وروستی منزل

ستا مینې رانه د خوب ښایسته دنیا واخیسته. اوس شپه او ورځ ستا په یاد کې تیروم. په سترګو کې مې د اوښکو چینې وچې شوي او تل ستا د خیالونو په ټال زنګیږم. هره شیبه تا ته د رسیدو د لارې موندلو په هڅه کې یم. کله د ماشومتوب دنیا په زړه راوګرځي، چې په هیڅ نه پوهیدم او ستا له مینې ناخبره وم. زړه مې غواړي بیا ماشومه شم، چې ته زما په هیڅ کار نه خپه کیږې، خو د ځوانۍ جنون او ستا د وصال ارمان مې دومره په زړه اغیز کړی، چې ستا سره دیدن به مې د توبې د قبلیدو په مانا وي او ستا در به خپل وروستی منزل ګڼم. په زړه کې مې ګیلې هم شته، غواړم له تا ګیله وکړم او له تا انصاف وغواړم.

روزیه نورزی

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا