د شوال د روژې فضیلت
ژباړونکی : خالده شفیق
سرچینه : مکتبة الصید الفواید
دا موضوع ژباړل شوې ده د لږ تصریف سره
الحمد لله المتفضِّل بالنِّعم، وكاشف الضرَّاء والنِّقم، والصلاة والسلام على النبي الأمين، وآله وأصحابه أنصار الدين. وبعد:
مسلمانې خورې !
پدې که شک نه شته چې د مسلمان نه په عباداتو کې مداومت او د نفس تزکیه د تل لپاره مطلوب بلل كيږي.
د نفس د تزکیې لامله په یو مسلمان عبادات او طاعات فرض شوي دي ، تر کومه چې بنده د طاعاتواو عباداتو نه کار واخلی په هماغه تناسب به وشي کولای چی خپل نفس هم تزکیه کرې او بر عکس تر کومه چې د خپل نفس په تزکیه کې تفریط کوي نو په هماغه تناسب به د خپل نفس د تزکې نه لرې پاتې کیږي .
ځکه خو اهل طاعات د تل لپاره نرم زړونه لري او اهل معاصي د غلیظه زړونو خاوندان او فاسد ترینه خلک وي.
روژه یو د هغه عباداتو نه شمیریل کیږي چې زړونه د ناپاکیو څخه صفا کوي ، د مرضونو نه ورته شفا ورکوي ….. ځکه خو روژې میاشت نفس ته د مراجعې او د زړونو د صفا کولو یو ډیر ښه موسم بلل کیږي .
او دا هغه عظیمه فایده ده چې روژه دار یې اخلي او د روژی مبارکه میاشت نه د یو نوي زره او نوي حالت سره راوځي .
د روژی مبارکې میاشت نه وروسته د شوال شپږ ورزې روژې یو ډیر قیمتي فرصت بلل کیګي .
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت دغې روژو نیولو ته ډ یرهڅوي او په دې اړه داسې فرمایي : “{من صام رمضان ثم أتبعه ستاً من شوال كان كصيام الدهر} [رواه مسلم وغيره].
ترجمه : چا چې د روژې مبارکه میاشت روژه ونیوله او د هغې نه یې وروسته د شوال شپږ ورځې ونیولی نو دا لکه د ټول عمر د رژوې په شان دې .
د امام نووی رحمه الله په وینا چې علمای کرام په دې اړه داسې فرمایي: د رمضان نه ورورسته د شوال شپږ ورځې روژو فضیلت د ټول عمر د روژې په شان دې او هغه داسې چې یونیکي لس چنده اجر لري نو د روژې میاشت لکه لس میاشتې او ورورسته بیا شوال لکه دوه میاشتو په شان اجر لري.
حافظ ابن رجب د ابن مبارک څخه را نقلوي: د شوال روژې په فضیلت کې د فرض روژو په شان دي نو که څوک د شوال روژې ونیسي ددې اجر به داسې وي لکه ټول عمر چې یې فرض روژې نیولې وي .
مسلمانې خورې !
د شوال روژې داسې حیثیت لري چې ګواکې یو بنده د خپل رب شکر ادا کوي چې هغه ته یې توفیق ورکړ تر څو در روژې د مبارکې میاشت روژې یې ونیولې.
همدا راز د شوال روژې په خیر کار کی د زیادت په معنی دي یعنی د بنده محبت او د خدای سره یې د علاقی ښکارندوی دې .
حافظ ابن رجب رحمه الله فرمایي : هغه څوک چې د روژې نه وروسته د شکر پر ځای ګناهې او معصیتونو ته ادامه ورکوي، د هغه چا به څیر دې چې د الله تعالی نعمتونو بدل په کفر سره ادا کوي.
مسلمانې خورې !
د اطاعاتو لپاره کوم خاص فصل او موسم نه شته چې په خلاصیدو یې بنده بیاځلې گناهونه پیل کړي .
بلکه اصله خبره خو داده چی د عباداتو او اطاعاتو موسم د بنده سره سره تول عمر روان وی او تر کومه چې بنده قبر ته داخل نه شی دا موسم نه خلاصیږي .
بشر حافی رحمه الله ته وویل شول چې : فلانې قوم په روژه کې ډیر عبادتونه کوي او ډیر زیار وباسي : نو هغې په ځواب کې وویل : بدترینه قوم هغه قوم دې چې پرته له روژې د میاشتې نه الله تعالی حق نه ادا کوي بلکه صالح بنده خو هغه څوک دې چې ټول کال د خدای عبادت وکړي .
مسلمانی خورې !
د روژې نه متصل وروسته روژه نیول څو فایدې لري چې دغه فواید تاسو ته د حافظ ابن حجر له قول څخه په لاندی ډول بیانیګي :
۱- د شوال د روژو د نیولو سره سم روژه نوینکي ته د ټول عمر دروژې فضیلت ورکول کیږي.
۲- د شوال او شعبان د میاشتو روژې لکه د سنت لمونځ حیثیت لري لکه څنګه چې د قیامت په ورځو د فرایضو نقص او کمبودئ د نوافلو سره پوره کیږي همدا راز د روژې مبارکې میاشتې نقص او کمبودئ د دغه شپږ ورزو په نیولو سره پوره کیږي.
۳- د روژې مبارکې میاشت نه وروسته د شوال روژې نیول په اصل کې د فرض روژې د قبلیدو یو علامه ده ځکه کله چې الله تعالی د خپل بنده ځیني یو عبادت قبول کړي نو هغې ته متصل د بل صالح عمل توفیق ورکوي .
۴- د روزی میاشت روزه د انسان د مخکنیو گناهونو د مغفرت سبب گرزی .
نبی کریم صلی الله علیه وسلم دومره لمونځ کوه چې خپو به یې ورم وکړ چا ورنه پوښتنه وکړه چې یا رسول الله !آیا ته داسې کوې حال دا چې ستا ټولې مخکینئ او ورستینئ ګناهې وربښل شوې دي نو هغه جناب صلی الله علیه وسلم وفرمایل : آیا د خدای یو شکر ګزاره بنده ونه اوسم ؟
الله تعالی هم خپل بندګانو ته امر کوي تر څو د روژې مبارکې میاشتې شکر د ذکر او همدا راز نورو عبادتونو په ذریعه ادا کړي .
{وَلِتُكْمِلُواْ الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ اللّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ} [البقرة:۱۸۵]
ترجمه : او تر څو د روژې عدد پوره کړئ او الله تعالی ددې لپاره چې تاسو یې اسلام دین ته هدایت کړي یاست په عظمت یاد کړئ تر څو تاسو شکر ادا کړئ .
نو د روژې مبارکې میاشت د روژتي د شکر ادا کولو طریقه همدا ده تر څو د روژې د تیریدو نه وروسته شوال روژې هم ونیسي .
ځیني سلفو چې به شپه په قیام الیل تیره کړه نو له ورځې له خوابه یې په دې نیت چې الله ورته د ټولې شپې د عبادت توان ورکړ ، روژه نیوله .
کله چې به د وهیب ابن الورد نه د کوم کار دثواب په اړه مثلا طواف او یا داسې نورو کاروپه اړه پوښتنه وشوه نو هغې به په ځواب کې ویل : د ثواب نه یې پوښتنه مه کوه بلکه داسی پوښتنه وکړه چې د کوم عمل دشکر ادا کولو د برکته دا عمل ترسره کوې .
دشکر حقیقت هم دادې چې بنده په عاجزیئ سره د شکر اعتراف وکړي.
لکه څنګه چې مخکې مو وویل هغه اعمال چې بنده د هغې په ذریعه په روژه کې الله تعالی ته نږدې کیږي روژې په ختمیدو سره نه ختمیگی بلکه د بنده سره د هغی د عمر تر پایه مل وي .
د نبی صلی الله علیه وسلم عمل هم دوامدار وو . د عایشه رضی الله عنها نه پوښتنه وشوه چی آیا رسول صلی الله علیه وسلم به کومه ورځ خاص کوله( د عباداتو لپاره ) ؟ هغې وفرمایل : نه بلکه د هغې جناب عمل به دوامداره وو . او ویې فرمایل چی رسول صلی الله علیه وسلم به په روژه او د روژې نه پرته په یوولس رکعتونه لمونځ نه زیادې او نه کمې راوسته .او کله چې به ورنه ځیني اوراد په روژه کې پاتې شول نو په شوال کې به یې پوره کول .وایي چې یو کال د رسول صلی الله علیه وسلم نه د روژې په اخیره لسیزه کې اعتکاف پاتې شو نو د شوال لسو ورځو کې یې اعتکاف وکړ.