ځان یې قربان، زه یې ژوندی کړم

ژباړه : سردارمحمد دیندارخېل

د مڼو یوه غټه ونه وه.
یو وړوکی ماشوم ‌ؤ چې هره ورځ به یې د ونې سره یې لوبې کولې.
د ونې څانګوته به پورته کېده او مېوې به یې خوړلې… کله به چې ستړی شو د ونې ترسیورې لاندې به ویده کېده …
ده ونه خوښوله او ونې د ده لوبې او مستۍ خوښولې …
وخت تېرېده… ماشوم لوی شو …
داسې زمانه راغله چې ماشوم د ونې سره لوبې نه کولې…
د ورځونه یوه ورځ…ماشوم ډېر غمجن د ونې خواته راغی…
ونې ورته غږکړ: راشه ما سره لوبې وکړه …
ماشوم ځواب ورکړ: زه اوس ماشوم نه یم چې تا سره لوبې وکړم … زه د لوبو سامان ته اړتیا لرم، د دې لپاره چې دلوبو سامان واخلم پیسو ته ضرورت لرم.
ونې ورته ځواب ورکړ: زه خو پیسې نلرم!!! خو ته کولای شې چې زما ټولې مېوې راغونډې کړې، بیا یې وپلورې او پیسې یې ترلاسه کړې.
ماشوم ډېر زیات خوښ شو، دومره چې په جاموکې نه ځاېده …
ماشوم په منډه ونې ته پورته شو ، ټولې مېوې یې راټولې کړې اوپه خوښۍ سره بېرته راکوز شو.
ماشوم لاړاو بېرته راونه ګرځېد…
د ماشوم په نه راتګ سره ونه ډېره خپه شوه …
یوه ورځ ماشوم بېرته ونې ته راغی، اوس ماشوم نه ؤبلکې یوتکړه ځوان ؤ…
ونه ډېره خوشاله شوه چې ماشوم بېرته راستون شو او بیا یې ورته وویل : راشه ماسره لوبې وکړه …
ماشوم ځواب ورکړ: زه ماشوم نه یم چې تاسره لوبې وکړم ، ماته د کورنۍ مسؤلیت راپر غاړه شوی …
زه اوس یو کورته اړتیا لرم چې زما د کورنۍ لپاره سرپنا وي…
آیا ته راسره مرسته کولای شې؟
ونه : بښنه غواړم، مرسته نه شم کولای.my-parrents
ماسره ستا لپاره کوم کور نشته خو ته کولای شې چې زما ټول ښاخونه واخلې، د ځان او کورنۍ لپاره ترې کور جوړکړې…
سړي د ونې ټول ښاخونه پرېکړل او ونه یې پرېښوده او خوشحاله شو … ونه د ده په خوښۍ سره ډېره خوشحاله شوه … مګر دی بېرته رانغی …
ونه یو ځل بیا غمجنه شوه …
په یوه ګرمه ورځ کې…پخوانی ماشوم چې اوس زلمی ؤ، بېرته راغی ونه زیاته خوشحاله شوه …
ونې وویل :راشه ماسره لوبې وکړه ..
سړي وویل:زه ډېر ستړی یم او د سپین ږیریتوب نښانې هم راڅرګندې شوې…غواړم چې په بحر کې کوم لوري ته لاړشم او راحت شم … آیا د یوې بېړۍ مرسته راسره کولای شې؟
ونې ځواب ورکړ: ته کولای شې چې زما تنه غوڅه کړې او بېړۍ ترې جوړه کړې … بیا کولای شې چې هر لوري ته لاړشې… بیا به خوشاله یې…
سړي د ونې تنه غوڅه کړه او بېړۍ یې ځنې جوړه کړه!!!
سړي سفر وکړاو ډېر وخت یې تېر کړ…
په پای کې سړی ډېر وخت وروسته بېرته راغی،غوښتل یې له ونې سره د زړه خواله وکړي.
مګر ونې ورته ځواب ورکړاو ورته یې وویل: افسوس بچیه ، زه نور څه نلرم چې تا ته یې درکړم ، له ما سره اوس مېوه نه شته .
سړي وویل: زه هم غاښونه نلرم چې ویې خورم .
ونې وویل : زه اوسه هغه تنه نلرم چې ته پرې وخېژې اوس ښاخونه هم نلرم چې ته یې ترسیوري لاندې کېنې…
سړي ځواب ورکړ: زه هم اوس سپین ږیری شوی یم هېڅ هم نشم کولای!!!
ونې ورته وویل: زه اوس هېڅ نلرم چې تا ته یې درکړم …
اوس چې څه لرم هغه یوازې مړې ریښې دي ، او په ژړا شوه .
سړي ونې ته ځواب ورکړ او ورته یې وویل:اوس یوازې داسې یو ځای ته اړتیا لرم چې استراحت وکړم …
ډېر زیات ستړی شوم …
ونې ځواب ورکړاو وې وویل: د زړې ونې ځای درته ډېر مناسب دی چې استراحت پکې وکړې…
راشه … راشه ماسره دلته کېنه چې دمه شې…
سړی ورسره کېناست ونه خوشحاله شوه او د ډېرې خوښۍ نه یې اوښکې تویولې…
آیا دغه ونه پېژنې؟
ستا مور او پلار!!

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا