د سواد کچه په افغانستان کې

 

اسلام تر ټولو مخکې انسان زده کړي او پوهي ته هڅولي دي. موږ د پوهي ارزښت په اسلام کى د جبرييل عليه السلام له لومړني پيغام نه څرګندولي شوو، چې حضرت محمد صلى الله علیه وسلم ته يې ړاوړي وو، اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ﴿علق۱﴾ ترجمه: ووايه د هغه خداي په نامه چې ټول مخلوقات يې پيدا کړل.

د يادولو وړ ده چې تاريخ هم د دي ننداره کوونکي دي چې  حضرت محمد صلى الله علیه و سلم څومره د پوهي او زده کړې په څانګه کي پاملرنه درلودله، موږ دا پاملرنه له بدر غزوي نه وروسته کتلي شوو چې ځنې شمير له مشرکينو د مسلمانانو په لاس(اسير) شول.

او په هغوي که داسې کسان هم وو چې مالي وضعيت يې ضعيف وو، خو د سواد له نعمته بهرمند وو. نو  زموږ ستر پيغمبر ورته وړانديز وکړ چې هر يو مشرک به لس کسانو مسلمانانو ته به ليک او لوست زده کوي او مشرکينو هم دا وړاندیز ومنه، او ډير شمير د پيغمبر له يارانو او اصحابو نه د ليک او لوست له نعمته برخمن شوول.

الله تعالى فرمايى:

قُلْ هَلْ يَسْتَوِي اَلَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَ اَلَّذِينَ لاٰ يَعْلَمُونَ إِنَّمٰا يَتَذَكَّرُ أُولُوا اَلْأَلْبٰابِ. (الزمر٩)

ترجمه: ووايه آيا برابر دي هغه کسان چې پوهيږي او هغه کسان چي نه پوهيږي ، خبره همدا ده چي پند يوازې د عقل څښتنان اخلي .

د اسلام دا لوى هدف يعنې  د زده کړې څانګې ته ډيره پاملرنه دي لپاره ده چې انسان د زده کړې په وسيله ځان، څښتن او مخلوقات په سمه توګه وپيژني او پوه شي چې دى دنيا ته څه لپاره سترګې غوړولى دي .

دي ليکنې کي هڅه پر دي ده چې د سواد په بشپړ توګه معنا، هغه مهارتونه چې انسان يې له درلودلو سره با سواد ګنل کيږې او د سواد کچه په افغانستان کې افغانستان را وپيژنو.

سواد څه ته ويل کيږې ؟

د ډيرو خلکو په ذهن کې سواد يواځې په ښه توګه ليک او لوست بلل کيږې ، او يوازی له دي نه درلودو سره يو کس ته بي سواد لقب وړاندې کووي.

خو نن د يونسکو سازمان به ويناوې سواد داسې ژباړه کيږې . [۱]

سواد يعني :

 له خپل پوهي سره د تغييرات توان درلودل.

د خپل مورنۍ ژبې سربيره په بهرني ژبې مسلط وسيدل.

د سواد ډولونه د يونسکو له ديده:

هغه مهارتونه چې انسان يې له درلودولو سره با سواد بلل کيږې :

۱ -عاطفي سواد:

هغه سواد ته ويل کيږې چې  يو انسان له خپلى کورنى او خپلوانو سره سم چلند ولري .

۲ اړيکو سواد:

له خپلو خپلوانو سره د اړيکو په څانګه کې د اړيکو اصول  مراعت کړلې شي .

۳ مالی سواد:

خپل د کور مالي موضوعات په ښه توګه څارلې وشي .

۴ رسنی سواد:

په دي پوه شي چې  کومه رسنى د اعتبار وړ ده او کومه رسنى د اعتبار وړ نه ده.

۵ تربيتي سواد:

خپل اولاد روزنه په ښه توګه کولي وشي .

۶ روغتيايې سواد:

خپل روغتيا لپاره د خوراک په څانګه کې محتاط وي .

۷ تبعيضى سواد:

مطلب د تبعيض سواد نه دا دى چې بايد انسان بل انسان ته له هر نژاد، ژبه، قوم درلودلو سره ورته احترام ولري .

۸ تحليلى سواد:

يعني د استدلال او ارزيابي کولو توان ولري .

۹   علمى سواد

په دي معنا چې يو کس سربيره د خپل ښونځي او پوهنځي کتابونو په بهرني کتابونو مطالعې او علمي څانګو کې د فعاليت کولو مهارت ولري .

دسواد کچه په افغانستان کې

لکه څنګه چې مخکې د زده کړې او پوهى له ارزښتونونه يادونه وکړه، يو ځل بيا غواړم ووايم چې پوهه د انسان ټول شخصيت برابروى . د هغه ټول ژوند په يو چهار چوکاټ برابر سمبالوي . څه هغه د کور دننه ژوند وي او څه د کور نه  بيرون ژوند.

هغه کس چې با سواد وي هم ځانته او هم ټولنې ته مفيد کس بلل کيږې .

په افغانستان کې د سواد کچه ډيره ټىټه ده او ورځ  په ورځ په ټيټيدو ده. موږ ټولو ته څرګنده ده چې د يو هيواد پرمختګ لامل دير شمير با سواد کسان وي.

چې په خپل پوهى سره هيواد آباده وي .

په افغانستان کي د با سوادو شمير ډير کم دي چې  په دى اواخرو کې ټول د نظام بدلون په بهانه بهر ته ولاړل.

چې اوس ورته د مغزونو تیخته هم وايي ځکه ډير متخصصين او د پوهى درلودونکې کسان له افغانستان نه مهاجر شول او بهرني هيوادونو ته ولاړل. د داسي خلکو مهاجرت ځينې عواقب هم له ځان سره لري لکه:

انساني نيرو ته زموږ ستونزې رامينځته کوي .

مادې سرمايه له لاسه ورکول.

د خلکو نا هيله کيدل( پاتې کسانو ته ضربه واريده وى)

معنوی سرمايه د افغانستان په بهر هيوادونو کې استفاده کيږې.

که زموږ د هيواد مشران غواړي چې خپه د پرمختګ په لاره کيږدي نو بايد د زده کړې او پوهى په څانګه کې بى مثال کوښښونه وکړي .

نه دا چي ووايي  زموږ د حکومت مشروعيت د انجونو ښونځي تړلو سره سمون لري .

په افغانستان کې  د بى سوادانو لړ ډير دي خو په دى لړ کې د ښځينه وو کچه ډيره ليدل کيږې .

دا ځکه چې زموږ په هيواد کې ځينې لاملونه شته چې د ښځينه زده کړو مانع کيږې .

* کورنى ستونزې

د ټولني ناسم دودونه   *

د تعليمي او علمي مراکزو لري والى*

او پاى کې د يو هيواد حالات *

 موږ په افغانستان کې  د ډيرو شميرو انجونو او هلکانو ننداره کونکي يوو چې خپل ټول استعدادونه له افغانستان نه بهر هيوادونو کې مصرفوي دا ځکه چې په افغانستان کې داسي استعدادونو لپاره کومه خاصه برنامه نشته، په افغانستان کې که موږ وګورو ډير شمير ښونځي جوړ شوي دي ، هغه سه خصوصي وي او که دولتى وي   د درسي نصاب سربيره کومه بله برنامه زده کوونکو لپاره نه لري همدا وجه ده چې ډير استعدادونه پټ پاتې کيږې.

او يو تحصيل کرده کس خپل له درس سربيره کوم خاص مهارت نه لري . زده کوونکي له ښونځي نه فارغ کېږي. خو د خبرو جرأت نه لري محصل له پوهنځي نه فارغ کيږې خو يو عادي  سمينار وړاندې کولې نه شي .

يو کس د ښونکي مدرک اخلي خو زده کوونکي پوهولئ نه شي، يو کس ډاکتر فارغ کيږې خو عملي کار کولى نه شي تر سو يو بل هيواد ته ولاړ شي ۷ کاله نور هم ضايع کړي تر سو يو رسمي ډاکتر ترينه جوړ شى، کس مريضيږى  خو بايد د تداوي او  دوا پيسو سربيره بايد د يو بل هيواد ته تللو لپاره سو چنده مصرف وکړي تر سو روغتيا تر لاسه کړي.

او داسي ډير شمير ستونزې دي چې  د افغانستان وګري ورسره لاس او ګريوان دي.

په افغانستان کې زموږ حکومت د ډير شميرو لپاره  د زده کړې بنديز د سم نصاب نشتون علت ګني ، موږ ټول ليدونکي يوو چې زموږ د ښونځي په کتابونو کې هر ډول نصاب شته لکه: ديني ، علمي ، لساني ، رياضيات، هنري ، حرفه ي . موږ اول دا نصاب په سمه توګه په افغانستان کې تطبيق کړو هم ډيره خبره ده.

په افغانستان کې اوس مهال کوښښ پر دى وشى چې سنګه خلک له بى سوادي ناروغي نه وساتي ، ځکه بى سوادي په خپله يوه لويه  ستونزه د هېواد په پرمختګ لاره کي بلل کيږې.

د نوى څيړنى په اساس د هيواد بى  سواد شمير ۱۲ ميلىون تن ته رسيږي، بيا په دى کې د ښځو شمير ۷,۲ ميليون تن او د سړيانو  ۴,۸ ميليون تن  بلل شوي دي .

د خوښې ځاى دى  چې زموږ د هيواد معارف څانګه د بى سوادانو لپاره خاصه برنامه پلان کړي ده

د يوې څېړنې له مخي د سواد کچه په ۱۴۰۱ کال تعليمي کورسونو   کې له ۲۰۰  نه ۴۰۰ د تعداد  کچه يې ډيره شوې ده.[۲]

پایله:

نو د دى ليکنى نه داسې پايله تر لاسه کيږى چى پوهنه د انسان ژوند جوړولو لپاره ډير اړين شى دى.او چون په افغانستان کې د پوهى کچه ډيره ټيټه ده نو بايد د پوهنى او د لوړو زده کړو وزارتونه دواړه بايد تر هر څه مخکې د ښونځيو  او د پوهنتونونو  نصاب  له سره غور کړي. تر څو هم زده کوونکى او هم محصلين سربيره د يو علم زده کړى سره د هغه ګټى په ټولنى کى هم په ذهن کى ولرى. نه دا چى درسونه يوازې د پوهنتون او ښونځى اړتيا وګنى.

خپله ليکنه غواړم چې د رحمان بابا په ويناوى پاى ته ورسوم.

رحمان بابا ويلى دى:

 

عالمان  دى روښنايي د دى دنيا

عالمان دى د تمام جهان پيشوا

که څوک لار غواړي دخدايى هم رسول ته

عالمان دى د دى لارې رهنما

په مجلس د عالمانو به سره زر شي

که څوک کانړي دي يا لوټه د صحرا

جاهلان دي په مثال د مردګان

عالمان دي په مثال د مسيحا

هر سړي چې رتبه نه لري د علم

سړي نه دي خالي نقش د ګويا

زه رحمان حلقه به ګوش د هر عالم يم

که اعلى دي که اوسط دي که ادنى

 

ليکواله: زهرا شفيق

منابع:

[۱]  https://greenpepper.ir

[۲] https://pajhwok.com

 

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا