په اسلام کې د ماشوم حقونه

د اسلام پاملرنه ماشومتوب ته!
اسلام دانسان د‌‌ژوندانه په مختلفو پړاوونو کې تر ټولو زیاته پاملرنه ماشومتوب ته کړي. دا ځکه چې همدا دیو انسان د شخصیت جوړولو پړاو دي. دا هغه پړاو دي چې انسان پکې روزل کیږی ، او دغه روزنه دهغې پاملرنې په اساس ده کومه چې د ماشومتوب په وخت کې وی.
په همدې اساس اسلام دماشومانو لپاره یوڅه حقوق او واجبات ټاکلی . چې باید سرغړونه ورڅخه ونشی او نه ضایع شی.مخکی له دی چې اوسنی دولتونه دماشوم لپاره یوڅه حقوق وضع کړی ، ۱۴۰۰ کاله مخکی اسلام دا حقوق په تفصیل سره بیان کړی دی. چې ځینی دهغه حقونو څخه دادي:
۱ـ د ماشوم دمور اوپلار انتخاب:اسلام دواړو خواوو ته پوره واک ورکړی چې ترڅو دخپل اولاد لپاره داسی موراوپلار وټاکی کوم چې دهغه په واسطه دده دماشوم روزنه په ښه توګه سرته ورسیږي ترڅوماشوم د خپل مور او پلار په څیر په اسلامی تعلیماتواواخلاقو سمبال وروزل شي.
۲ـ دماشوم سالم نسب:دا چی ماشوم باید له هر څه وړاندی دیوسالم نسب خاوند اوسي چې ددی نسب ساتلو لپاره اسلام دواده نظام مقرر کړی تر څو دهر ماشوم نسب ښکاره اوسالم اوسي.
۳ـ دماشوم دژوند حق:چې داپړاو دمور له جنین څخه شروع کیږی او له همدی وخت څخه یې اسلام دژوند د ساتنی لپاره قوانین ټاکلی چې هیڅوک یې دژوند داخیستلو یا ختمولو حق نلری، او که کومې مور خپل ماشوم ضایع کړو، نوغُره به ورکول کیږی تردی چې اسلام دماشوم دساتنی لپاره یوی مور ته دفرضي روژی دخوړلو اجازه هم ورکړی او که پیدایښت څخه وروسته هم کومی مور یا پلار دا کار وکړ نو ددنیوی او اخروی سزا سره به مخ کیږی.
۴ـ د اولادونوترمینځ برابروالی: الله تعالی د خپلو ټولو مخلوقاتو ترمینځ برابروالی راوستی او همدا امریې موراوپلار ته دخپل اولاد په اړه هم کړی چې داولادونو ترمینځ فرق ونکړی لوراوځوی په یوه طریقه وروزي.
۵ـ داولادونو دتعلیم حق: په هر مور او پلار لازم دي چې خپل اولاد ته ددین اودنیا مهمو امورو په اړه پوهه ورکړی.
۶ـ روا لوبې: داهم داسلام یوښکاره حق دی چې اولاد ته یی ورکړی چې موراوپلار دخپل اولاد دروزلو لپاره کولای شي دلوبو اونوروروا تګلارو څخه کار واخلی.
۷ـ دماشوم روزل په ایمان اولوړو اخلاقو سره: ایمان اولوړ اخلاق هغه څه دي چې اسلام ته یې په نورو دینونو غوره والی ورکړی نو هر مور اوپلار ته پکار ده چې خپل ماشوم په اسلامی اخلاقو اوادابو وروزي.
۸ـ دماشوم دنفقی حق:اسلام دماشوم دسمی روزنې لپاره په مور اوپلار لازم کړي چې دوی به دخپل اولاد نفقه کوي که هغه خوراک وي، که څښاک ،که تعلیم اویا نور ضرورتونه وي تر دی چی اولاد یی دومره شي چې خپله یې وګټی.
۹ـ دماشوم دمال ساتنه:اسلام دماشومانو دمال په ساتنه امر کړئ او دیتیم دمال له خوړلو یې سخته منع کړي.

دماشومانو په روزنه کې ځینی نبوی لارښوونې
د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په اړه ډیر داسی روایتونه رانقل شوی چې مونږ ته هغه مینه او پاملرنه راښایی کومه چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم ماشومانو ته کوله چې ځینی روایتونه یې دادی :
• نبی کریم صلی الله علیه وسلم به حسن او حسین ښکلول یوه ورځ یو صحابی رسول الله صلی الله علیه وسلم وکاته چې لمسې یې ښکلولو نو ورته یی وویل:زما لس اولادونه دي او تراوسه مې یو هم نه دي ښکل کړی نبی علیه وسلم ورته وفرمایل: (څوک چې په نورو رحم نه کوی په هغه هم رحم نه کیږی).
• یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو سره لمونځ کاوه حسن اوحسین (رض)هم ورسره وو نو نبی علیه وسلم دلمانځه سجده ډیره اوږده کړه کله چې لمونځ خلاص شو صحابه کرامو ورځنې پوښتنه وکړه چې ولی مو سجده دومره اوږده کړله هغه (ص)وفرمایل:( چې په سجده کې زما پر اوږه می لمسی ناست وو نو ما غوښتل هغه لومړی خپله ښکته شي بیا پورته شوم له سجدی څخه).
• یوه ورځ رسول اکرم (ص)اوبه څښلی او غوښتل یی چې پاتی اوبه نوروته ورکړی کله یی چې ښی طرف ته وکتل نو یو وړوکی ماشوم وو او بل اړخ ته یی مشران صحابه وو. رسول الله(ص) له دغه ماشوم څخه پوښتنه وکړه چې ایا ته ماته اجازه راکوی چې زه دا اوبه دی نورو ته ورکړم هغه وویل (قسم په الله زه ستا په برخه هیڅوک له ځان څخه غوره نه ګڼم نورسول الله (ص) هماغه ته اوبه ورکړي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا