د اسرائيلي وسائلو او هغوئ د ملاتړو د تحريم وجيبه (لومړۍ برخه)

ليکنه: مژده مهمند
ژباړه: فضيله مروت

مخکنۍ خبرې

إن الحمد لله نحمده، و نستعینه، و نستهدیه، و نصلی علی رسوله الکریم، أما بعد
د الهي سنت تقاضا سره سم دا چې د حق او باطل ترمنځ تل کړکيچ شتون درلود. او يا هم حق او باطل يو د بل په وړاندې واقع ؤ. په سبب يې د الله تعالی ځانګړو بنده ګانو د الله تعالی د کلمې د لوړاوي لپاره د ځان او مال په قربانۍ سره پورته شوي، جهاد يې کړی او په پايله کې يې يو له دوه نعمتونو، برياليتوب يا شهادت لاسته راوړي.
اسلام مبين دين چې د ځمکې په مخ يوازينی حق دین د.  تل د باطل پلوو او نفس پرستو د بريد او يرغل لاندې راغلی دی، هغوئ چې دا ستر دين د خپلو شيطاني موخو ته د رسېدو په وړاندې لوي خنډ ګڼي، له همدې امله يې په وړاندې سره يو ځای شوي دي او د حق او آزادۍ د لارویانو د ټکولو کوښښونه کوي.  له دوي څخه يهودو تر ټولو زيات څرګند رول لوبولی دی؛ هغوئ چې د تاريخ په اوږدو د الله تعالی د پېغمبرانو دښمني په غاړه اخستې، له الهي احکامو يې سرغړونه کړې ده، په همدې سبب د الله تعالی د لعنت وړ، خوار او ذليل ګرځېدلي دي.
دا منفور قوم د نورو قومونو په منځ کې د حيثيت او هستوګنځي موندلو لپاره را پورته شوي دي، په شيطاني او دروغجنو ادعاؤ سره يې پر فلسطيني مظلوم ملت يرغل کړی دی، د ډول ډول جرمونو او جنايتونو په ارتکاب سره کوښښ کوي هغوئ له خپلو کورونو او جونګړو څخه وباسي او هغه پاکه خاوره چې د پېغمبرانو هستوګنځی دی پخپل نوم کړي. له بله اړخه د فلسطين اتل ملت، نارينه او ښځينه، ځوانانو، سپين ګيرو او ماشومانو د کلونو کلونو په تېرېدو سره د حق او آزادۍ غږ لوړ ساتلی، ددې بې رحمه اشغالګرو په وړاندې يې نه ستړې کېدونکې مبارزې کړي، هيڅکله يې ورته سر نه دی ټيټ کړی، دا شيطاني لښکر له ټولو وسائلو او نړيوال ملاتړ سره تر اوسه نه دي توانیدلي چې پرې غالب شي او دا معرکه ترڅو چې الهي حکمت تقاضا وي دوام لري. فلسطين د مسلمانانو لپاره ځانګړی مقام لري، د درې هغه مقدسو ځايونو څخه بلل کېږي چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم هلته تلل نېک ګڼلي دي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د معراج سفر له اقصی مبارک مسجد څخه چې په دې مبارکه خاوره دی اسمان ته ترسره شوی دی، له دې مخې ويلای شو چې د اسلامي امت د مجد او عزت را ژوندي کول د مسجد اقصی د صهيونيستي اشغالګرو له منګولو څخه له ازادۍ سره مستقیمه اړیکه لري.
پر دې اساس د فلسطين د ازادۍ لپاره مبارزه د اسلامي امت عمده مسؤليت ګڼل کېږي، ددې امت هر فرد نارينه او مېرمنې د خپل توان په کچه مکلف دی ترڅو د اشغال شوي فلسطين په وړاندې خپل مسؤليت ادا او د فلسطين مظلوم ملت سره د خپل وسعې مطابق مرسته وکړي ترڅو د حشر په ميدان يې د الله تعالی په وړاندې خپل مسؤليت تر سره کړی وي او د هغه تعالی د رحمت وړ وګرځي.
دا څېړنيزه ليکنه د ,,د اسرائيلي وسائلو او ملاتړو د تحريم وجيبه/دنده، تر سرليک لاندې ليکل شوې ده. د اسرائلو او د هغوئ د ملاتړو د وسائيلو د تحريم اهميت د پوهاوي لپاره کوچنۍ هڅه ده، او دا چې د فلسطين د برياليتوب لپاره دعاء او زارۍ ترڅنګ کم تر کمه کوم کار چې کولای شو هغه دا دی چې له اسرايلي توليداتو او د هغوئ د ملاتړو د توليداتو په پریکون سره يې په اقتصاد کلکه ضربه وارده کړو، هسې نه چې د دوئ د توليداتو په پېرلو سره د فلسطيني ملت په وينه تويدنه کې شريک شو.
په دې ليکنه کې لومړی د تحريم پېژندنه شوې، ورپسې د شريعت له نږره د تحريم او پريکون حکم بيان شوی دی. او بيا په نړۍ والو معاملاتو کې د تحريم مخينه بيان شوې ده. ورپسې په اشغال ګرو او د هغوئ د ملاتړو په اقتصاد يې د اسلامي هيوادونو له لوري د اسرايلي توليداتو د تحريم په اغېز نظر اچول شوی دی او په پای کې هم پايله وړاندې شوې ده.
له الله تعالی څخه دعاء غواړم چې دا کار خالص د خپلې رضا لپاره او اغېزناکه وګرځوي.

تحريم څه شی دی؟

تحريم په اوسنۍ نړۍ د حاکمې دپلوماسۍ يوه برخه ده، چې د تحريم کوونکو هېوادونو له لوري د غير نظامي وسيلې په توګه پر مشخصو هيوادونو د فشار لپاره د غبرګون په توګه کارول کېږي. له اقتصادي تحريم څخه موخه د اقتصادي راکړې ورکړي کمول يا درول يا د اقتصادي، سوداګريزو يا مالي اړيکو درول يا اختطار ورکول دي.[۱]
اقتصادي تحريم هغه فعاليت يا کړنه ده چې د يو يا څو نړيوالو لوبغاړو هيوادونو(تحريم کوونکو) لخوا د يو يا څو نورو هېوادونو (د تحريم وړ) د مجازات، محرومولو يا ټاکلو او مهمو شرطونو منلو لپاره کارول کېږي. دلته د تحريم کوونکو څخه موخه هيواد يا نړيوال ګروپ دی چې د تحريم سناریو ليکونکی يا خپروونکی وي، شونې ده د محاصرې په چاره کې له يو هېواد څخه زيات هيوادونه ګډون ولري. اقتصادي تحريم کېدای شي بېلابېل ډولونه ولري لکه: سوداګريز بندېزونه، تعرفه او محدوديتونه. [۲]
د اسرائيلو تحريم د اسرايلي هيوادونو، افرادو او شرکتونو په وړاندې د اقتصادي، سياسي او کلتوري اړيکو د پريکون لپاره ترسره شوي هڅې دي.
دا تحريم په ټوله نړۍ کې په ځينو ځايونو کې مطرح شوی چې له اسرائلو څخه خپله پانګه ويستل، نه پانګونه او د اسرايلي توليداتو له اخستلو څخه ډډه کول پکې شامل دي. [۳]

د تحريم د مشروعيت دليل

لکه څرنګه چې مخکې يادونه وشوه، د هيوادونو په بهرنۍ دپلوماسۍ کې د نړۍ په معاصرو چارو کې تحريم يوه پياوړی غير نظامي وسله ده، چې د پام وړ موخو د ترلاسه کولو لپاره يې کاروي. مشروعيت يې له قرآن کريم، سنت او علمای کرامو له فتواو څخه ثابت دی.

قرآن کریم

الله تعالی فرمايي:
ذٰلِكَ بِأَنَّهُمْ لَا يُصِيبُهُمْ ظَمَأٌ وَلَا نَصَبٌ وَلَا مَخْمَصَةٌ فِى سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَطَـُٔونَ مَوْطِئًا يَغِيظُ الْكُفَّارَ وَلَا يَنَالُونَ مِنْ عَدُوٍّ نَّيْلًا إِلَّا كُتِبَ لَهُم بِهِۦ عَمَلٌ صٰلِحٌ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ /سُوۡرَةُ التّوبَة  (۱۲۰)
ژباړه: ځكه چې داسې به هیڅكله نه وي چې هغوئ د الله په كار کې د لوږې، تندې او بدني تكليف څه کړاو وګالي او د حق د منكرانو چې كومه لاره بده ايسي هغوئ پرې كوم ګام واخلي، او له كوم دښمن څخه (چې له حق سره یې دښمني وي) څه غچ واخلي او د هغه په بدل کې هغو ته يو نېک عمل ونه ليكل شي. دا باوري ده چې د الله په وړاندې د نېکانو د خدمت حق نه ضايع کیږي.
ابن کثير رحمة الله علیه ددې آيت په تفسير کې ليکي: ولږه، تنده، تکليف چې مجاهد يې د الله تعالی په لار کې زغمي او په سبب يې په کفارو برلاسي ترلاسه کوي، هغوئ په غصه او خفه کوي او په زړونو کې يې وېره اچوي الله تعالی يې په بدله کې اجر ورکوي. [۴]
ددې آيت پر بنسټ د دښمن اقتصادي تحريم هم مشروع وسيله ده چې کفارو ته ضرر رسوي، غصه کوي يې او په پايله کې يې په ماتې تمامېږي.

سنت:

حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ يُوسُفَ، حَدَّثَنَا اللَّيْثُ، قَالَ: حَدَّثَنِي سَعِيدُ بْنُ أَبِي سَعِيدٍ، أَنَّهُ سَمِعَ أَبَا هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: بَعَثَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَيْلًا قِبَلَ نَجْدٍ، فَجَاءَتْ بِرَجُلٍ مِنْ بَنِي حَنِيفَةَ يُقَالُ لَهُ ثُمَامَةُ بْنُ أُثَالٍ، فَرَبَطُوهُ بِسَارِيَةٍ مِنْ سَوَارِي المَسْجِدِ، فَخَرَجَ إِلَيْهِ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: «مَا عِنْدَكَ يَا ثُمَامَةُ؟» فَقَالَ: عِنْدِي خَيْرٌ يَا مُحَمَّدُ، إِنْ تَقْتُلْنِي تَقْتُلْ ذَا دَمٍ، وَإِنْ تُنْعِمْ تُنْعِمْ عَلَى شَاكِرٍ، وَإِنْ كُنْتَ تُرِيدُ المَالَ فَسَلْ مِنْهُ مَا شِئْتَ، فَتُرِكَ حَتَّى كَانَ الغَدُ، ثُمَّ قَالَ لَهُ: «مَا عِنْدَكَ يَا ثُمَامَةُ؟» قَالَ: مَا قُلْتُ لَكَ: إِنْ تُنْعِمْ تُنْعِمْ عَلَى شَاكِرٍ، فَتَرَكَهُ حَتَّى كَانَ بَعْدَ الغَدِ، فَقَالَ: «مَا عِنْدَكَ يَا ثُمَامَةُ؟» فَقَالَ: عِنْدِي مَا قُلْتُ لَكَ، فَقَالَ: «أَطْلِقُوا ثُمَامَةَ» فَانْطَلَقَ إِلَى نَجْلٍ قَرِيبٍ مِنَ المَسْجِدِ، فَاغْتَسَلَ ثُمَّ دَخَلَ المَسْجِدَ، فَقَالَ: أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، يَا مُحَمَّدُ، وَاللَّهِ مَا كَانَ عَلَى الأَرْضِ وَجْهٌ أَبْغَضَ إِلَيَّ مِنْ وَجْهِكَ، فَقَدْ أَصْبَحَ وَجْهُكَ أَحَبَّ الوُجُوهِ إِلَيَّ، وَاللَّهِ مَا كَانَ مِنْ دِينٍ أَبْغَضَ إِلَيَّ مِنْ دِينِكَ، فَأَصْبَحَ دِينُكَ أَحَبَّ الدِّينِ
إِلَيَّ، وَاللَّهِ مَا كَانَ مِنْ بَلَدٍ أَبْغَضُ إِلَيَّ مِنْ بَلَدِكَ، فَأَصْبَحَ بَلَدُكَ أَحَبَّ البِلاَدِ إِلَيَّ، وَإِنَّ خَيْلَكَ أَخَذَتْنِي وَأَنَا أُرِيدُ العُمْرَةَ، فَمَاذَا تَرَى؟ فَبَشَّرَهُ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَمَرَهُ أَنْ يَعْتَمِرَ، فَلَمَّا قَدِمَ مَكَّةَ قَالَ لَهُ قَائِلٌ: صَبَوْتَ، قَالَ: لاَ، وَلَكِنْ أَسْلَمْتُ مَعَ مُحَمَّدٍ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَلاَ وَاللَّهِ، لاَ يَأْتِيكُمْ مِنَ اليَمَامَةِ حَبَّةُ حِنْطَةٍ، حَتَّى يَأْذَنَ فِيهَا النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ. [۵]
ژباړه:
له ابو هريره رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يو څه خلک د نجد په لور ولېږل، هغوئ لاړل او د ثمامه بن اثال په نوم د بني حنيفه يو سړی يې اسیر راوست او د مسجد په يوه ستنه پورې يې وتړلو، پېغمبر صلی الله عليه وسلم ورته راغی او ورته يې وويل:
ای ثمامه! څه فکر کوې چې زه به له تاسره څه وکړم؟ ثمامه وويل: ستا په اړه ښه ګمان کووم، که مې وژنې داسې څوک به دې وژلی وي چې د وژلو وړ وي. او که احسان راسره وکړې له شکر کوونکي سره به دې احسان کړی وي، که مال غواړې هرڅومره چې دې خوښه وي ويې غواړه. دغه شخص تر سبا پورې پخپل حالت پريښودل شو، پېغمبر صلی الله عليه وسلم يو ځل بيا راغی او ورته ويې ويل: ای ثمامه! څه فکر کوې چې له تاسره به څه وکړم؟ ويې ويل، هماغه څه چې مې مخکې وويل:
که احسان راسره وکړې له شکر کوونکي سره به دې احسان کړی وي. بيا يې هم تر سبا پورې پرېښود، سبا يې بيا پوښتنه وکړه: ای ثمامه! څه فکر کوې چې له تاسره به څه وکړم؟ ويې ويل هماغه څه چې مې مخکې تاسو ته وويل. رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل: ثمامه له بند څخه ازاد کړئ. ثمامه وروسته له دې څخه چې له بند څخه ازاد شو، لاړ د مسجد څنګ ته اوبو څخه يې غسل وکړ، بيا مسجد ته راغی او اقرار يې وکړ: أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ. یا محمد! صلی الله عليه وسلم په الله تعالی قسم چې د ځمکې پر مخ راته له تا څخه بد مخ نه ؤ، ولی نن راته له تا څخه محبوبت شخص نشته. او په الله تعالي قسم چې هیچ دین راته ستا له دين څخه بدتر نه ؤ. ولې نن راته ستا دین له ټولو دينونو څخه محبوبترین دی. او په الله تعالي قسم چې هيڅ ښار راته ستا له ښار څخه بد نه ؤ، خو نن راته له ټولو ښارونو څخه ګران دی. ستا لښکرو داسې حالت کې زه ونيوله چې د عمرې اراده مې درلوده، اوس بايد څه وکړم؟
پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته زيری ورکړ او ورته يې امر وکړ چې خپله عمره ادا کړي، ځکه چې مکې ته راغلی ؤ، يو چا ورته وويل: له خپل دين څخه اوښتی يې؟ ويې ويل: په الله تعالي قسم چې داسې نه ده، بلکه له محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مسلمان شوم، په الله تعالي قسم چې له یمامه سيمې څخه به تاسو ته يو غنم هم د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له اجازې پرته درنکړم.
څرنګه چې حديث شريف پرې دلالت کوي، چې ثمامه بن اثال رضي الله عنه د اسلام راوړلو څخه وروسته د يمامه ښار په اقتصادي تحريم لاس پورې کړ، امر يې وکړ چې ترڅو چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم امر نه وي کړی، له هغه څخه هيڅ شی مکې ته رانوړل شي، نو پېغمبر صلی الله عليه وسلم هم دا کار تائيد کړ. او يو څه وخت وروسته يې تحريم له منځه يوړ، څرنګه چې ابن حجر عسقلانی رحمه الله ددې حديث په شرح کې فرمايي: چې ابن هشام ددې حدیث په اړه داسې زياتوي: ثمامه له يمامه ښار څخه مکې ته د هرې واردېدونکې متاع منع وکړه. په پايله کې د هغه ځای اوسېدونکو پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته پيغام ولېږو چې د صله رحمۍ په درناوي دا پرېکون له منځه يوسي. همغه ؤ چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ثمامه ته امر وفرمايل چې هغوئ ته د سامان آلاتو د راوړلو اجازه ورکړي.[۶]
په همدې ډول لاندينی حدیث شریف هم د تحريم په جواز دلالت کوي:
حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ يَحْيَى، وَمُحَمَّدُ بْنُ رُمْحٍ، قَالَا: أَخْبَرَنَا اللَّيْثُ، ح وحَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ، حَدَّثَنَا لَيْثٌ، عَنْ نَافِعٍ، عَنْ عَبْدِ اللهِ، «أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حَرَّقَ نَخْلَ بَنِي النَّضِيرِ، وَقَطَعَ، وَهِيَ الْبُوَيْرَةُ»[۷] ، زَادَ قُتَيْبَةُ، وَابْنُ رُمْحٍ فِي حَدِيثِهِمَا: فَأَنْزَلَ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ: {مَا قَطَعْتُمْ مِنْ لِينَةٍ أَوْ تَرَكْتُمُوهَا قَائِمَةً عَلَى أُصُولِهَا فَبِإِذْنِ اللهِ وَلِيُخْزِيَ الْفَاسِقِينَ} [الحشر: ۵]
ژباړه:
له عبدالله بن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی چې ويې ويل: پیغمبر صلی الله علیه وسلم د بني نضيرو د خرما باغونه چې په بويره سيمه کې وو قطع او وسوزول. په همدې اړه د الله تعالی دا وينا نازله شوه:
هغه ونې چې مو قطع کړي دي يا مو پخپل حالت ولاړې پريښي دي، د الله تعالی په امر ؤ.
څرنګه چې ليدل کېږي، د بني نضيرو د محاصرې پر وخت د ونو سوزول او قطع کول د دښمن په وړاندې اقتصادي تحريم په مشروعیت دليل دی.
همدا ډول په شعب ابي طالب کې د خپل قوم سره د پیغمبر صلی الله علیه وسلم کړنه هم په اقتصادي تحریم په مشروعیت دليل دی. څرنګه چې په حديث شریف کې راځي:
حَدَّثَنَا مَحْمُودٌ، أَخْبَرَنَا عَبْدُ الرَّزَّاقِ، أَخْبَرَنَا مَعْمَرٌ، عَنِ الزُّهْرِيِّ، عَنْ عَلِيِّ بْنِ حُسَيْنٍ، عَنْ عَمْرِو بْنِ عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ، عَنْ أُسَامَةَ بْنِ زَيْدٍ قَالَ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَيْنَ تَنْزِلُ غَدًا فِي حَجَّتِهِ؟ قَالَ: «وَهَلْ تَرَكَ لَنَا عَقِيلٌ مَنْزِلًا؟»، ثُمَّ قَالَ: «نَحْنُ نَازِلُونَ غَدًا بِخَيْفِ بَنِي كِنَانَةَ المُحَصَّبِ، حَيْثُ قَاسَمَتْ قُرَيْشٌ عَلَى الكُفْرِ» [۸] ، وَذَلِكَ أَنَّ بَنِي كِنَانَةَ حَالَفَتْ قُرَيْشًا عَلَى بَنِي هَاشِمٍ، أَنْ لاَ يُبَايِعُوهُمْ، وَلاَ يُؤْوُوهُمْ، قَالَ الزُّهْرِيُّ: وَالخَيْفُ: الوَادِي
ژباړه:
له اسامه بن زید رضی الله عنه څخه روایت دی چې وايي، ومې ويل: ای رسول الله صلی الله علیه وسلم!
سبا به د حج په مهال چېرته ښکاره شې؟
ويې فرمايل: آيا د قوم مشرانو زموږ لپاره ځای پريښی دی؟ بيا يې وفرمايل: سبا به د بنو کنانه په يادې کې راښکاره شم؛ هغه ځای چې قريشو پکې په کفر تړون کړی دی. امام زهري وايي: دا هغه ځای ؤ چې بنو کنانه ؤ د بني هاشم په وړاندې له قريشو سره تړون کړی ؤ چې له بني هاشمو سره پلورل، پېرودل او د خپلوۍ اړيکې پرې کړي.

حدیث شریف دا بیانوي چې کله چې مسلمانان په شعب ابوطالب مې وو، د مسلمانانو او مکې د کفارو ترمنځ د اقتصادي اړيکو پرې او خرڅول اخستل منع وو.

امام العز بن عبدالسلام وايي: “للوسایل حکم المقاصد فالوسيلة إلی أفضل المقاصد هی أفضل الوسایل. [۹]… ”

ژباړه: وسایل د موخو حکم درلودای شي، پس هغه وسیله چې غوره موخه ترلاسه کوي له غوره وسائلو څخه ده….

امام قرافي رحمه الله فرمايي:” اعلم أن الذریعة کما یجب سدها یجب فتحها و تکره و تندب و تباح، فإن الذریعة هی الوسیلة فکما أن الوسیلة المحرم محرمة فوسیلة الواجب واجبة ….[۱۰]

ژباړه: پوهه شه هماغه ډول چې سد ذریعه واجب ده ، پرانستل يې هم واجب، مکروه او مستحب کېدای شي. ځکه چې ذرايع وسیلې دي پس هماغه ډول چې وسیله د يو حرام کار سبب کېږي خپله حرامه ده. هغه وسيله چې له هغې پرته واجب نه ترسره کېږي، پخپله هم واجب ده.
همدارنګه فقهي قاعده لرو چې ” ما لا یتم الواجب إلا به فهو واجب” [۱۱] یعنی: هغه څه چې واجب له هغه پرته نه ترسره کېږي، هغه ترسره کول پخپله واجب دي.

بنا پر دې ويناؤ، دا چې د فلسطين د خلکو مرسته او د مقدسې خاورې څخه اشغال ټغر ټولول په مسلمانانو واجب ګڼل کېږي، بناء تحریم د يوې وسيلې په توګه ترسره کول په معاصره نړۍ کې پر دښمن د فشار راوړلو او شاتګ ته مجبورولو يوه ښه لاره او د اسلامي امت وجيبه بلل کېږي.

د علماي كرامو فتواء:

پر غزه د اسرائيلو د وحشيانه او مخ په زياتېدونکو حملو د شدت او د فلسطيني مؤمن مجاهد ملت په وړاندې د اسلامي امت د مسؤليت په درک کولو سره، د امت زيات شمېر علماؤ د اسرايلي تحريم په بنسټ د فتوا په صادرولو سره، له دې اشغالګر رژيم سره هر ډول معاملات، ترڅو چې له خپلو جنايتونو څخه لاس وانخلي، منع کړي دي. دلته د علمای کرامو په نظرياتو تم کیږو.

د اسلامي علماؤ د نړيوالې اتحاديې فتواء:
د مسلمانو علماؤ نړيوالې اتحاديې د اعلاميې په صادرولو سره د اسرائيل اشغالګر رژيم کلي تحريم له جملې څخه اقتصادي تحريم تر هغه وخته پورې اړين بللې دی او صهيونيستي توليدات او لوازم اخستل يې د مسلمان لپاره کبیره ګناه اعلان کړې ده، ترڅو چې دا رژيم له ټولې اشغال شوې خاورې څخه و وځي..
په دې بیانیه کې چې اسلامي علماؤ د نړيوالې اتحاديې د رئيس «أحمد ریسونی» او «علی محی الدین القره داغی» عمومي سر منشي په لاسليک ددې اتحاديې په رسمي پاڼه کې خپره شوې ده، داسې راغلي دي: زموږ فتواء په اشغالګر رژيم، لوازمو او توليداتو پورې يې ځانګړې ده، ځکه چې دې رژيم زموږ کورونه او خاوره اشغال کړي دي. په فلسطين او سوريې په جولان کې يې زموږ د ورونو په کورونو بريد کړی او دا سيمې يې اشغال کړي دي، همدارنګه تر اوسه د مسجد الاقصی اشغال دوام لري.

دا اتحادیه د اشغال شويو هېوادونو آزادي او د هغوئ په وړاندې مقاومت يوه شرعي او انساني اړتيا بولي او زياتوي: د هغوئ په وړاندې مقاومت په ټولو قانوني طريقو چې سليم فطرت وضع کړي او د ټولو نړيوالو قوانينو، ملل متحد سازمانونو پرېکړه ليکونو، نړيوالو تړونونو او د هيوادونو اساسي قوانينو پواسطه ټاکل شوي دي، ټينګار کېږي.

د اسلامي علماؤ نړيوالې اتحادیه د اعلاميه په پای کې ټينګار کوي چې: پر دې اساس دا د ټولو مسلمانانو دنده ده چې د ټولې اشغال شوې خاورې، ځانګړي ډول د مسلمانانو لومړۍ قبلې او قدس شريف، د اشغال ختمېدو تر پايه پورې اقتصادي تحريم ته دوام ورکړي.

د اردن اسلامي علماؤ فتواء:
د اردن له اسلامي علماؤ څخه ۵۰ تنو په يوه اعلاميه کې روښانه کړه: د صهيونيستي دښمن اقتصادي تحريم يو شرعي مکلفيت دی. د اردن پخواني حج اوقافو او خيريه چارو وزير، يو شمېر برجسته علماؤ، اخوان المسلمين او د پوهنتون استادانو دا اعلامیه لاسلیک کړې ده.

ددې اعلامیې په يوه بله برخه کې په دې ټينګار شوی دی چې ددې اعلامیيې د صادرېدلو څخه د خبرتیا څخه وروسته پابندي نکول له کبیره ګناهونو څخه شمېرل کېږي. د اردن علماؤ همدارنګه ټينګار کړی دی چې اقتصادي تحريم يوه مهمه وسله ده چې دښمن زموږ د ورونو په وړاندې په غزه، عراق او سوډان کې په کار اچولې ده، په وړاندې يې بايد مسلمانان د اسرائيلي دښمن په مقابل کې ترې ګټه واخلي.[۱۲].

د الجزایر د علماؤ فتواء:

په الجزایر کې۵۱ تنو ديني علماؤ او متفکرينو د صهيونيستي رژيم او ملاتړو شرکتونو يې د تحريم په وجوب فتوا صادره کړې ده‌.

«عبدالرزاق قسوم» په الجزایر کې د مسلمانو علماؤ جمعیت رئيس ددې خبر په اعلان سره وويل: د علماؤ دا فتوا په غزه او نورو فلسطيني سيمو کې د صهيونيستي رژيم د جناياتو په غبرګون کې صادره شوې ده.

هغه ددې په بيان کې چې صهیونستي رژيم په غزه کې د نسل وژنې مرتکب شوی دی، روښانه کړه: دا جنايتونه د لويديځو هيوادونو ځانګړي توګه امريکا په ملاتړ ترسره کېږي، په داسې حال کې چې د عربي اسلامي هیوادونو هيڅ ډول غبرګون نه ليدل کېږي، لهذا په ځان واجبه ګڼو چې په دې اړه فتوا صادره کړي.

دوئ تحریم د مالي جهاد يوه طريقه بولي او زياتوي: په اوسنيو شرایطو کې د صهیونیستي رژيم د ملاتړو شرکتونو تحریم يوه شرعي دنده ده، ځکه چې هغوئ ته زيان اړوي او مجبورېږي چې د صهيونيستي رژيم له ملاتړ څخه لاس واخلي.[۱۳].

[۱] طغیانی، پر اقتصادي تحريم سريزه، ص:۶

[۲] ویکیپیدیا

[۳] د اسرائيل له علمي تحریم څخه موخه همغه کلتوري او علمي تحريم دی چې د فلسطيني خوځښت پواسطه د بایکاټ د يوې برخې په حيث نه پانګونه ده. چې د ۲۰۰۴ م د اپريل په مياشت کې پيل شو. آغاز شد. دا خوځښت د BDS په برخه کې په اسرائلو د نړيوال فشار واردولو لپاره د فعاليت کول وو، ځکه چې دې موسيساتو د فلسطين د اشغالولو کې رول درلود.

[۴]  ابن كثير، اسماعيل بن عمر ، تفسیر ابن کثیر، ج:۴ ص: ۲۳۴

[۵] بخاری، محمدبن اسماعیل، صحیح البخاری، باب وفد بني حنیفه او د ثمامة حدیث ، ج: ۵ ص: ۱۷۰

[۶] – عسقلانی، ابن حجر، فتح الباری شرح صحیح البخاری، ج: ۸   ص: ۱۱۱

[۷] صحیح البخاری، باب حدیث بنی نضیر، ج: ۳  ص: ۱۰۴/ مسلم، بن حجاج، صحیح مسلم، باب جواز قطع أشجار الکفار و تحریقها  ج: ۳  ص: ۳۶۵

[۸]  صحیح البخاری، باب أین رکز النبی صلی الله علیه وسلم، ج: ۵  ص: ۱۴۷/ صحیح مسلم: باب النزول بمکة للحاج، ج: ۲ ص: ۹۰۵

[۹] العز ابن عبدالسلام، قواعد الأحکام، ج: ۱ ص: ۴۶

[۱۰] قرافی، الفروق، ج: ۲ ص: ۳۳

[۱۱] ویکي پیډیا

[۱۲] د الجزيرې سايټ په حواله مهر خبر پاڼه.

[۱۳]  د تسنیم نړيوال ګروپ خبرپاڼه

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا