د ذوالحجي د لسو ورځو فضائل
الحمدلله وحده، و الصلاة و السلام على من لا نبي بعده، اما بعد:
د الله تعالي ډیر زیات شکر ګزار یو چې موږ ته یی بیا دا بهترینه او پر برکاته ورځی په نصیب کړي. الله تعالی په خپلو بندګانو باندې ډیر مهربانه دی او خپل بندګانو باندي بي شماره احسنات او انعامات کړی دي؛ د هغه په دغه احساناتو او انعاماتو کې يو دا انعام دى چي د خپلو بندګانو لپاره يي د خپلي بندګې او ډيرو نيکيوو او ثوابونو ګټلو لپاره ځيني خصوصي وختونه پيداکړي، لکه د جمعي ورځ، د رمضان مياشت، د عرفي ورځ، د ليلة القدر شپه او داسي نور….
بختور انسان هغه څوک دى چي د الله تعالى ددي ورکړى شوو خصوصي وختونو څخه فائده پورته کړي. ددي غوره وختونو جملې څخه يو هم ذوالحجي لس ورځي خصوصا نهمه ورځ ده.
په قرآن او حديث کې ددي ورځو ځانګړي فضائل بيان شوي، چي ځيني فضائل او مسائل يي په لاندي ډول دي:
(١) پدي ورځو الله تعالى قسم کړى: الله تعالى د ذوالحجي په اولو لسو شپو قسم کړي، الله تعالى چي په څه قسم وکړي نو هغه ډیر عظیم عزت او حکمتونو څخه ډک شی وي. په سورة فجر کي راځي: (وَالْفَجْرِ (۱) وَ لَيَالٍ عَشْرٍ) د قران کريم په دي ايتونو کي د جمهورو مفسرينو په نزد د (و ليال عشر) څخه همدغه د ذوالحجي لس شپي مراد دي.
علامه ابن کثير رحمه الله ويلي: دي ايت (ليال عشر) څخه مراد د ذوالحجي لس ورځی دي، او دا تر ټولو صحيح او غوره مصداق ده.
ابن عباس رضی الله عنهما او ابن زبیر رضی الله عنهما او مجاهد رحمه الله هم همدا قول دي.
(٢) په دي ورځو کې په ذکر باندي او د الله تعالی په یادولو باندې خاص امر راغلى:
الله تعالى فرمايلي: (و يذكروا اسم الله في أيام معلومات على ما رزقهم من بهيمة الأنعام) [الحج:۲۸].
په دي ايت کې د (ايام معلومات) څخه د عامو معتبرو مفسرينو په آند همدغه د ذوالحجي اولنۍ لس ورځي مراد دي.
په احاديثو کې هم ددي ورځو ځانګړي فضائل بيان شوي:
١- عن جابر رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: (فضل أيام الدنيا أيام العشر ـ يعني عشر ذي الحجة ـ قيل: ولا مثلهن في سبيل الله؟ قال: ولا مثلهن في سبيل الله إلا رجل عفر وجهه بالتراب. [ رواه البزار وابن حبان وصححه الألباني]
د جابر بن عبدالله رضي الله عنه نه روايت دى چي رسول الله عليه وسلم فرمايلي: ددنيا بهتريني او غوره ورځي (همدغه) لس يعني د ذوالحجي ورځي دي، چا ورڅخه پوښتنه وکړه ددي په شان غوره ورځي د الله د لاري د جهاد ورځي هم نه دي؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل د الله د لاري د جهاد ورځي هم ددي څخه غوره نه دي!! مګر که څوک خپل مخ په خاور خړ کړي ( يعني ځان شهيد کړي).
٢- عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (ما من أيام العمل الصالح فيها أحب إلى الله من هذه الأيام ـ يعني أيام العشر ـ قالوا: يا رسول الله، ولا الجهاد في سبيل الله؟ قال: ولا الجهاد في سبيل الله، إلا رجل خرج بنفسه وماله ثم لم يرجع من ذلك بشيء) [رواه البخاري].
په دنيا کې ددي ورځو (د ذوالحجي د اولو لسو ورځو) په شان نوري ورځي نه شته چې الله تعالى ته په کې نيک عمل ډير خوښ وي، صحابه کرامو ورڅخه پوښتنه وکړه يا رسول الله! د جهاد في سبيل الله نه هم (په دي ورځو کي عمل کول) ډير غوره ده، هغه ورته وفرمايل: جهاد في سبيل الله هم ددي (ورځو نيک عمل ته) نه شي رسيدلى، مګر هغه مجاهد چي جهاد ته له خپل ځان او مال سره لاړ شي او يو هم بيرته را نه وړي (يعني ځان او مال قربان کړي).
ددي ورځو د فضيلت بله وجه دا ده چي په دي ورځو کي يوه ډيره غوره ورځ راځي چي هغي ته (يوم النحر) يعني د غټ اختر وايي، د يوم النحر ورځ هم د کال تر ټولو ورځو زياته غوره ورځ ده، په حديث شريف کې راغلي: (أعظم الأيام عند الله يوم النحر، ثم يوم القر) د الله په نزد ډيري غوره ورځي د ذوالحجي لسمه ورځ ده بيا د ذوالحجي يوولسمه ورځ ده [رواه أبو داود والنسائي وصححه الألباني].
ددي ورځو د فضيلت بله وجه داده چي په دي ورځو کې د عرفي ورځ راځي د عرفي د ورځي بي شماره فضائل دي، حديث کې راځي ((صوم يوم عرفة يكفر سنتين ماضية و مستقبلة)).
د عرفي د ورځي روژه د دوو کلو ګناهونه رژوي يو د تير شوي کال او يو د راتلونکي کال (دا حديث مسند احمد او داسي نورو په صحيح سند سره روايت کړى).
دارنګه پدي ورځو کې نور مهم او ډير غټ غټ نيک عملونه کيږي؛ نو په دي وجه غوره ورځي دي.
حافظ ابن حجر په فتح الباري کې د دی ورځو فضیلت په اړه ليکي:د ذوالحجي ددي لسو اولنو ورځو د فضليت وجه دا ده چې ډیر اهم او اصولي عبادتونه راجمعه شوي؛ لکه لمونځ، روژه، صدقه، حج او داسي نور شو؛ چې دا ټول په يوځل نورو ورځو کې نشي راتلى.
په قران او حديث کې ددي ورځو د فضائلو ذکر کيدلو غرض موږ او تاسي بلکه تمام انسانيت ته ددي دعوت او ترغيب راکول دي چې په دي ورځو کې ځانګړي نيک اعمال وکړو، د فضيلت او مرتبو څخه فائده پورته کړو، الله ته په اخلاص توبه وکړو، د ګناهونو څخه ځان وساتو، جهاد، فرض لمونځ په جماعت سره، د مسلمان سره نيکي، د کونډو يتيمانانو سره احسان، امر بالمعروف والنهي عن المنکر او نور ګڼ نيک اعمال وکړو تر څو ددي ورځو فضيلت او قدر راڅخه ضائع نشي او ددي عظيمو راغلو ورځو پوره پوره حق اداء کړو.
هغه اعمال چې باید دی ورځو کې سرته ورسو تر څو وکولی شو د فضایلو استفاده وکړو:
١) حج او عمره:
چاته چي الله تعالى وسع او قدرت ورکړى وي نو هغه ته پکار دي چي په دي لسو ورځو کې حج ته لاړ شي، ددي لسو ورځو يو ځانکړى عمل همدغه حج او عمره کول دي، څوک چي دا دواړه په اخلاص سره وکړي نو الله به په بدله کې جنت ورکړي.
حديث کي راځي: (العمرة إلى العمرة كفارة لما بينهما، والحج المبرور ليس له جزاء إلا الجنة) [متفق عليه].
حج مبرو ديته وايي چي په سنت طريقه وکړل شي ؛ هيڅ ريا، شهرت او ګناه پکي ونه شي؛ ورسره ورسره نيک اعمال په کي ډير وکړي.
٢) روژه نيول:
ددي ورځو يو ځانګړى عمل روژه نيول دي، روژه هسي هم زيات ثواب لري؛ د روژي فضيلت په حديث قدسي کې واورئ، حديث کې راځي چي الله تعالى فرمايي: (كل عمل ابن آدم له إلا الصوم فإنه لي وأنا أجزي به) [متفق عليه].
د رسول الله صلى الله عليه وسلم معمول مبارک دا وو چې هغه به ددي مياشتي په النو ورځو کې روژه نيوله، حديث کي راځې: «أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَصُومُ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَتِسْعًا مِنْ ذِي الْحِجَّةِ». يعني نبي کريم صلى الله عليه وسلم به د عاشوري روژه او د ذوالحجي نه ورځي روژه نيوله. _ رواه النسائي والبيهقي بسند صحيح.
په خاصه توګه په دي ورځو کې يوه ممتازه ورځ د عرفي ورځ ده کومه چې د حج الأكبر ورځ ده، په دي ورځ الله تعالى بندګانو ته ګناهونه معاف کوي، په دي ورځ خپل بندګان د اور څخه ازادوي، ددي ورځي روژه نېول د ډير زيات اجر او ثواب سبب ګرځيږي، حديث کې راځي چي ددي ورځي روژه د دوو کلونو ګناهونه رژوي (معاف کوي).
(صيام يوم عرفة احتسب على الله أن يكفر السنة التي قبله والتي بعده) زه د الله نه اميد لرم چې د عرفي په زوژي باندي د مخکيني کال او ورستني کال ګناهونه معاف شي [رواه مسلم].
٣) لمونځ کول:
مونځ: مونځ یو له اهمو عبادتو څخه دی چې باید دی ورځو کې ورته ډیر زیات متوجی اووسو. باید خپلو مونځونو کې پابندې وکړو خپل وخت سره یی اداء کړو خشوع او عاجزی ورکې راولو څومره چې کولی شو باید په اخلاص سره یی سرته ورسوو. فرضی مونځونو څنګ کې باید په نفلی مونځونو هم پابندې وکړو. ځکه نفلی مونځونه سبب د دی چې انسان الله تعالی ته نزدی او محبوب یی شي. حديث قدسي کي راځي: «وما يزال عبدي يتقرب إلى بالنوافل حتى أحبه» يو بنده ماته هميشه په نوافلو کولو سره (د ځان را نزدي کولو) کوشش کوي؛ تر دي چي زه ورسره محبت وکړم (يعني ور څخه راضي شم). [رواه البخاري].
۴) تکبيرونه، حمدونه، لا اله الا الله او نور ذکر اذکار کول:
د ابن عمر رضي الله عنهما نه روايت دي چي نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي: «ما من أيام أعظم عند الله ولا أحب إليه العمل فيهن من هذه الأيام العشر، فأكثروا فيهن من التهليل والتكبير والتحميد» [رواه أحمد].
نه په دنيا کې تر دې ورځو پر الله عزتمني ورځي شته او نه خو تر دي ورځو زيات په نورو ورځو کې هغه ته نيک عمل دومره خوښ او محبوب ده؛ نو تاسي په دي ورځو کې (( لااله الاالله، الله اکبر، سبحان الله، الحمدلله)) ډير ډير وايئ.
امام بخاري رحمه الله په خپل صحيح کې ليکي: كان ابن عمر وأبو هريرة رضي الله عنهما يخرجان إلى السوق في أيام العشر يكبران ويكبر الناس بتكبيرها.
ابن عمر او ابوهريره به په دي لسو ورځو کې بازار ته وتل؛ په زوره به يي تکبيرونه ويل او خلکو به هم ورسره تکبيرات بدرګه کول.
تکبیرات په دوه قسمه دي: تکیبرات مطلق او بل تکبیرات مقید.
تکبیرات مطلق: مطلق تکبیرات په دی معنی چې د ته کولی شی هر وخت چې زړه دی وغواړی دا تکبیرات ووایی او وخت یی د ذوالقعدی آخرین ورځی د لمر ډوبیدو څخه شروع کیږی. د ایام التشریق (۱۱-۱۲-۱۳) تر اخري ورځی پوری.
او تکبیرات مقید: چې فرض مونځ څخه وروسته ویل کیږي او وخت یی د عرفی ورځی د سهار لمونځ څخه واخله د ایام التشریق تر آخری ورځی پوری.
د تکبيراتو الفاظ په لاندي ډول دي:
أ) الله أكبر. الله أكبر. الله أكبر كبيرأ.
ب) الله أكبر. الله أكبر. لا إله إلا الله. والله أكبر. الله أكبر ولله الحمد.
ج) الله أكبر. الله أكبر. الله أكبر. لا إله إلا الله. والله أكبر. الله أكبر. الله أكبر ولله الحمد.
۵) صدقة
په احاديثو کې راغلي: صدقه هغه بهترين عمل ده چي په دي سره د الله تعالى غوسه سړيږي، په دي سره مصيبتونه دفعه کيږي، په دي سره د مرضونوعلاج کيږي.
الله تعالى هم په صدقه ورکولو باندي ډير ترغيب راکړى: {يا أيها الذين آمنوا أنفقوا مما رزقناكم من قبل أن يأتي يوم لا بيع فيه ولا خلة ولا شفاعة والكافرون هم الظالمون} [البقرة:۲۵۴ ].
٦) اختر په ورځ قرباني کول
په دي لسو ورځو کې يو عټ نيک عمل قرباني کول دي، د الله په لاره کي حيوان حلالول يو عظيم عبادت دى، قرباني بايد د الله د رضا او هغه ته نزديکت لپاره وکړله شي، د رياکارۍ او د ځان ښودنې يا د بل چا د نزديکت لپاره دي ونه کړل شي، ځکه الله تعالى انسان ته دده د تقوي، پرهيزګاري، اخلاص او جذبي موافق بدله ورکوي.
د ورځو استقبال لپاره بهتر ده چې لاندې کارونه وکړو:
۱. توبه:
اول کار چې باید وکړو هغه دا دی چې توبه باید وباسو په هغه ګناهونو چې مو کړی او خپل توبی کې باید صادقه اوسو او بل په خپلو ګناهونو باندې باید حس د پیښمانی وکړو.
۲٫ اخلاص
دویم کار چې کوو هغه دا دی چې خپل نیت ته باید رجوع وکړو ځکه د اعمالو دارو مدار ټول په اساس د نیت دی ډیر ځلی یو شخص ډیر کم څه کوی خو صادق او مخلص اوسی په خپل نیت کې نو صاحب د ډیرو اجرونو کیږی خو کله داسی هم کیږی چې یو شخص د ریښتنی نیت په نه لرلو سره صاحب د اجر خو نه کیږی بلکی هغه عمل ورته په عذاب بدلیږی نو نیت ډیر مهم څه دی باید د خپلو نیتونو په اصلاح باندې کار وکړو.
۳٫ کوشش کول دا هم ډیر مهم برخه ده.
ځکه قران کې الله تعالی فرمایی: {والذين جاهدوا فينا لنهدينهم سبلنا وإن الله لمع المحسنين} [العنكبوت/۶۹]
هغه کسان چې زموږ په لاره کې کوشش کوي خامخا موږ ورته خپله لاره ښایو او یقینا الله تعالی د نیکی کونکو سره دي.
دا ډیره یوه مهمه قاعده ده.هم کولی شوو ووایو چې یو نوعه زیری هم دی ځکه دلته الله تعالی موږ څخه کوشش غوښتی فقط نو کله چې موږ کوشش وکړو او فقط یو قدم الله خواته واخلو الله تعالی بیا مونږ هیڅکله هم تنها نه پریږدي.
دا هغه برنامې دی چې موږ کولی شو دی ورځو کې ورڅخه استفاده وکړو ځکه بهترینی ورځی کوشش وکړي تر څو تری استفاده وکړي شی. نو الله تعالی دی موږ ته ټولو توفیق راکړی چې وکولی شو دی پر برکتو او فضلیت ډکو ورځو څخه استفاده وکړو.
لیکونکی: صفیه “صافی”