صبر

بسم الله الرحمن الرحيم

صبر

صبر په لغت کی بندولو ته وايي.

او په شرعی اصطلاح کی د نفس بندولو ته وايي په داسې خصلت باندې چی نفس يي نه خوښوی.

د صبر اقسام:

۱: صبر علی الطاعة: يعنی په هغه کارونو باندې چې بنده د شرعې له خوا د هغې په سرته رسولو باندی مکلف ګرځولی شوی دی که د هغه کار په کولو کی ده ته کومه ستونزه وی په هغی باندی صبر وکړی.

۲: صبر علی المعصية: يعنی له هغه کارونو څخه چی بنده ورڅخه په شرعه کی منع شوی وي له هغو څخه ځان وساتي اګر که دده نفس هغه کار خوښوي.

۳: صبر علی المصيبة: دا د هغه صبر څخه عبارت دی چی کله يو مومن بنده ته په مالي يا ځاني لحاظ کوم نقصان رسيږی په هغه باندی صبر وکړي او ووايي چی دغه مصيبت ماته په تقدير کی ليکل شوی ؤ که ما هر څومره ځان ورڅخه ژغورلای واي څه لاس ته نه راتلل په يو حديث چی مفهوم يي دا دی: خوشحالی ده د مؤمن لپاره که ورته خير ورسيږی شکر يي اداء کړی نو دا ده ته لپاره خيروی.

او که چيرته ورته ضرر ورسيږی نو پری صبر وکړی نو دا هم ورته خير دی ځکه اجریې په برخه کيږی.

له همدی کبله ځينی علماوو صبر نيم ايمان ګڼلی چی بله برخه يي شکر دی.

نو مسلمانانو ته پکار ده چی د صبر له دری واړو ډولونو څخه ځان برخمن کړی.

په خاصه توګه زمونږه خويندی چی په صبر علی المصيبة کی ډيری نيمګړتياوی لری مثلا:که کوم نژدی خپلوان يي مړ شو نو نو ډيره واويلا کوی، ژاړی په اوچت اواز ستاينی کوی، مخونه وهی حتی ويښتان شلوی چه ددی ټولو کارونو څخه منعه راغلی د يو حديث مفهوم دی چی نبی عليه السلام فرمايلی دی هغه څوک له مونږه څخه ندی چی مخونه وهی (په مصيبت کی)ګريوانونه څيروی او د جاهليت د دور په شان اوازونه اوچتوی.

يو عالم وايي((بالصبر واليقين تنال لامامة فی الدين))

ژباړه:په صبر او يقين سره په دین کی امامة موندل کيږی انبياء عليهم السلام ددی خصلت غوره بيلګی دی.

د حضرت ابو ايوب عليه السلام صبر ته وګوری چی څومره تکليفونه نه پری راغلل مرض پری راغی ۱۴ اولادونه يی وفات شول مال يي له منځه لاړه خو دده صبر ته وګوری چې خپلې میرمنې ته وايي چی ۸۰ کاله می په راحت کی تير کړل پريږده چی ۸۰ کاله په مصیبت کی تير کړم.

همدا رنګه د يوسف عليه السلام صبر ته وګوری چی کله يي وروڼ کوهی ته وغورځاوه صبر يي وکړ او دا يي لا څه چی بنديخانه يي غوره وګڼله له هغه کار څخه چی ((امراة العزيز)) يعنی د پاچا ښځي ورڅخه غوښته او په بندی خانه کی يي تر هغی صبر وکړ تر څو يي جرات او سپیڅلتيا پاچا ته لکه لمر غوندی روښانه شوه.

همدارنګه محمد صلی الله علیه و سلم ته ددين ددعوت په خورولو دير تکليفونه او کړاؤنه ورسيدل خو صبر يي پری وکړ.

نو مونږ ته هم پکار ده چی مخکی انبياء او خصوصا خپل پيغمبر صلی الله عليه وسلم د خپل ژوند لپاره بيلګه او نمونه وګرځووو.

ژباړه: ماريه

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا