دعوت په لار کې د نیک چلند اغیز


زمونږ سپیڅلې دین اسلام مونږ د صالحه، شریفه او عاقله خلکو متابعت او اقتدا ته هڅوي.
چیرې چې د صالحه کسانو ذکر وي بیا هلته انبیا‌ء – علیهم الصلاة والسلام ـ د ټولو په سر کې راځي . قرآن کریم دی موضوع ته داسې اشاره کوي : (أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ)
( الانعام ۹۰) ژباړه: هماغه کسان د الله د لورې هدایت موندونکي ول، د هماغو په لاره ته هم لاړ شه.
همدا راز فرمایي : (لقَدْ كَانَ لَكُمْ فِيهِمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ) (الممتحنه ۶). ژباړه : د همدغه خلکو په کړنچاره کښې ستاسې لپاره او دهر هغه چا لپاره غوره نمونه ده چې د الله او دآخرت د ورځې هیله من وي .
په بل ځای که فرمایي: (لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا) (الأحزاب ۲۱)
ژباړه: په یقیني توګه ستاسې لپاره د الله په پیغمبر کې د نیکۍ یوه خورا غوره نمونه ده د هر هغه چا لپاره ده چې د الله او د آخرت د ورځې هیله من وي او الله ډیر ‌ډیر یاد کړي.
پرته له شکه چې جناب رسول الله –صلی الله علیه وسلم – مونږ ټولو لپاره بهترینه بیلګه ده ، هر څوک چې د هغې جناب –صلی الله علیه وسلم – مطابعت وکړي نو پرته له شکه چې سمې او صحیح لارې ته به هدایت شي .
دعوت په لار کې د نبی کریم –صلی الله علیه وسلم – منهج په ټوله معنی له قرآن نه اخیستل شوې او پر قرآن مبني منهج دې، ځکه جناب نبی کریم –صلی الله علیه وسلم – د قرآن په اخلاقو او آدابو سمبال، او دقرآن په اوامرو عمل کونکې او نواهیو ځیني یې ځان ژغورلو والا شخص وو، ځکه خو کله چې د عایشه –رضی الله عنها – نه د نبی کریم –صلی الله علیه وسلم – د اخلاقو په اړه پوښتنه وشوه نو ویفرمایل: (کان خلقه القرآن ) یعنی د هغې جناب –صلی الله علیه وسلم- اخلاق قرآن وو.
ابن کثیر فرمایي: (دې خبرې معنی دا ده چې هغه جناب –صلی الله علیه وسلم- د قرآن د تطبیق یوه ښه بیلګه وه،اخلاق یې په بشپړه توګه په قرآن سمبال وو، ځکه هغه به دقرآن په اوامرو عمل او د نواهیو ځینې به یی ځان ژغورولو، او دا ټول سربیره د هغه اخلاقو وو چی الله تعالی د پیدایښت په وخت دده په فطرت کې ایښي وو لکه د حیاء ، کرم، شجاعت،بخشش،حلم ونرمی په توګه). (تفسیر القرآن العظیم ۴/۴۰۳)
حسن بصری –رحمه الله – فرمایي: ( واعظ هغه څوک دې چې خلک په خپل عمل وعظ او نصیحت وکړي نه په خپلو خبرو هغه داسې چې که کله غواړي چاته په کوم کار نصیحت وکړي نو لومړۍ سر کې خپله هغه کار کوي او که څوک له کوم کار نه منع کوي نو لومړۍ سر کې خپله هغه کار پریږدي ، او که چیرې د یو انسان نفس هغه اسیر کړي او د خپل هواه او هوس اسیر شي نو امکان نه لري چې داسې یوشخص نور خلک له بد کار نه منع کړي.) ( فقه الدعوه، حمد عمار ص ۱۱۶)
هر څوک چې د قرآن کریم نصوص اود نبی کریم –صلی الله علیه وسلم –سنت تعقیب کړي نو دا به ورته جوته شي چې قرآن وسنت دواړه په نیک چلند خلک هڅوي، او که چیرې دعوت د نیک چلند سره نه وې نو کله به هم دې دعوت د خلکو په زړونو اثر نه درلود. بلکه اصله خبره خو دا ده چې په نیکۍ او سم چلند سره دعوت، یو د بارزترینو عواملو څخه دې چې خلک دا دعوت قبلوي.
زمونږ دعوتګره خور د. جوهره الطریفي په خپل بحث کې( نیک چلند او د هغې اثر د دعوت په لار کې) دې موضوع ته اشاره کوي.
پرته له شکه چې جناب رسول –صلی الله علیه وسلم – په قرآنی اخلاقو سمبال وو.
داسې کوم صفت او خُلق نه وو چې قرآن هغې ته خلک هڅولي وي مګر دا چې جناب رسول –صلی الله علیه وسلم به هغه په لوموۍ سر کې په خپل ځان پلي کوه او وروسته به یې خپله کورنۍ او دوستان هغې ته رابلل.
او داسې کوم زپل شوې خوی او خصلت به نه وو چې قرآن د هغې نه منع وکړي مګر دا چې جناب رسول –صلی الله علیه وسلم – به هم خپله او هم خپله کورنۍ او دوستان له هغې نه منع کول.
او جناب رسول –صلی الله علیه وسلم – به د خپلو دوستانو سره د قرآن کریم د ارشاداتو په رڼا کې په نرمي چلند کوه، نو ځکه خو هغه جناب –صلی الله علیه وسلم – یو نرم انسان وو او په نرمۍ سره به یې د خپلو دوستانو سره چلند کوه ، دهغوی حالات به یې په نظر کې نیول او په هر کار کې به یې له هغوۍ سره مشوره کوله ، نو دا راز هغه جناب –صلی الله علیه وسلم – د نورو سره په چلند کې بهترین انسان وو.
همدا لامل وو چې دصحابه و په زړه کې هغې ته مینه ،محبت او تفاهم پیدا شو، آن تر دې چې غیر مسلمانانو به هم له دې نه تعجب کوه .
د سنت او سیر کتابونه د داسې قولي او فعلي بیلګو نه ډک دي چې د نبی کریم –صلی الله علیه وسلم – د اصحابو سره په نیک چلند دلالت کوي .
او همدا راز د صحابه کرامو شهادت هم پر دې دلالت کوي، عبدالله بن عمرو –رضی الله عنه – فرمایي: (هغه جناب –صلی الله علیه وسلم- نه خو په فطرت کې بده وینا او ښکنځلې وې او نه به یې عمدا او تکلفا دا کار کوه) .
او همدا راز فرمایي: ( پرته له شکه ستاسو بهترین هغه څوک دې چې بهترین اخلاق ولري).
عایشه –رضی الله عنها- فرمایي: (جناب رسول –صلی الله علیه وسلم- کله هم په دوه کارو کې مُخَیَّر نه شو مګر دا چې رسول –صلی الله علیه وسلم – به آسانه اختیاروه البته په دې شرط که ګناه به پکې نه وه، او که چیرې پکې ګناه وه نوتر ټولو به ورنه لرې انسان وو (یعنې چې هغه کار به یې کله هم نه کوه) ، او رسول –صلی الله علیه وسلم – به کله هم شخصا د خپل ځان لپاره له چانه انتقام نه اخیسته مګر دا چې د الله د حرمتونو نه به کوم د پښو د لاندې شو، او که چیرې داسې شوي وو نو حتما به یې انتقام اخیسته.) رواه البخاری
دا د رسول –صلی الله علیه وسلم – د نیک اخلاقو بلیګه وه چې هغه جناب به خلکو سره په داسې څه نه مخ کیده چې خلکو به د هغې نه نفرت کوه.
دعوت د نیک چلند سره دا ګټه لري چې خلک دې ته اړ باسي تر څو دا دین قبول کړي او دا راز خپله دعوتګر ته هم نږدې شي .
په دعوت لار کې نیک چلند دومره رول لري چې د خلکو عداوت او دښمنۍ په محبت او دهغوۍ کراهیت به محبت بدل کړي .
دعوت په لار کې نیک چلند ددې لامل ګرځي تو څو دعوت ځان ته نوي اعضاء پیدا کړي، داسې اعضاء چې د دعوتګر نیک چلند نه متأثره شوي او د دعوت د لارې ټول هم په غاړه اخلي.
تاریخ هم دا ثابته کړې چې نیک چلند په دعوت کې د ډیرۍ انسانانو د مسلمانیدو لامل ګرځي ، ځکه هغوی په خپل سترګو په دعوتګر کې د اسلامي ادب یوه عملي نمونه ګوري نو دا کار دوی مسلمانیدو ته اړ باسي.
دلته تاسو ته د دعوت له تاریخ نه عملي بیلګه درښایم چې څرنګه د اسلامي فاتحینو نیک چلند د فتح شویو ځمکو خلکو د زړونو تسخیر لامل ګرځي:
امام ابو یوسف القاضي د خراج په نامه کتاب کې تاسو ته یوه بیلګه درښایي چې څرنګه مسلمانانو د شام خلکو سره صلح وکړه:
کله چې اهل ذمه د مسلمانانو وفا او نیک اخلاق ولیدل نو د مسلمانانو د دښمنانو دښمن او د مسلمانانو سره د هغوی د دښمنانو مقابل کې مرسته کونکي شول.
نو هر هغه ښار چې دهغوی اود مسلمانانو تر مینځ صلح شوې وه یو شمیر خلک ولیګل تر څو د روم نه احوال راوړي چې هغوی د مسلمانانو په واړاندې د څه پلان لري ، بیا دې خلکو د خپل ځان په استاذیتوب یو لړ استا‌ذي د ځان نه بره هغه امیرانو ته ولیړل چې ابو عبیده ټاکلي وو، تر څو خبر ورکړي چې روم یو ډیر لوی لښکر چمتو کړې او غواړي چې د مسلماناو پر ضد لښکر میدان ته کړي ، او بیا د هر ښار والي چې ابو عبیده موظف کړي و دا خبر یې ابو عبیده ته بیان کړ.
کله چې د ټولو ښارو نه دا خبرونه ابو عبیده ته راغلل نو دا په ابو عبیده او مسلمانانو ډیر سخت تمام شو ، نو ځکه ابو عبیده د هر ښار والي ته چې خپله ابو عبیده د هغې ښار د فتح وروسته ټاکلي وو ولیکل ترڅو د هغې ښار د خلکو نه چې یې کوم جزیه راجمع کړې دوباره یې ورته بیرته ورکړي او ورته ووایي چې : مونږ له تاسو سره ددې جزیې په اخیستو په یو شرط تړلي وو چې هغه ستاسو نه ساتنه وه، اوس چون د روم خلک زمونږ په وړاندې لښکر راوباسي نو مونږ له تاسو نه ساتنه نه شو کولې نو په دې دلیل مو خپل مالونه بیرته واخلۍ .
نو خلکو وویل: الله دې ستاسو سیورې زمونږ په سر بیا راوړي او الله دې تاسو ته پر هغوۍ غلبه او نصرت در نصیب کړي ، ځکه هغوی خو مونږ نه زمونږ ټول شیان واخیستل او هیڅ یې هم مونږ ته پرینه ښودل.
د مسلمانانو د عدالت او نیک چلند یوه بله بیلګه چې د البلاذری په (فتوح البلدان) کتاب کې ذکرده هغ دا وه چې عمر –رضی الله عنه – د دمشق د جابیه ښار د فتحې په وخت کې د مسیحیانو د یو قوم په لاره تیریده نو امر یی وکړ چې هغوی ته صدقات او خواړه ورکړل شي.
پرته له شکه چې د اسلام سپیڅلي دین د خپریدو یو عامل د مسلمانانو نیک چلند وو چې مسلمانان پری د نور ملتونو نه متمایز کیدل دا ځکه چې هغوی د قرآن په اوامرو عمل او د نواهیو ځیني یې ځان ژغوره، او د جناب پیامبر –صلی الله علیه وسلم- په سنتو یې عمل کوه .
آن تر دې چې مؤرخین وایي چې په شرق او غرب کې د اسلام د خپریدو یو مهم لامل د مسمانه تاجرانو نیک چلند وو ، چې د سفر او نور ملتونو سره د تړاو له لارې به یې د اسلام ښکلا هغوی ته ښودله او ددې لارې به يې هغوی د الله تعالی عبادت ته رابلل.

لیکوال: استاد فضل الله ممتاز
ژباړونکې: خالده شفیق

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا