د دعوت په لار کې ۳۰ د تعمق وړ نقطې (دویمه برخه)

لیکونکې: الشيخ / عائض بن عبدالله القرني

ژباړه: خالده شفیق

دویمه برخه

۱۶- د مصلحت پر اساس د دعوت ښکاره کول، او دمصلحت لپاره یې پټول

دعوتګر باید د مصلحت پر اساس دعوت ښکاره کړي، د بیلګې په توګه په قریو او بانډو، او مختلف ښارو کې د خلکو په عام محضر کې د دعوت ښکاره کول.

خو که کله یو څوک شخصا رایشی دعوتګر ته نو په دې حالت کې دعوتګر ته پکار ده چې دا کس په پټه  دعوت کړي، او مهربانئ او شفقت او په نرمه د نصیحت  منهج غوره کړي.

امام شافعی –رحمه الله – فرمایي:

تغمدني بنصحك في انفرادِ *** وجنبني النصيحة في الجماعه
فإن النصح بين الناس نوع *** من التوبيخ لا أرضى استماعه
فإن خالفتني وعصيت قولي *** فلا تجزع إذا لم تُعط طــــاعـــه

په انفرادیت کې راته  مشوره راکول زما پرده کوي او د ټولو په محضر کې راته د نصحیت کولو ډډه وکړه

د خلکو په منځ کې نصیحت یو ډول ملامتي ده چې زه یې اوریدل نه خوښوم

که تاسو زما و زما د خبرو نافرماني وکړه نو کله چې درنه چا اطاعت ونکړ نو مه خواشینې کیږه.

دلته دامام شافعی مقصد دا دې چې که زما له خبرې مو سرغړونه وکړه او یو انسان مو د ټولو په مخ کې نصحیت کړنو همداسې به یوه ورځ تاسو سره کوي، او د خپل ځان لپاره به تاسو نه غچ اخلي.

ډیرئ ځوانانو ماته شکایت کړې چې ځینو خلکو ورته په عام محضر کې د ټولو په مخ کې نصحیت کړې، نو دوی هم مقابل لوري ته یو ډول غوصه، کرکه او نفرت باندې اخته شوي، نو دا مصلحت غوښټنه نده چې مدعو په عام محضر کې نصیحت شي.

۱۷- معاصرو قضایاو او نوی کلتور په نظر کې نیول

یو دعوتګر ته پکار ده چې نوې او معاصره قضایاو، افکارو او کلتور په نظر کې ونیسي او د هغې سره بلدتیا ولري، او په دې قسمت کې مطالعه وکړي، دا غلطه خبره ده چې ځیني خلک حتی ډیرئ پوه کسان هم همدا خبره کوي چې د نوي او معاصر کتابو لوستل پکار نده. ځکه که مونږ د نوي او معاصرو مسایلو ځان پوه نکړو نو څنګه به وشو کولای چې په نوي عصر کې ژوند وکړو؟ او د خلکو سره به څنګه چلند وکړو؟

زه په دې آند یم چې دعوتګر ته پکار ده چې هرو مرو ورځپاڼې، مجلې  او نوې  لیکنې ولولي، مګر په احتیاط سره تر څو د نا پوهه خلکو د فحشا او منکرو لیکنو ته ونه رسیږي او زړه یې ورته خراب کړي، خو که دعوتګر غواړي چې دوی په اړه معلومات ترلاسه کړي نو په یواځې او ډیر فکر دې دا کار وکړي تر څو په اهدافو یې پوه شي او ورته د حل یوه مناسبه لاره پیدا کړي.  شاعر وایي:

عرفت الشر لا للشرَّ لكن لتلافيه  *** ومن لا يعرف الشر جدير أن يقع فيه

زه په بدو پوهیږم، د بدۍ لپاره نه، مګر د هغې د مخنیوي لپاره *** او هغه څوک چې په بد نه پوهیږي د دې مستحق دې چې په شر کې ولویږي.

عمر –رضی الله عنه- فرمایي: (( إنما تنتقض عُرى الإسلام عروة عروة من أناس ولوا في الإسلام ما عرفوا الجاهلية )).

ژباړه:  د اسلام بندونه  یو یو د هغو خلکو په لاس خلاصیږي چې په اسلام یې ایمان راوړی او جاهلیت نه پیژني.

نو څوک چې جاهلیت نه پیژني هغه اسلام نه پيژني. نو دعوتګر ته پکار ده چې دا راز په ټولو ثقافتونو پوه شي، او که داسې کوم کتاب پیدا کړي چې ورکې کومه شبه وي نو هغه دې داسې چاته وړاندې کړي چې  دده نه ‌‌ډیر پوه وي تر څو دحل یوه مناسبه لاره ورته پیدا کړي.

۱۸- خلکو ته د هغوی د عقل په اندازه خبرې کول

دعوتګر ته پکار ده چې ډير هوښیار اوسي، خلکو سره د هغوی د عقلو په اندازه  خبری وکړي، نو که کله یو قریه یا بانډې کې دعوت کوي نو کوښښ کوي د هغه موضوعاتو په اړه ورسره خبرې وکړي چې ورته ارزښت لري اود هماغه بانډې خلک ورسره ښکیل دي، خو که کله یو پوهنتون ته  محصلینو څخه لاړ نو  هغوی سره په لوړه کچه او دهغوی دعلمیت په اندازه خبری کوي. او که یو داسې ځای ته لاړ چې د تعلیم کچه یې نسبتا ټیټه وي نو هغوی سره هم راټیټ کیږي، دا ځکه چې هر یو ځای خپل اړوند اړین مسایل لري چې پرې بحث وشي.

د بیلګی په توګه هغه مسایل چې په  قریو او بانډو کې پرې بحث اړین دی دا دي: شرک، سحر، جادوګري او په صحیح توګه لمونځ کول او داسې نور مسایل. او هغه موضوعات چې په  پوهنتونو کې پرې بحث پکار دې د بیلګې په توګه : د سیکولروانو، بی دینه او او ماډرنیزم له خوا وارد شوي افکار ، شبهی او شبهات دي چې پرې باید بحث وشي. او دهغې نه لږ ټیټ مسایل، ښه ملګرې، د والدینو سره نیکي، د مشرانو حقوق، د وخت نه صحیح ګټه اخیستل، د قرآن لوستل او داسې نور مسایل دي.

نو باید خلکو سره د هغوی د عقل او پوهې د کچې مطابق رفتار وشي، رسول –صلی الله علیه وسلم – معاذ بن جبل ته داسې خطاب کوه چې هغه خطاب به یې بل هیچ اعرابي ته نه کوه، هغه ته به یې د علم ، د علم د اغیز په اړه او د الله د حدود په اړه بحث کوه، حال دا چې نورو اعرابو ته به یې د توحید او دا چې توحید انسان جنت ته بوځي ، هغه جنت چې عرض یې د آسمانو او ځمکو په برابر دې، بحث کوه.

۱۹- خپل عیبونو نه سترګې نه پټول او د نورو عیبو پسې نه ګرځیدل

هغه څه چې مبلغ یې باید په پام کې ونیسي  دا دې چې د خپل ځان د لوړولو لپاره په نورو نیوکه ونه کړي.

د تربیت په علم کې دی ته د اسقاط اسلوب وایي، یعنی دا چې د نورو د حیثیت او شخصیت نه کم کړې تر څو ته په ټولو برلاسې اوسې. چې دا د هغه کسانو چې د ټولنیز مقام او شهرت او ریا سره مینه لري عادت وي.

کله چې دا راز خلکو ته د یو عالم نوم ذکر شي پری نیوکې کوي، او که د یو دعوتګر نوم ذکر شي نو هم وایي چې منهج یې زما ندې خوښ، او که د کوم لیکونکې نوم ورته  ذکر شي نو هم پرې انتقاد کوي، شیخ الاسلام ابن تیمه –رحمه الله ـ فرمايي: ځیني خلک لکه د مچ اوسي چې یواځې او یواځې په زخمي ځایونو کې لویږي.

کله  که تا پاک کالي په ځان وي او پاک اوسې نو مچان درباندې نه کښیني، خو که مچ ستا په لاس زخم وګوري نو حتما پری کښیني…

د اسقاط دا سبک په ځینو خلکو کې داسې وي چي:  انتقاد کول اصلا  نه پریږدي، په خبرو کې هیڅ څوک استثنا‌ء نه کوي، داسې ښکاري لکه چې دوی خپله په بشپړه توګه بی عیبه وي.

او دشیطان یوه طریقه  دا ده چې ځیني دعوتګرانو ته راځي او هغوی ته د نصیحت او خیرغوښتنې په نوم وسوسه کوي، مثلا: که د دعوتګر په مخ کې کوم بل دعوتګر نوم یاد شي نو وایي: د الله نه غواړم چې نیکې لارې ته یې هدایت کړي، که ورنه پوشتنه وشي ولی؟ نو په ځواب کې څه نه وايي فقط همدومره چی الله دی هدایت کړي او بس.

په اصل کې ددې دعا شا ته یوه موخه ، خو دعوتګر ورنه بله موخه وي او په دې دعا ورته د الله لورې هیڅ اجر هم نه شته.

ابن مبارک فرمایي: ډیرۍ وخت داسې کیږي چې استغفار ویونکې په همدې استغفار ویلو کې ګناه کړې وي، ورنه پوشتنه وشوه هغه څنګه؟ نو وی ویل: کله چې د استغفار ویونکې په وړاندې د ځیني صالحینو نوم یاد شي نو وایي: استغفرالله، چې ددې استغفر الله ویلو نه یې موخه د انتقاد وي، نو دا راز استغفار ورته هیڅ ګټه نه لري بلکه د ګناه په توګه ورته په حساب کی لیکل کیږي.

۲۰- په خپل ځان کې د دعوت بشپړه بیلګه اوسي:

دعوتګر باید په ځان او عمل کې د دعوت بشپړه بیلګه اوسیږي. ځان سمې لارې ته برابر کړي او ووایي چې زما ګناهې ډیرې دي.

د دعوتګر ګناه ډیره لویه بلل کیږي، ځکه چې ټول خلک هغه ته ګوري.

دعوتګر د خلکو په وړاندې لکه د یو آئینې په څیر وي چی یو کوچنې ټکې هم پکې ډير لوی څرګندیږي.

نو دعوتګر باید د امت په وړاندې په دې سپیڅلې دنده کې د الله نه ویره ولري، تر څو د خپل اعمالو په ذریعه ددې امت د هلاکت لامل نه شي.

مونږ ډیر عام خلک لیدلي چې د علماو د فتوی لامله په غلطی لاری تللي، ځکه خو پوهان وایي: د عالِم تیروتنه او غلطی لکه د ټولې نړۍ د تیروتنې په څیر وي.

نو دعوتګر باید مخکې له دې چې یو قرار او فیصله ونیسي اول باید ښه د هغې په اړه پلټنه وکړي تر څو د خلکو د تیروتنې لامل نه شي.

۲۱- د خلکو سره الفت او مینه:

دعوتګر باید د خلکو سره الفت او مینه ولري، هغوی ته نفع ورسوي، نه دا چې یواځې په خبرو او موعظو بسنه وکړي. باید د رسول –صلی الله علیه وسلم – لاره خپله کړي، هغه جناب –صلی الله علیه وسلم – به کله خلک هدایت لاری ته رابلل، او کله به یې دخلکو زیارت کوه.

همدا پیامبر –صلی الله علیه وسلم – وو چې خلک به یې دعوت کول، هغوی ته به یې شیان ورکول حتی دا چې یو چا ته یې سل اوښان ورکړي وو. خپله به یې نوی کالي هم اغوستل او خلکو سره به یې جوړ په خیر کوه او په یو مجلس کې به ورسره کښیناسته.

د ځیني خلکو سره الفت او مینه پیدا کول او هغوی د الله لارې ته رابلل ډير ستونزمن کار هم ندې لکه د ډیرې بی لاري ځوانانو په زړونو کې مینه پیدا کول او دهغوی سره الفت او محبت.

د بیلګې په توګه د سرکښه ځوانانو مسجد ته د لمانځه لپاره رابلل، که د واده کولو قدرت نه لري هغوی ته د مهر ورکولو مرسته ، په مخدره موادو روږدي کسانو ته د یو مقدار مال ورکولو وعده په دې شرط چې د مخدره مواد کارول پریږدي او داسې نوری لاری.

۲۲-دعوتګر باید ولاء او براء ولري:

دعوتګر باید ولاء و براء ولري.د خلکو د اطاعت او معصیت په حساب باید خلکو سره مینه ولري او یا ورنه کرکه وکړي. او د چا نه د طاعت لپاره مطلق مینه او د  چا نه د معصیت لپاره مطلق کرکه هم ونه لری.

بلکه هر انسان باید د طاعت او معصیت په اندازه درجه ورته ورکړل شي.

کله کله په یو انسان کې مینه او بغض دواړه جمع کیږي، ورسره مینه کوي ځکه چې  د جماعت لمونځ ملازمت کوي يا خپل ږیره اوږده پریږدي، او ورنه کرکه کوي ځکه چې بیا همدا کس د خلکو غیبت کوي.

نو دا راز په یو شخص که کله کله مینه اوکرکه دواړه جمع کیدای شي.

۲۳- دعوتګر باید اجتماعی وي:

دعوتګر باید اجتماعی وي، د خلکو په غمو کې هغوی سره وي، د هغوی ستونزی حل کړي، د مریضانو یې عیادت وکړي، نو د خلکو سره د روابطو قطع کول صحیح کار ندې. که خلک پوه شي چی ته د هغوی سره په غمونو او ښادیګانو کې شریک یې، نو له تاسره به مینه وکړي. ځکه خو ټولو دعوتګرانو ته دا وړاندیز ورکوم چې د ودونو مراسمو کې د خلکو ونډه واخلي، واده کونکې ته او دهغی کورنۍ ته مبارکي ورکړي، د هغوی په خوشحالي که خوښ وي،  هغوی سره په واده کې مرسته کوي د میلمانو یې خدمت وکړي، میلمنو ته یې ښه راغلاست ووایي نو دا راز به ټول د هغې سره مینه وکړي.

  • زه وړاندیز کوم چې دعوتګران باید څوک چې واده کوي هغوی ته ووایي: مونږ غواړو چې تاسره مرسته وکړو نو ستا څه نظر دې؟ او مونږ ته څه امر کوې چې تاسره څه رقم مرسته کولی شو؟ همدا راز که څوک مړ شي نو هغې څخه لاړ شي او هغوی ته تعزیت وکړي او تسلی او ډډاینه ورکړي او هغوی ته موعظه او نصیحت وکړي.  خلک به څنګه احساس کوي چې که ته هغوی ته د جمعې په ورځ موعظه او نصیحت کوې خو بیا تا خپل په خوشحالیو او غمو کې تا ونه ګوري؟!
  • همدا راز خلکو سره د هغوی د ستونزو په حل کې ونډه واخلي، دا ځکه چې دعوتګر مصلح وي او یواځې په همدې صورت کې دې چې د خلکو زړونه لاس ته راوړي او دهغوی مینه لاس ته راوړي، لکه څنګه چې رسول –صلی الله علیه وسلم – دا کار وکړ، په بخاری کې راغلي چې یو ځل رسول –صلی الله علیه وسلم – د غرمې  په لمانځه کی لږ تاخیر وکړ او هغه ځکه چې هغه جناب –صلی الله علیه وسلم – بنی عمر ابن عوف څخه تللی وو او د هغوی ستونزې په حل کې بوخت وو او د هغوی په مینځ کې یی صلح کوله.

همدا راز رسول –صلی الله علیه وسلم – چې به کله د کوم مریض خبر واورید حتی که دا مریض به د صحرا نشین اعرابو څخه هم وو دخپل صحابه و سره به دهغی عیادت ته ورته، او دا یو دهغه سترو کارو څخه دې چې دعوتګر د خلکو په زړونو کې ډير محبوب کوي.

۲۴- په دعوت کې د تدرج مراعت کول:

همدا راز دعوتګر ته پکار ده چې د دعوت په لار کې تدریج مراعت کړي. لویو او غټو قضایاو ته د کوچني قضایاو په پرتله اولویت ورکړي،  او مسائل یو بل کی باید ګډ او خلط نه کړي.

ځیني دعوتګران دي چې کلي او بانډو ته ځي او غواړي چې د جمعې ورځې په یوه خطبه کې ټول اسلام ورزده کړي، او دا راز ټول مسائل سره ګډ کړي. دعوتګر باید اول یوه قضیه هغوی ته وړاندې کړي او ورته یې تعلیم ورکړي، دبیلګې په توګه د توحید قضیه، او یا هم د په لمونځو ټنیګار،  اویا د حجاب قضیه.خو که په یو خطبه کې خلکو ته مختلف مسائل لکه د توحید، شرک، سحر، حجاب، په لمونځونو ټینګار، د
ګاونډي حقوق ټول وړاندې کړي  نو خلکو ته به هم ممکن نه وي چې د هغې خبرو نه کوم څه ذهن ته وسپاري.

کله چې رسول –صلی الله علیه وسلم – معاذ  -رضی الله عنه- یمن ته ولیږه نو هغه ته یې وویل: ( اولنې شي ته چې خلک رابولې هغه باید د لا اله الا الله او  دا چې زه د الله استاذی یم دا اوسي، که چیرې په دې قضیه کې خلکو اطاعت وکړ نو بیا  هغوی ته ووایه چې الله تعالی پر تاسو یو ورځ او شپه کې  پنځه وخته لمونځ فرض کړې)

نو دعوتګر دا راز خلکو ته په تدریج باید دعوت وکړي، هغه خلکو ته چې لمونځ نه کوي د ږیرې اوږد پریښودل ته یې نه هڅوي، څه فایده چې یو څوک لمونځ ونکړي خو ږیره یې اوږده وي.

په ورته ډول له خلکو څخه باید د کوچني شیانو غوښتنه  ونه شي تر هغه چې هغوی په غټو شیانو کی تاسو سره اتفاق ته ونه رسیږي. مرحله په مرحله په مشترک شیانو په مختلفو ډولو بحث باید وشي لکه کله د خطبه، کله د خط، کله د غونډو په شکل، تر څو د ټولو لارو نه مو کار اخیستې وي. ځکه ځیني خلک د جمعی د خطبی نه دومره متاثر کیږي چې د کوم درس نه هومره متاثر نه کیږي او ځیني خلک ددې برعکس وي. کله ورته باید خط ولیکل شي، کله ورسره په تلیفون خبری وشي، کله ورته ځیني دعوتګران ولیږدول شي چې ورسره نږدې نه خبرې وکړي.

زما په آند اوسنې عصر کې چې د باطل اسالیب په مختلفو ډولو دي او نوی شوي همدا راز د دعوت اسالیب هم باید مختلف او نوي وي. الله تعالی په قرآن کې مونږ ته خبردارې  راکړې چې اهل باطل ډیر مال لري، ډیر یې هم مصرفوي او ډیر وسائل هم په لاس کې لري:(( فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ))الأنفال  ۳۶

ژباړه:  نو ژر به دوى دا (مالونه) ولګوي، بیا به دغه په دوى باندې (د) حسرت (او پښېمانتیا باعث) وي، بیا به دوى مغلوب كړى شي او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، هغوى به جهنم ته ورجمع كولى شي.

نو ځکه باید انسان د وسائلو د قلت نه خفه نه شي، د رسول –صلی الله علیه وسلم – شاوخوا د کسری او قیصر امپراطورئ وې چې ټول امکانات یې په لاس کې لرل خو ددې ټول سربیره رسول –صلی الله علیه وسلم – به خپل د خټو ساده کور کې اوسیده ، خو الله تعالی هغه د خپل اخلاص او د نیت د پاکوالي لامله خپل موخې ته ورسوه یعنی د اسلام دین یې په شرق او غرب کې نشر کړ.

۲۵- هر چا ته دهغې برابر منزلت او مقام ورکول:

همدا راز دعوتګرته پکار ده چې دخلکو مراتب مراعت کړي،  او ټول خلک سره یو راز برابر ونه ګڼي، عالم خپل منزلت لري، معلم خپل منزلت لري،  او قاضی هم خپل منزلت. (( قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَشْرَبَهُمْ )) البقرة ۶۰  ژباړه: يقينًا ټولو خلقو خپل خپل ګودر (د څښاك ځاى) وپېژنده. یعنی دلته هم ټول خلک په یو منزلت کې نه وو.

باید په یاد ولرو چې دا کار عنصری توپیر نه بلل کیږي، بلکه  دا داسلام د ادب څخه بلل کیږي.

د یو انسان دیدار د بل انسان نه توپیر کوي،  د یو مقام د بل نه فرق کوي، ځیني خلک دې چې دمجلس په سر کي ناسته غواړي، ځیني خلکو چې تاسو هغوی غیږ کې ونیسۍ د نورو نه یې غیږ مختلف وي.

نو هرچا ته خپل منزلت ورکول د حکمت د تقضاو نه ده چې دعوتګر باید خلکو سره د تعامل وخت کې په دې حکمت سمبال وي. رسول –صلی الله علیه وسلم – به هم دا حکمت مراعت کوه او دا قضیه په مسلم او ابی داود کې هم ذکر شوې.

۲۷: خپل ځان محاسبه کړي او الله تعالی په عاجزئ یاد کړي.

دعوتګر باید خپل ځان محاسبه کړي، خپل ګفتار او کردار ته متوجه اوسي او خپل په ګفتار وکردار ځان محاسبه کړي. دا اړین ده چې دعوتګروګوري هر هغه څه چې په خوله خلکو ته وایي خپله پری عمل هم کوي او که نه؟ بیا د خپل رب نه مرسته وغواړي تر څو ده ته توفیق ورکړي، او د هر کلمې په پیل کې ، د هر درس په پیل کې الله تعالی یاد کړي،  او د الله نه وغواړي چې ده ته لارې خلاص کړي او آسانی ورته پیدا کړي او نیک لارې ته یې هدایت کړي.

ځیني علما به چې کله غوښتل خلکو ته درس پیل کړي  نو دا دعا به یې کوله: اللهم لا تكلني إلى نفسي طرفة عين) یا الله ته ما د سترګو د رپ په اندازه هم خپل نفس ته مه پریږده.

نو که انسان خپل په قدرتو، امکاناتو، خپل په ذهن او آواز غره شو نو ټولې لارې به پری بندې شي، ځکه چې د الله نه به غیر مونږ بل څوک مرسته کونکې نه لرو.

  • نو دعوتګر ته پکار ده کله چې د جمعی په ورځ منبر ته پورته کیږي چې الله ته رجوع وکړي او د الله نه وغواړي چې کلمات او عبارات یې ورته صحیح کړي او صحیح لارې ته یې هدایت کړي، خلک دده د خبرو نه ګټه واخلي ، د هغی رشد واستعداد ډیر کړي ځکه که الله وغواړي نو هغه به په ښه توګه موعظه او تبلیغ کولې وشي او که الله وغواړي نو دعوتګر به ونه شي کولې صحیح عبارات او الفاظ په خوله راوړي، کیدای شي داسی عبارات یې دخوله ووځي چې خلک نور هم په تورط کې واقع شي ، یا داسې کوم غلط عبارت یې دخولې ووځي چې د دین مخالف وي نو ځکه خو باید دالله تعالی نه د ثبات غوښتنه وکړي .

۲۷- په عباداتو کې  متمیز اوسي:

دعوتګر په عباداتو کې د نوروانسانانو نه ډیرخاص او متمایز وي، نوافل ترسره کوي، دعاګانی او اوراد وايي، د سهار او ماښام لمانځه نه وروسته مسنونه دعاګانې وایي تر څو الله تعالی یې خپل په حفاظت کې وساتي، د اشراق وخت کې هم دعا کوي او د دعاو ورد د خلکو د سترګو نه پناه تر سره کوي،  قرآن ډیر تلاوت کوي، ترجمه یې مطالعه کوي،د سلفو ژوندلیک لولي، دا ځکه چې د خلکو سره ډیر خلط کیدل د زړه سترګې وړندې کوي اود انسان ذهن یو نوع مشوش کوي او زړه هم سخت کیږي نو باید تر یو حد عزلت اختیار کړي، لکه  د بیلګې په توګه په ورځ یا شپه کې یو یا څو ساعته یواځې د ځان سره وي او دهیڅ چا سره ونه ګوري او نه هم د موبایل سره بوخت وي او به غیر د مفید شیانو بل څه ونه لولي بیا خپل ځان په دې کارو محاسبه کړي.

۲۸- دنیوی فکرونه کم او د مرګ لپاره چمتوالې ونیسي:

دعوتګر تل له دې نړۍ څخه د تللو په فکر کې وي، او تل داسې فکر کوي چې شاید ژر له دې دنیا څخه لاړ شي او اجل یې نږدې دې، نو دخلکو په مينځ کې د ډیر محبوبیت نه مغرور نه کیږي، الله تعالی فرمایي:  (( إِنْ كُلُّ مَنْ فِي السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ إِلاَّ آتِي الرَّحْمَنِ عَبْداً * لَقَدْ أَحْصَاهُمْ وَعَدَّهُمْ عَدّاً * وَكُلُّهُمْ آتِيهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَرْداً)). مریم ۹۳-۹۵

ژباړه: نه دي دغه هر یو چې په اسمانونو او ځمكه كې دي مګر رحمٰن ته راتلونكي ، په دې حال كې چې بنده به وي. یقینًا  دوی یې حساب کړي دي او دقیق شمیر کړي دي. او هر يو له دوى نه ده ته راتلونكى دى په ورځ د قیامت كې يواځې.

دعوتګر ښه په دې باور لري او پوهیږي چې دې یواځې مړکیږي، یواځې په قبر کې ایښودل کیږي او یواځې هم حشر کیږي، او الله تعالی به له دې  د یوې یوې کلمې چې په خوله یې راوړې پوښتنه کوي، نوځکه خو یو دعوتګر دقیق فکر کوي چې ولی دعوت کوي؟ ولی خبری کوي؟  څه وایي؟ ترڅو چې هر کار یې له پوهې او فهم لامله وي.

  • همدی لامله دعوتګر ته پکار ده چې له دنیا څخه فقط دومره واخلي چې په هرج کې ونه لویږي، ځکه د هر کار نه اوسط حد اخیستل غوره دې، د متوسط خلکو په څیر ژوند کوي، او د متوسط خلکو په څیر لباس اغوندي.

۲۹- باید ظاهرا ښه مظهر ولري:

ځیني خلک فکر کوي چې دعوتګر باید تل د فقراء کالي واغوندي! یا هم باید ډیر ساده او عادي کالی ولري!او دا سمه خبره نده. الله تعالی پاک شیان حلال کړي او رسول –صلی الله علیه وسلم – تجمل او ښایست ته خلک رابولي: (  تجملوا كأنكم شامة في عيون الناس) أخرجه أبو داود ۴۰۸۹

ژباړه: ځان ښایسته کړئ تر څو د خلکو مینځ کې څرګند او واضح اوسیږئ.

همدا راز دعوتګر باید ځان سمبال وساتي، عطر وکاروي، ښه  موټر یا وسیله د انتقال ولری، همدا راز  مجلس یې وسیع او اوږد وي چې پکې د غوره خلکو استقبال وکړي، او دا د  الله تعالی  او د رسول –صلی الله علیه وسلم – د سنتو سره تعارض نه لري.

رسول –صلی الله علیه وسلم – به خپل لباس ته پاملرنه کوله، د استسقاء لمانځه کې به په زړو کالیو کې  چې د ظاهر نه به یې فقر وخشیت معلومیده د کور نه وته، مګر به اخترو او دخوشحالیو په ورځو به یې داسې کالي اغوستل چې زر دینار به یې قیمت درلود او د همدې لباس سره به د خلکو مینځ ته ورته.

  • نو پکار ده چې د هر حالت سره مناسب لباس واغوندي، او دا صحیح نظر ندی چې په اوسني زمانه کې دعوتګر باید د خټو په خام کور کې ژوند وکړي، او دا هم مناسب نده چې دعوتګر نه توقع ولرو چې باید زاړه و شکیدلې جامې یې په تن وي، یا دا چې ټول کال په یو جوړه جامو بسنه وکړي، او په دې هم ښه پوه شي چې الله تعالی مهربان دې او خوشیږي یې چې د نعمت اثر خپل په بنده کې وګوري.
  • مګر دا هم باید له یاده ونه باسو چې دعوتګر دومره په دنیوي شیانو کې غرق شي چې خپل له لارې نه پاتې شي. په ډیر افسوس سره باید ووایو چې اکثر دعوتګران، مشایخ، د علم زده کونکي دنیوی کارو کې تر غوږو غرق وي، په موسسات، شرکتونه او نورو دنیوی کارو کې دومره غرق وي چې دعوت ورنه پاتې وي.

باید ووایم چې که یو طالب علم تجارت کوي یا په مختلفو پروژو کار کوي او په کارو کې یې ښکیل وي نو دې کې کومه ستونزه نه شته،  بکله دا مطلوب حالت هم دې، لکه څنګه به چې عثمان بن عوف او نورو صحابه کرامو داسې کول، خو مهم دا دې چې په دې کارو کې خپل ډیر زیاد وخت ضایع نه کړي د بیلګې په توګه ټول وخت خپل د املاکو په دفترو کې د املاکو په اخیستو او خرڅولو کې تیر کړي او تل د سندونو او چکو سره بوخت وي او امت مهلکاتو ته پریږدي، دا نو صحیح کار نده بلکه د شرم ځای هم دې ځکه چې الله تعالی انسان پیدا کړې تر څو په بهترینه توګه د الله اطاعت وکړي.

  • همدا راز دعوتګر باید خپل شخصی مظهر ته پاملرنه وکړي، با وقار او با شخصیت انسان وي، د اهل خیر او علماو لباس په تن کړي، دفطرت غوښتنې مراعت کړي د بیلګې په توګه  مسواک او عطر وکاروي، نوکان لنډ کړي، تل غسل وکړي تر څو د خلکو په وړاندې دعوت ښه تمثیل کړي.
  • دعوتګر باید مستقل شخصیت ولري:

دعوتګر نباید د نورو نه تقلید وکړي او د نورو په شخصیتو کې ذوب  شي، معنی دا چې ځان ورنه ورک نه شي. ځیني دعوتګران شته چې کله یې د یو بل دعوتګر شخصیت خوښ شي نو په ټولو کارو کې له هغې نه تقلید کوي آن تر دې چې په آواز و خبرو کولو ، او لاره تګ کې .

رسول –صلی الله علیه وسلم – فرمایي: : (( لا يكن أحدكم إمعة ، إن أحسن الناس أحسنت ، وإن أساءوا أسأت )) أخرجه الترمذي ۲۰۰۷

ژباړه: تاسو نباید د نورو نه په پټو سترګو تقلید وکړي،  دا راز چې که خلک ښه کوي نو تاسو هم ښه وکړئ، او که خلک بد کوي نو تاسو هم بد وکړئ.

پکار خو دا ده چې که خلک ښه وکړي نوتاسو هم ښه وکړئ او که بد هم وکړي نو تاسو باید مقابل کې ښه وکړئ او د بدو نه ځان وژغورئ،  نو د شخصیت ذوب کیدل د دعوتګر د شان  نه نده.

نو ته باید یو مستقل شخصیت ولرې، او په دې پوه شه چې الله تعالی ته په خپل ذات کې خاص پیدا کړې، تا نه وروسته  هیڅ څوک ستا په شکل نه راځي، د آدم علیه السلام  د وخت نه  نیولې تر اوس پورې چې څومره خلک خلق شوي ستا په شکل او ستا په څهره  بل څوک نه شته، ستا آواز،ستا استعداد د بل هر چا نه توپیر لري.

ویل کیږي چې طاووس د کارغه دلارې تګ تقلید کوه نو خپل تګ هم ورنه هیر شو.

همدا راز دي د قرآن قاریان، چې که  یو قاري د بل قاري تقلید وکړي نو خپل سبک به یې هم له یاده ووځي ځکه چې الله تعالی هر چاته ځان ته آواز ورکړې.

۳۰- ښځو ته توجه کول:

دعوتګر باید د دعوت په لار کې د ښځو بخش ته هم توجه وکړي، او دا مورد باید خپل په خبرو او خپل په تبلیغ کې حتما یاد کړي، دا ځکه چې ښځې د ټولنې نیمه برخه جوړوي.

هر هغه څه چې په دې مقاله کې لیکل شوي هغه یوې مسلمانې ښځې ته هم متوجه دي.

په پای کې دالله نه غواړم چې  زمونږ ټولو نه راضي شي، زمونږ خبری او افعال دواړه په صحیح لار کې وکاروي…. وصلی الله على محمد وعلى آله وصحبه وسلم تسليماً كثيرا .

 

 

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا