ه الله جل جلاله باندې يقين ستا په ژوند كې څه رول لری؟

د دې يقين وسعت او اندازه ستا په زړه كې څومره دی؟
دې پوښتنې ته درست او دقيق جواب، داسې يو شى دى چې ته بايد د هغه په اړه د مطمئن كيدو لپاره هڅه او پلټنه وكړې. خو ولې كيداى شي ځينې خلك ووايي: مونږ په خپله په دې خبرو پوهيږو، په يقيني ډول پوهيږو چې الله جل جلاله په هر څه قادر دى، نو په دې مسئله يقين لرو!

هو، كيداى شي ځينې خلك د الله جل جلاله په قدرت باندې يقين ولري، خو په عادي او لفظي توګه نه له زړه نه، هغه شى چې مونږ پرې دلته تاكيد كوو او غواړو چې ريښې يې محكمې شي، هغه د زړه يقين دى، ځكه يقين لومړنۍ درجه عبادت دى.
كيداى شي ځينې خلك يقين ولري، خو دا يقين په عمومی توګه تش ګومان دى د ټولو جزئياتو او عملي صورت سره نه دى تړلى.

بسوی اللهد مثال په توګه:
كه چيرې يو كس تا ته د يوه داسې هيواد چې نه ته ورغلى يې او نه دې ليدلى نوم واخلي. مثلا درته ووايي: د ځمكې په سر يو هيواد «يمن » دى، حال دا چې تر اوسه تا يمن نه دى ليدلى او نه دې د هغه په اړه څه اوريدلي. خو بيا هم ګومان كوې چې دا سړى رښتيا وايي: بناء په دې سره ستا په ذهن كې يقين پيدا شو چې د ځمكې په سر د «يمن» په نوم يو هيواد شته، خو كه چيرې يو بل كس راشي او تا ته ووايي: نه، دا سړى دروغ وايي، د «يمن» په نوم هيواد نشته، په داسې حال كې په تا كې يو ډول شك او تردد پيدا كيږي. خو كه چيرې لس كسان تا ته ووايي چې د «يمن» په نوم هيواد شته، ستا يقين ورسره اضافه كيږي او داسې احساس كوې چې دا خبرې رښتيا دي، او كه چيرې لس كسان نور راشي او تا ته ووايي: د «يمن» په نوم هيڅ هيواد نشته، يقين دې يو ډول ګډوډ كيږي او كه چيرې سل كسان راشي او تا ته ووايي چې «يمن” شته، ستا يقين نسبت مخكې ته زياتيږي او كه چيرې دې سره يمن ته د سفر ويزه هم تر لاسه كړې، يقين دې نور هم اضافه كيږي او كه چيرې پخپله «يمن» ته ولاړې او په ښارونو كې يې وګرځيدې، ستا په زړه كې به د دې هيواد وجود د غرونو د محكموالي په څير محكم شي او بيا به ته له دې يقين نه چې تر لاسه دې كړ او زړه كې دې محكم شو، كيداى شي دفاع هم وكړې كه يو مليون كسان راشي او ټول تا ته ووايي: د «يمن» په نوم هيواد نشته، هيڅكله به دا خبره ونه منې. ځکه په سترګو دې وليدو، دا هغه يقين دى چې زمونږ هدف دى او هڅه كوو چې په زړونو كې يې محكم كړو.Allah

په الله جل جلاله باندې د يقين پيدا كولو او د هغه د محكم كولو په اړه زمونږ د زړونو حال همدا ډول دى.

زړه يوازې په تقليد سره دې ډول يقين ته نه شي رسيدلى، بلكې د الله جل جلاله په اړه د علم او ادراك، بندګۍ، خضوع او عاجزۍ سره انسان كولى شي چې د هغه ذات په اړه محكم يقين تر لاسه كړي چې د هر ډول عيب څخه پاك دى.

د مثال په توګه: ممكنه ده چې له پلار يا له يو بل كس نه يې اوريدلي وي چې انسان په قبر كې كيښودل كيږي، يا نعمت ته رسيږي = الله جل جلاله دې مونږ د نعمت والاوو له جملې نه وګرځوي = يا په عذابيږي = الله جل جلاله دې مونږ له عذاب نه وساتي= دا ټول په دنيا كې د انسان د اعمالو سره تړاو لري، خو كيداى شي چې يو كس له بې دينو

سيكولرستانو نه ستا په زړه كې دا شبهه واچوي چې په قبر كې هيڅ حساب نشته = الله جل جلاله دې مونږ د هغوى له باطلو نه وساتي= نو په تا كې به يو ډول شك او ګډوډي پيدا شي او كه چيرې د شيوخو او علماءو يوې علمي غونډې ته حاضر شې چې هلته د قبر د ژوند او حساب په اړه خبرې وشي يا د يوه معتمد او پرهيزګار عالم نه پوښتنه وكړې، بيرته به دې اعتماد په ځاى شي.

كه چيرې احيانا د دغو معتمدو علماءو يو كتاب ولولې، نه د هغو كسانو چې په شبهاتو پسې روان دي اعتماد دې نور هم اضافه كيږي.

كه چيرې قران د تفسيره سره ولولې او د رسول الله صلی الله عليه وسلم احاديث مطالعه كړې، د قبر،حساب كتاب،نعمت او عذاب په اړه به دې يقين بشپړ او محكم شي. د دې احاديثو د جملې څخه يو هغه حديث دى چې له ام المؤمنين عائشه (رضی الله عنها) څخه روايت دى فرمايي: دوه زړې يهودۍ ښځې ما ته راغلې او وې ويل: مړو ته په قبر كې عذاب وركول كيږي. ما هغوى دروغژنې وګڼلې او په خبرو مې باور ونه كړ. هغوى لاړې، رسول الله صلی الله عليه وسلم كور ته راغى او ما دا كيسه ورته بيان كړه. رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:
«صَدَقَتَا،إِنَّهُمْ يُعَذَّبُونَ عَذَابًا تَسْمَعُهُ الْبَهَائِمُ كُلُّهَا»
“دوى رښتيا ويلي، دوى (اهل قبر) ته داسې عذاب وركول كيږي چې ټول ځناور يې اواز اوري”
عائشه (رضی الله عنها) فرمايي: له دې نه وروسته مې تل رسول الله صلی الله عليه وسلم ليدلو چې په لمانځه كې به يې د قبر د عذاب نه الله جل جلاله ته پناه وړه. [بخاري]
وروره!

رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وګوره چې د خپل نبوت او معصوميت باوجود، د قبر د عذاب نه الله جل جلاله ته پناه وړي، نو مونږ څوك يو؟! پخپل پيغمبر پسې اقتدا وكړه او تل د قبر د عذاب نه د الله جل جلاله لور ته پناه ويسه، ځكه دا كار حقيقت دى. الله جل جلاله دې مونږ ټول ترې وساتي.

له ابو هريره رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به داسې دعا كوله:
«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ وَمِنْ عَذَابِ النَّارِ، وَمِنْ فِتْنَةِ الْمَحْيَا وَالْمَمَاتِ، وَمِنْ فِتْنَةِ الْمَسِيحِ الدَّجَّالِ» [البخاري]
“پروردګاره! زه د قبر له عذابه، د اور له عذابه،د ژوند له فتنې نه، د مرګ له فتنې نه او د مسيح د جال له فتنې نه ستا لور ته پناه در وړم”

له ابو هريره رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:
«إِذَا تَشَهَّدَ أَحَدُكُمْ فَلْيَسْتَعِذْ بِالله مِنْ أرْبَعٍ ، يقول: اللَّهُمَّ إنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ جَهَنَّمَ، وَمِنْ عَذَابِ القَبْرِ، وَمِنْ فِتْنَةِ المَحْيَا وَالْمَمَاتِ ، وَمِنْ شَرِّ فِتْنَةِ المَسِيحِ الدَّجَّالِ» [مسلم]
“كله چې يو په تاسې كې تشهد(يعني: د لمانځه اخره برخه کې) وايي، نو له څلورو شيانو نه دې الله جل جلاله ته پناه ويسي. داسې دې ووايي: پروردګاره! زه د دوزخ د عذاب نه، د قبر د عذاب نه،د ژوند او مرګ د فتنې نه او د شر د مسيح دجال د فتنې نه ستا لور ته پناه دروړم”

وروره! تل د رسول الله صلی الله عليه وسلم وصيت په غوږ كې ونيسه او تل وروسته له اخرني تشهد نه او مخكې له سلام نه د قبر له عذاب نه د الله جل جلاله لور ته پناه ويسه، او دا خپله دعا وګرځوه ترڅو ترې خلاص شې. الله جل جلاله دې مونږ او تاسې د قبر د عذاب نه وساتي.

له عائشه (رضی الله عنها) څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:
«عَذَابُ الْقَبْرِ حَقٌّ» [البخاري]
“د قبر عذاب واقعيت لري”

«استجيروا بالله من عذاب القبر فإن عذاب القبر حق»[المعجم الكبير]

“د قبر له عذاب نه د الله جل جلاله لور ته پناه ويسئ، ځكه د قبر عذاب حق دى”

له دينه وروسته چې دا مسئله دې زده كړه، اوس په زړه كې د دې غټ يقين د تثبيت مرحلې ته رسيږې چې هغه په دې علم باندې عمل كول دي، په ډيره عاجزۍ او خضوع سره د هغه په وړاندې عبادت كوې ترڅو تا د هغو خلكو نه وګرځوي چې له دې عذاب نه خوندي دي او د عذاب قبر نه د الله جل جلاله لور ته په پناه وړلو سره د يقين سترې مرحلې ته رسيږې، حتى چې شيطان هم نشي كولى چې تا ګډوډ كړي او په زړه كې دې شك واچوي.

وروره!
بايد په زړه كې بشپړ يقين پيدا كړې ترڅو ستا لپاره په دې دنيا كې د هغو شبهو په اړه چې د اسلام دښمنان يې واردوي، ښكلې توښه وي.

د همدې يقين د ترسيخ او محكموالي لپاره د هغې طريقې نه كار واخله چې د قبر،حساب او كتاب، نعمت او عذاب، په مسئله كې بيان شوه همدا ډول د هغو مسائلو ته چې د اسلام د ښمنان هڅه كوي ترڅو د هغو په اړه شبهات وارد كړي، متوجه اوسيږه. ځينې د دې مسائلو نه په لاندې ډول دي:
۱= په قران باندې د اكتفا كولو او په سنت باندې د عمل پريښودلو شبهه .
۲= په راويانو كې د شك او ترديد رامنځ ته كولو شبهه، لكه ابوهريره رضی الله عنه او امام بخاري (رحمه الله) او داسې نور شخصيات چې د اسلام په خپرولو كې يې لويه ونډه درلوده.
۳= د ښځې په اړه شبهات، لكه حجاب، د ښځې سنتول او ……..

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د – هدایت- له کتاب څخه

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا