د اسلام په مبارک دین کې د قربانۍ فلسفه

مقدمه:
الحمدلله رب العالمین والعاقبة للمتقین والصلاة والسلام علی أشرف الأنبیاء المرسلین محمد و علی آله و أصحابه أجمعین.
قرباني د اسلام د سترو شعائرو او الله تعالی ته د نږدیوالي د اهمو اسبابو څخه شمېرل کېږي.
د لوی اختر په ورځو کې الله تعالی ته د نږدېوالي په نیت د څارویو ذبح کولو ته قرباني ویل کېږي.
الله تعالی په قرآنکریم کې فرمایي: {فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانحَرۡ}(الکوثر/۳) ژباړه: مونځ کوه د خپل رب لپاره او دهغه په نوم قرباني کوه.
او رسول الله ـ صلی الله علیه وسلم ـ فرمایي: ( من ضحَّى قبلَ الصلاةِ ، فإنما ذبح لنفسِه ، و من ذبح بعد الصلاةِ ، فقد تمَّ نُسُكُه، و أصاب سُنَّةَ المسلمِين ) بخاري او مسلم.
ژباړه: چاچې د اختر د لمونځ څخه مخکې قرباني وکړه پرته له شکه هغه د ځان لپاره ذبحه وکړه ، او چاچې وروسته د لمونځ څخه قرباني وکړه، پرته له شکه د هغه قرباني وشوه او د مسلمانانو سنت یې ترسره کړ.
دا یو منلی حقیقت دی چې د اسلام بحر د حکمت د مرغلرو څخه خالي نه دی، الله سبحانه و تعالی هېڅ حکم او امر پرته له حکمته ندی رالېږلی، پدې لړ کې قرباني هم یو دهغه احکامو څخه ده چې د ځانګړو حکمتونو او فلسفو له مخې مسلمانان ورباندې مأمور شوي دي غواړم ځیني یې په مختصر ډول دلته ولیکم تر څو لوستونکي د قربانۍ اصلي حکمت او فلسفه وپېژني او په پام کې نیولو سره یې د قربانۍ ستر عبادت ترسره کړي.

د قربانۍ حکمت او فلسفه:

۱- د الله تعالی امر عملي کول: الله تعالی مسلمانان په قربانۍ کولو مأمور کړي دي، او کله چې مسلمانان قرباني کوي هغوي په اصل کې ددی ثبوت وړاندې کوي چې د الله تعالی د اوامرو تابعدار دي، او په هر حال یې عملي کولو ته چمتو دي.

۲- د مسلمان د زړه څخه د مال مینه ویستل او الله تعالی ته یې د نږدیوالي وسیله ګرځول: مال د انسان لپاره فتنه ده او د سمې لارې څخه یې د انحراف سبب کېدی شي، څنګه چې الله تعالی فرمایي: (وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّمَآ أَمۡوَٰلُكُمۡ وَأَوۡلَٰدُكُمۡ فِتۡنَةٞ وَأَنَّ ٱللَّهَ عِندَهُۥٓ أَجۡرٌ عَظِيمٞ )الأنفال/۲۸
ژباړه: أو پوهه شئ چې مالونه او اولادونه مو ازمیښت دی او باید باور وکړئ چې د الله تعالی اجر ډیر لوی دی.
ددی لپاره چې یو مسلمان د مال د فتنې څخه بچ شي او ځان یواځې د یو الله بنده وبولي ، اړینه ده چې هغه عبادات ترسره کړي کوم چې د مال مینه او محبت د انسان له زړه څخه اوباسي چې یو یې هم قرباني ده.
الله تعالی فرمایي: (ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمۡوَٰلَهُم بِٱلَّيۡلِ وَٱلنَّهَارِ سِرّٗا وَعَلَانِيَةٗ فَلَهُمۡ أَجۡرُهُمۡ عِندَ رَبِّهِمۡ وَلَا خَوۡفٌ عَلَيۡهِمۡ وَلَا هُمۡ يَحۡزَنُونَ) البقرة/۲۷۴
ژباړه: هغه کسانو ته چې خپل مالونه د شپې او ورځې پټ او ښکاره د الله په لار کې مصرفوي د هغوي د رب په وړاندی پوره اجر او ثواب دی، نه به پرې ډار وي او نه به غمجن کیږي.

۳- د ابراهیمي سر ښندنې یاد: د قربانۍ یوه ستره فلسفه او حکمت د ابراهیمي سرښندنې یاد دی کوم چې په نفس دومره قابض وو چې د الله تعالی د حکم عملي کولو په پار یې د ځیګر ټوټې ( اسماعیل علیه السلام ) ذبحه کولو ته تن کېښود ، او زوی یې هم د الله تعالی د حکم د تعمیل مخ ته خنډ نه شو ، چې په پاې کې پلار او زوی د الله تعالی له لورې پدې ستر ازمېښت کې بریالي شو او الله تعالی د هغه په بدله کې ګډ ذبحې ته وړاندې کړ.
چې قر آنکریم یې یاد پدې ډول کوي: ( فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ ٱلسَّعۡيَ قَالَ يَٰبُنَيَّ إِنِّيٓ أَرَىٰ فِي ٱلۡمَنَامِ أَنِّيٓ أَذۡبَحُكَ فَٱنظُرۡ مَاذَا تَرَىٰۚ قَالَ يَٰٓأَبَتِ ٱفۡعَلۡ مَا تُؤۡمَرُۖ سَتَجِدُنِيٓ إِن شَآءَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلصَّٰبِرِينَ ، فَلَمَّآ أَسۡلَمَا وَتَلَّهُۥ لِلۡجَبِينِ ، وَنَٰدَيۡنَٰهُ أَن يَٰٓإِبۡرَٰهِيمُ ، قَدۡ صَدَّقۡتَ ٱلرُّءۡيَآۚ إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ ، إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ ٱلۡبَلَٰٓؤُاْ ٱلۡمُبِينُ ، وَفَدَيۡنَٰهُ بِذِبۡحٍ عَظِيمٖ ) الصافات/ ۱۰۲ – ۱۰۷
ژباړه: او کله چې کوچنی تر هلو ځلو ورسید نو ابراهیم ووئیل زوی جانه زه په خوب کې ګورم چې تا حلالوم ته وایه چې ستا څه نظر دی؟ زوی یې ووئیل څه چې درته امر کیږي هغه وکړه! ان شاء الله چې ما به صابر ومومی.

۴- د ټولنیزو اړیکو پیاوړتیا او د خپلوۍ قوي کېدل: قرباني داسې یو عبادت دی چې د خلکو تر مینځ اړیکي قوي کوي او صله رحم د پیاوړتیا لامل کېږي چې دا په اسلام کې یو مطلوب امر دی، ځکه خو په قربانۍ کې د خپلوانو او مساکینو برخې ټاکل شوي دي. بالآخره دواړو غاړه کیښوده او زوی یې پړمخ په تندي وغورځاوه. مونږ پری غږ وکړ ای ابراهیمه ! تا خوب پوره کړ مونږ په همدې توګه نیکانو ته بدل ورکوو. په رښتیا چې دا خورا ښکاره ازمیښت وو. او مونږ هغه ته یوه لویه قرباني هدیه کړه.
الله تعالی فرمایي: (فَإِذَا وَجَبَتۡ جُنُوبُهَا فَكُلُواْ مِنۡهَا وَأَطۡعِمُواْ ٱلۡقَانِعَ وَٱلۡمُعۡتَرَّۚ ) الحج/۳۶
ژباړه: او چې له حلالولو وروسته په ځمکه پریوځي نو خپه یې هم وخورئ او مسکینانو ته یې هم ورکړئ که سوال کوي او که نه یې کوي.

۵- ټولنیز عدالت پلي کول: د مساکینو او فقراو د ورځني ژوند په منوال کې تغیر راتلل او د ښه خوراک څخه یې برخمن کېدل د قربانۍ یوه فلسفه ده د قربانۍ په ورځو کې د سرمایه دارانو او فقراو یو ډول خواړه چې په اړمنو داسې یو وخت هم راشي تر څو دوي او سرمایه داران یو ډول خواړه وخوري.

۶- قرباني د ګناهونو د بخښل کیدو ستره وسیله: په پاک نیت قرباني کول د ګناهونو د بخښنې سبب کیږي څنګه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم فرمایي: ( قومي یا فاطمة فاشهدي أضحیتك فإن الله يغفر لك عند أول قطرة من دمها ) رواه أحمد وابن ماجه.

۷- د الهی شعائرو تعظیم: قرباني کول الله تعالی د اسلام د شعائرو څخه ګرځولی، نو کله چې یو مسلمان قرباني کوي پدی معنا ده چې هغه د اسلامي شعائرو تعظیم کوي.الله تعالی فرمایي: (وَٱلۡبُدۡنَ جَعَلۡنَٰهَا لَكُم مِّن شَعَٰٓئِرِ ٱللَّهِ لَكُمۡ فِيهَا خَيۡرٞۖ )الحج/۳۶
ژباړه: او اوښان او نور غټ څاروي مونږ تاسې ته په شعائر الله کې شامل کړیدي، چې په هغو کې ستاسې ونیوي او اخروي ښیګڼه ده.
ځکه چې د الله تعالی د شعائرو تعظیم کول د تقوا غوښتنه ده ، الله تعالی فرمایي: (ذَٰلِكَۖ وَمَن يُعَظِّمۡ شَعَٰٓئِرَ ٱللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقۡوَى ٱلۡقُلُوبِ ) الحج/۳۲ ژباړه: او څوک چې د اسلامي شعائرو تعظیم کي دا د زړونو د تقوا څخه ده.

پایله:
قرباني په اسلام کې یو مهم عبادت بلل کیږي، چې ځانګرې فلسفه او حکمتونه لري، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
۱- د الله تعالی د حکم تعمیل  ۲- د مال مینه د زړه څخه ویستل او الله تعالی ته یې د نږدیوالي وسیله ګرځول ۳- د ابراهیمي سرښندنې یاد  ۴- د ټولنیزو اړیکوپیاوړتیا  ۵- ټولنیز عدالت پلي کیدل ۶- د ګناهونو بخشش ۷- د الهي شعائرو تعظیم.

مراجع:
۱-قرآنکریم
۲- تفسیر میسر
۳ – ټکی په ټکی او روانه ترجمه مولوی جانباز سرفراز
۴ – صحیح البخاري
۵ – صحیح مسلم
۶ – مسند أحمد
۷ – سنن ابن ماجه
۸ – اسلام آنلاین ویب سایټ.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا