لویېدو او پنا کېدو. نه به د ځان په خیر او ګټه وو، نه د نورو او نه به هم د خیر او ښېګڼې په ګټو او ارزښت پوهېدو.
نو دې ټولو ته په پام سره ویلی شوچې ښوونکی د یوې ټولنې لارښود دی. او د اسلام د ستر لارښود حضرت سرور کاینات د خولې مبارکې ملغلره ده چې :
”ستاسو پلرونه درې دي. یو هغه چې تاسو ترې زېږېدلي یئ او پالنه مو کوي، دوهم هغه چې ستاسو روزنه کوي چې موخه ورڅخه ښوونکی دی او دریم هغه چې تاسو ته یې لور درکړې او په دې درې واړو کې تر ټولو غوره هغه دی چې ستاسو روزنه کوي.“ نو د انحضرت ص د همدغې مبارکې وینا له مخې ښوونکی معنوي پلار دی. او ځنګه چې حقیقي پلار په تاسو د درناوي حق لري همداسې ښوونکی هم دی . البته یواځې په زده کوونکو نه بلکې د ټولنې ټول وګړي ښايي د ښوونکي مقام ته درناوی ولري.ځکه له دغې مانیزې شتمني څخه هغه مهال ښه او اغېزمنه ګټه اخیستلی شئ چې ښه ساتنه او پالنه یې وکړئ. نو د دې لپاره چې له خپلې پوهې او علم څخه سمه، مناسبه او پر ځای ګټه وکړئ نو د خپلو ښوونکو درناوی کله هم مه هېروئ.
په دې چې وايي یوه ورځ امام اعظم صاحب (رح) په يو مجلس کې ناست ؤ، يو کمی هلک هغه مجلس ته ورغی امام اعظم صاحب (رح) د هغه هلک د درناوي لپاره ور پورته شو او دهغه مخې ته ورغی . چاپوښتنه ځینې وکړه چې امام صاحب (رح) ! دا خو تر تا کشری دی نو څنګه ددې هلک مخې ته ور ولاړشوې او ورغلې ؟ امام اعظم صاحب (رح) وويل : دازما د استاد ز وی دی . يو وخت مې د ده دپلارڅخه يوه مسئله زده کړې وه، که زه د اُستاد تعظيم ونه کړم نو څنګه به خپل علم څخه ګټه واخلم.
باور وکړئ چې همداسې ده . ځکه تعلیم او زده کړه یواځې دا نه ده چې لیک او لوست وکولی شې بلکې د زده کړې ا و تعلیم له موخو څخه یوه ارزښتناکه موخه د یو چا په کړو وړو کې د ټولو د پام وړ بدلون راوستل دي او د ښوونکي په ګډون د ټولو درناوی او له هر چا سره سم چلند همدغه ګټور او د نورو د پام وړ بدلون دی چې اغېزمنه ښوونه او زده کړه یې راوړل غواړي.
ښوونکی هغې روښانه ډیوې ته ورته دی چې د نورو د روڼولو سوځېږي، دودیږي او خپل ځان او ژوند ورته نذرانه کوي. نو ښوونکی په دې هم د زیات پام او درناوي وړ دی چې هغه خپل ټول عمر د ټولنې کمکیانو او د تنکیو او ګلالیو ماشومانوروزنې ته ځانګړی کړی.
دا یوه ډېره تکراري او کلیشه یي جمله ده او ښايي ډېر ځله مو اورېدلې هم وي چې وايي: ماشومان ګلونه دي .
نو د همدغې کلیشې له مخې ښوونکی د ګلونو له بڼوال سره هم ورته ګڼلی شو. په دې چې ګلونه که د بڼ، غرونو او رغونو او کور د انګړ ښکلا دي نو ماشومان هم د کور، تولنې او هېواد د نن او سبا ښکلا اود راتلونکي لویان او واکمنان دي. چې ګلونه د بڼوال د سمې پالنې او پاملرنې له برکته رنګ، ښکلا او وږمې خوروي. او دېته ورته د ښوونکي د روزنې او پالنې له برکته د کوچنیانو راتلونکی رنګونه او ښکلا راوړي .
خو که کوم بڼوال د خپلو ګلونو
خو که کوم بڼوال د خپلو ګلونو سمه پالنه و نه کړي، واښه او زیاتیګړي بوټي ور څخه لیرې نه کړي . نو ښکاره ده چې نه به د ګلونو رنګ وویني او نه به یې وږمې بوی کړي.ځکه چې ګلونه به په وښو او زیاتیګړوبوټو کې ورک شي او په هغو کې به داسې اغزن بوټي هم وده وکړي چې په خپله د بڼوال د پښو اغزي به شي.
نو که خدای مه کړه ښوونکی هم د زده کوونکو په زده کړه او روزنه کې ناپامي وکړي نو دا ومنه چې دغه ماشومان به د راتلونکي او سبا ورځې د ګلونو پرځای په اغزیو بدل شي . په داسې اغزیو چې د مورو پلار، کورنۍ، ټبر، سیمې ، ټولنې او په لویه کې د ټولې نړۍ لپاره به یو لوی سرخوږی وي.
خوپام وي لکه څنګه چې بڼوال د ګلونو د سمې روزنې او پالنې لپاره ځینو اړینو امکاناتو ته اړتیا لري او له هغو پرته خپله دنده چې د ګلونو ساتنه او پالنه ده په ښه توګه نشي کولی نو همداسې ښوونکی هم خپلې اړتیاوې لري. ځکه ښوونکی هم زما ، ستا او نورو په څېر انسان دی . کور لري، مړی ژوندی لري ، ښه او بد لري. مېرمن او اولادونه لري. او د دې ټولو لپاره نوموړی هغه څه ته اړتیا لري چې زه او ته یې ورته لرو او همغه څه یې خوښېږي چې زه او ته یې خوښوو.
د بېلګې په ډول هر څوک هیله لري چې په خپله، اولادونه او کورنۍ یې ښه، ارام او سوکاله ژوند ولري. مالي اړتیاوې یې پوره شي. اولادونه یې ښې جامې واغوندې او ښه خواړه وخوري. په دې ډول زما او ستا ښوونکی هم د خپلو ، اولادونواو کورنۍ لپاره دغه ډول هیلې لري.
نود دې لپاره چې د اسلام د ستر لارښود پر دغې وینا مو عمل کړی وي چې:
”تر هغې پورې بشپړ مومنان نشئ کېدلی څو هغه څه چې د ځان لپاره خوښوئ نورو ته هم خوښ کړئ .“
نو د لوی څښتن د نازولي او خپل لارښود د همدغې لارښوو به له ښوونکو څخه د ښه او اغېزمن کار د ترسره کولو هیله نه یواځې بې ځایه وي بلکې د حضرت سرورکاینات صلی الله علیه و اله وسلم له پورتنۍ وینا به مو سرغړونه کړې وي. چې دا له اسلامي، انساني او اخلاقي پلوه هم سم کار نه دی.
نو د هېواد د یوه لوستي وګړي په توګه مې ټولو دولتي او اړوندو چارواکو ته همدا وړاندیز دی چې د ښوونکو د ستونزو اواري او د اړتیاو پوره کولو ته پام وکړي .
دا چې معلم د ټولنې شمع ده، ضروري ده چې د رڼا نه یې استفاده وکړو.
حقيقت دادی چې ښوونکی (معلم) د ټولنې د افرادو څخه يوفرد دی ، د معلم په زيار او کوښښ باندې په ټولنه کې دعدل مساوات او ورورګلوۍ فضاء مينځ ته راځي او هر ډول تعصب تربګني له مينځه ځي ، دجهل او ناپوهۍ پرځاي پوهه دتور تم ځای رڼا نيسي او بالاخره د معلم د زياتو هڅو په نتيجه کې يوه سالمه او مترقي ټولنه تشکليږي.
که چېر ته موږ معلم د علم د رڼا نه استفاده ونکړو ، نو د برتریت نه د بربریت په طرف به روان شو.
یو اثر کې داسې راغلي چې حکيم الامة أبو الدرداء رضي الله عنه فرمايي:
كن عالماً أو متعلماً أو مستمعاً أو محباً ولا تكن الخامس فتهلك
یانې یا ښوونکی شه، او یا زده کوونکی، یا اورېدونکی شه، او یا ورسره محبت کوونکی شه، نو پنځم مه جوړیږه چې هلاک به شې.
د پورته اثر نه مطلب دا دی چې که پخپله معلم او عالم جوړېدلای نشې ، نو څه خو ترې زده کړه، خبرو ته یې غوږ کیږده او که دا هم نشې کولای نو مینه او محبت خو ورسره ولره، خو کینه او بغض ور سره مه ساته، ځکه چې معلمینو او د عالمانو دوښمنان جاهلان دي.
الله ج فرمایي:
« يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ…»
[سوره مجادله؛ آيه ۱۱].
ژباړه:
الله تعالی ستاسو څخه د مؤمنانو درجې لوړوي او د علم د خاوندانو.
هو معلم د ټولنې د افتخاراتو او اختراعاتو د پرمختګ سمبول دی او یي به .
د اسلام په سپیڅلي دين کې د معلم مقام او مرتبه ډيره اوچته ده
ځکه چې حضرت محمد مصطفَی پخپله د يو ښوونکي(معلم) په صفت دنيا ته راستلول شويدی.
د استاد ګلسیری شینواري صاحب یو دوه بیته ښوونکي ته زما لخوا ډالۍ!
ګورئ څـه عجب مقـام دی د معلم
هـر بـیــان نــــوی الـهــــام دی د معلـــم
درناوی د مور و پلار او دوطن کړئ
ټول بشر ته رسیدلی دا پیغام دی دمعلم
منابع:
۱-قران
۲-صحیح بخاری
۳-رسمونه او رواجونه ،پښتو ادبی تاریخ ،امان الله زازی
۴-درحمان بابا دیوان
۵- دپښتنو تاریخ ،احمد اوریاخیل