چاپيريال الهى امانت او تلپاتى ميراث!
چاپيريال الهى امانت او تلپاتى ميراث!
طبيعت د الله تعالی ډير له لويو نعمتونو څخه بلل کيږي. کله چى د طبيعت نوم يادونه کوو، نو دا عناصر زموږ په ذهن کې راګرځي : ځمکه، آسمان، اوبه، هوا، غرونه، او نور داسى د طبيعت پورى اړوند عناصر.
خو نن د ډيرو بدو پيښو چې د طبيعت ناپاکوالئ ورته هم ويلى شو ننداره کوونکي يو.
نن د هيواد يو غړی د خپل کور ناپاکي د کورنه بهر اچوى، نن د ښونځي يو زده کوونکى خپل اضافه توکي د ښونځي په سيمه کې په بى پروايى اچوي، نن د هيواد وګړي چې په خپل سورلئ کې ناست وي نو اضافه توکي او سامان له خپل سورلئ څخه پر سړکونو اچوي.
آخر دا ټول غفلت او بى پروايي دخپل اړوند سیمې سره چاته نقصان رسوي؟ آيا تاسو پوهيږئ چې طبيعت په يواځې سره نعمت نه بلکه يو امانت هم دئ!؟
الله تعالی د دې نعمت او امانت لپاره يى انسان په ځمکه کې خپل استازئ و ټاکه . نو کله چې چاپيريال د الله تعالى له نعمتونو او امانتونو څخه بلل کيږي نو ولې دا راز بى پروايى؟
هغه انسان چې ځانته د بشپړ مٶمن په توګه ګوري نو بايد ژوند یې د قرآنکريم او احاديثو په اصولو برابر ژوند وي.
الله تعالى فرمايى:( الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ فِرَاشاً وَالسَّمَاء بِنَاء وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقاً لَّكُمْ فَلاَ تَجْعَلُواْ لِلّهِ أَندَاداً وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ)
ژباړه: الله تعالى ځمکه موږ ته وغوړوله، آسمان يې چت جوړ او له بره يې اوبه راښکته کړي. په اوبو سره يې ستاسو د خوړلو لپاره ډول ډول ميوې راوښکلى. نو بايد تاسې هم له الله پاک سره نور څيزونه برخمن و نه ګرځوئ او تاسې پوهيږئ.
نو د آيات له ترجمعې څخه دا څرګنديږي چې الله تعالی ځمکه موږ ته فرش کړه، له آسمان نه يى د اوبه او باران وريدو د نعمت خاوندان کړو ، او بيا د همدې ځمکې او آسمان له برکته موږ ځانته رزق او روزي چمتو کو.
نو زموږ شکر کول د دې نعمتونو په وړاندې همدا دئ چې خپل شخصي ګټې لپاره د عامه ګټو ته ضرر ورسو؟ مطلب د ضرر نه دا دى چې د خپل کور ناوړى توکي د خلکو او يا هم عامه سيمو کې په بى پروايى واچوو.
حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايى:(الايمان بضع و سبعون شعبة فأفضلها قول لااله الا الله و ادنا ها اماطة الاذى عن الطريق و الحياة شعبة من الأيمان)
الالبانی ( ت۱۴۲۰ ) ، بخاري ( ۲۵۵۴) ، مسلم ( ۱۸۲۹)
ژباړه: ايمان وسوه وو څو څانګې لري ،خو تر ټولو غوره يې د لا اله الا الله ويل او له درجې لحاظ کمترينه يې له لارې څخه اضافه توکي جيږول دي او حيا هم د ايمان يوه برخه ده .نو په دې حديث کې د لارې پاکول د ايمان يوه څانګه بلل شوى ده، چى صراحتا موږ ته د چاپيريال پاکوالى ارزښت راښايى.
نو د دې حديث پر اساس دا د هر مسلمان شرعي دنده ده چى د چاپيريال پاکوالې کې زيار وباسي.
په دې ليکنه کې هڅه پر دې ده چى طبيعت او چاپيريال په ښه توګه ور وپيژندل شي . او د يو انسان په توګه چې موږ کوم ذمه واري ګانى د چاپيريال پر وړاندى لرو هغه واضح کړل شي .
مخکې له دې چې زه خپلې موضوع ته پيل وکړم په کار ده چى د چاپيريال نه يوه لنډه پيژند نه ولرو .
چاپيريال: زموږ ژوندانه سيمو ته اړوند ځايونه چاپيريال بلل کيږي . زه يو ځل بيا هم يادونه کوم د ژوندانه سيمو پورې اړوند ځايونه ! د جملې دوه ځلي يادونه دى لپاره شوي چې زموږ د ټولنې فرهنګ داسې شوي، چى چاپيريال يواځې د خپل کور سيمه ګني، او دکور عمومي دروازې وروسته چې هر سيمه وي نو دى ته تړاو نه لري.
زموږ د ټولنې د چاپيريال ناوړیدو لامل هم همدا دئ، چى يو وګړئ هر هغه ذمه واري ګانې چې خپل د چاپيريال پړ وړاندې لري پاملرنه ورته نه کوي.
د چاپيريال په پاکوالي دومره ټينګار ولى؟
ځکه چى نن:
- زموږ له هيواد نه اصلي څيره تللى ده.
- زموږ دهيواد ډير ښايسته او سياحتي ځايونه د انسانانو نه پاملرنئ له امله ککړ شوئ.
- د هيواد ډير شمير وګړي په ناروغيو اخته دي.
- د هيواد مخ ډير ناوړې شوې.
نو د همدى موضوعاتو لپاره هڅه پر دې ده چې د چاپيريال ساتلو او د هر انسان هغه ذمه واري ګانى چې د چاپيريال پر وړاندې لري راوپيژندل شي .
نو اوس د ليکنى په دې برخه کې موږ يو شمير د حل لارې راپيژنو چى دهغه په پاملرنې سره موږ کولئ شو چى د پاک چاپيريال خاوند شو.
تر ټولو مهمې او اغيزناکې لارې :
- هر انسان د انساني دندې په توګه د چاپيريال په پاکوالي کې مسٶوليت احساس وکړي.
هر کله چى موږ د کور نه بهر سيمه ته د خپل کور په شان ديد ولرو نو د چاپيريال ککړيدو ستونزي په خپله حل شي.
د نيالګيو کينول: چې د طبيعت ښايست او پاکوالي کې ونډه لري، او خپله نيالګي هم د يو ځيڼي عناصرو په درلودلو سره ده طبيعت په پاکوالي کې ونډه اخلي .او نن ساينس دا ثابته کړه چى يو نيالګي کينول ده دولس کسو لپاره اکىىيجن په چاپيريال کې چمتو کوي او همداسى د (CO2) درلودلو سره ده چاپيريال ککړتياوې پاکوي.
صنعتى مراکز او کارخانې:
چى د دې کارخانې دودونه ښار ډير زياد ککړ کوي.نو بايد هڅه پر دى وي چې داسې کارخانې د انسانانو د ژوند سيمه نه په لرې واټنونو کې پرانيستل شي . ځکه همدا کارخانې د تيزابي بارانونو لامل ګرځى اوپه پاى کې ده هيواد زراعت څانګې کې ډير زيانونه لري.
- د معارف په نصاب کې يو مضمون د چاپيريال په نو هم شته چى زده کوونکى په دى مضمون کې تعليم وينى خو بيا هم موږ له چاپيريال د ناپاکوالئ نه شکايت کوو، دا ځکه چې په ښونځې کى دى مضمون ته د فرعي مضمون په کتو ان پر دې چى ځیني وخت ښونکى هم نه لري. نو بايد معارف او ښونځې دواړه سره ګډ په دې څانګه کې فعالانه ونډه واخلى، تر څو زده کوونکى ته مسٶوليت احساس ورکړي د خپل چاپيريال په ساتنه کې.
کورنى: دا الزامى ده چې کورنئ خپل دود داسې پر خپل بچيانو او د خپلى کورنئ غړو باندې ومني چې د بهر سيمو پاکوالى کې د خپل کور پاکوالي په شان ونډه واخلى. چې دا زموږ معزز کورنيو پورې اړوند دنده بلل کيږي.
د دومره ټکو يادولو وروسته: نو اوس بايد د ښاروالئ ټيم د چاپيريال په پاکوالئ کې خپل فعاليت په سمه توګه او غور سره ترسره کړي ځکه اوس په خپل دندې کې ځانته نه دي اوس د هيواد وګړي سره يو ځاى په دندې کې ونډه اخلي.
حضرت محمد صلی الله علیه و سلم فرمايلى:
(کلکم راع و کلکم مسٶول.)
ژباړه: تاسې ټول د شپون په څير ياست ( د خپل رعيت او د لاس لاندې کسانو ذمه واري لري) او تاسې ټول مسٶل ياست.
پايله:
پتمنو هيوادوالو: دې لپاره چې موږ تل صحتمنده او د ښه رروغتيا څخه برخه مند اوسو نو بايد خپل ژوندانه سيمه سره زموږ چلند په معقول او علمى بڼه وي. تر سو د دى نعمت ارزښت هم ځانته او هم د راتلونکى نسلونو لپاره وساتو.
ليکواله: زهرا شفيق