ستر څښتن تعالی ددې نړۍ فنا کېدل و غواړي؟ د قرآني آيتونو او ساینس یوه په زړه پورې پرتله.


استاد فضيله مروت.

کله چی ستر څښتن تعالی د دې نړۍ فنا کېدل او قیامت قایمول وغواړي، نو ځمکه، غرونه، لمر، سپوږمۍ او ستوري به په څه حال شي؟
ددې پوښتنې ځواب د الهي کلام څخه داسي موندلای شو.
( وَ يَسْئَلُونَكَ عَنِ الْجِبالِ فَقُلْ يَنْسِفُها رَبِّي نَسْفاً )
[طه : ۱۰۵ ]
ژباره :دوئ ستا څخه پوښتنه کوي چې په هغه ورځ به دغه غرونه چیرته لاړ شي؟ – ورته ووایه چې زما پروردګار به هغه خاوري اِیرې کړي، وا به يې لوزوي.
یعنې د غرونو کلک او جامد حالت او کیفیت به بدل او چه بله بنه به واوړي.
یا دا چې دومره کوچنۍ کم وزنه کتلې به شي چې چه فضا کې خپرې شي او يا به هم بی وژنه شي.
دا رنګه په بل ځای کې فرمایی:
 يَوْمَ تَرْجُفُ الْأَرْضُ وَ الْجِبالُ وَ كانَتِ الْجِبالُ كَثيباً مَهيلاً [سورة المزمل : ۱۴]
ژباړه: دا به هغه ورځ وي چې ځمکه او غرونه ولړزیږي او د غرونو حالت به داسي شي لکه د شګو ډېرۍ چې خوريږي (خوځيږي).نور به یې د جامدیت، ثبات او دروندوالي ځانګرني ختمې شي. خو ولی؟ له غرونو به ولې ؟ د شګو د ډېرۍ په څېر ذري او بې وزنه مادې جوړې شي؟ د نظام د بدلون اصلي پیل څیرته دی؟ لمر د لمریز نظام مرکز دی چې له میلیونو کلونو راهسي خپل شاوخواته نوري او تودو خیزه انرژي ورکوي، ټول سيارات او ځمکه د لمر په چاپېر په ټاکلو مدارونو څرخېږي، په طبعي ډول سيارات او ځمکه لمر ته په ټاکلو واټنونو جذب او لمر هم و دوئ ته په ټاکلي واټن سره جذب دی. د لمر او سیاراتو ترمنځ د قایم او منظم د حرکت سیستم مرکزي ځانګړنه د دوئ ترمنځ جاذبه ده او لمر د خپلې بې سارې تودو خيزي انرژئ درلودلو په سبب ددې وړتیا لري. نوري انرژي هم د لمر بې ساري ځانګړنه ده. د فزیک پوهانو په وینا د لمر رنا د بدلون په حالت کي ده، د لمر د روښنایي له بدلون (سپین څخه ژېړ ته) څخه معلوميږي چې لمر مخ په زوال دی، لکه د تازه انګار رنګ چې ورو ورو له سپین څخه ژېړ شي،… او بلاخره ورباندې د ایرو یوه طبقه جوړه شي او د انګار نوموړې ټوټه را ونغاړي، شونې چې همداسې د لمر پر مخ هم يوه ایرو ډوله طبقه جوړه او لمر را ونغښتل شي.

(إِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ)[سورة التکویر : ۱]
ژباړه:کله چې لمر ونغښتل شي (روښناي يې ولاړه شي)؛
د لمر ټوله تودوخېزه انرژي خپل ځانته متمرکزه شي له ستورو او سیاراتو سره به يې د منظمې جاذبې اړیکه هم له منځه ولاړه شي، په دې ترتیب به نو ستورې تیت، پرک او نا معلومو لوریو ته خپاره بلکه وشیندل شي. ورسره به يې مخکنۍ رنا هم لاسه ورکړي.

( وَإِذَا النُّجُومُ انْكَدَرَتْ) [سورة التكوير :۲]
ژباره: او كله چې ستوري تت خواره واره شي( او بې نوره شي)؛
هلته چې د لمر ټوله تودوخېزه انرژي خپل ځانته متمرکزه او ورو ورو په سړېدو شي، شونې چې د انګار په څېر چاودنه ور پکی رامنځ ته او له خپله ځایه نورو ځایونو ته و غورزول شي، یا هم ځینې ټوټې به يې په نورو سیاراتو ور وغورزي، کېدای شي يوه يې ځمكې ته هم را ورسېږي، دلته به نو ځمکه هم د لمر د جاذبې له ساحې څخه د بهر کېدو او د لمر د یویې ټوټې د راغورزېدو په سبب د خپلې داخلې بې نظمۍ سره مخ شي، ځمکه به هم خپله جاذبوي ځانګړتيا له لاسه وړكري، غرونه به نور نشي كولای پرې کلک پاتې شي بلکه د دوئ به هم جامدیت له منځه ولاړ شي او د شږو د ډېریر چه څېر په ښوئیدو او خوزېدو په پیل وکړي.

(وَإِذَا الْجِبَالُ سُيِّرَتْ)[ سوره التكوير:۳]
ژباره: او کله چې غرونه وخوځول شي؛ كله چې د لمر یوه ټوټه پر ځمکه را وغورزېده، دا چې د لمر بهرنۍ د تودوخې درجه شپږ زره درجې د سانتی ګريد او داخلي د تودوخې درجه يې څوارلس میلیونه درجې د سانتي ګريد اټکل شوې ده،( له بل لوري ځمکه درې پر څلور برخه اوبه تشکیلوي)، نو شونې ده چې دغه ټوټه
لوري ځمكه درې‌ پر څلور برخه اوبه تشکیلوي، نو شونې ده چې دغه ټوټه په سمندر کې را پرېوزي، اوبه په سل درجو د سانتي ګرید کې په بخار (هایدروجن او اکسیجن) بدلون مومي، هایدروجن هغه عنصر دی چې د اور اخستو وړتيا لري او اکسیجن د اور په بلېدو کې مرسته کوي، ځکه به نو د لمريزې ټوټې د لوړ حرارت په سبب سمدستي ټولي اوبه په هایدروجن او اکسیجن تبدیل او اور به واخلي.

(وَ إِذَا الْبِحارُ سُجِّرَتْ) [سورة التكوير : ۶]
ژباره: او کله چې سمندرونه ( لکه د اور په شان) لمبه کړل شي؛ دا خو د ځمکې ممکنه حالت دی، پورتنۍ طبقه به هم د موجوده نظم او ترتیب څخه بهر او په څه حالت به واوړي.

(إِذَا السَّمَاءُ انْفَطَرَتْ)[سورة الانفطار : ۱ ]
ژباره: کله چي آسمان وچوي (څیرې شي).

هلته به ټول ستوري، سيارات او سماوي اجسام د الله تعالی د فيصلې سره سم خواره واره او هرې برخی شاوخوا ته وشیندل شي.

(وَإِذَا الْكَوَاكِبُ انْتَثَرَتْ )[ سورة الانفطار /۲]
ژباړه:او کله چي ستوري خواره واره شي.
هله به د الهي حکم د تطبيق مطابق کائنات په بله نړۍ تبديل او انسانانو ته د دنیوي اعمالو د پایلې د اعلان او د جزا او سزا د ورکړې لپاره صحنه تیاره شي.
والله اعلم
( الله تعالی ج مو دې د هغه رضا، بریالیتوب، آخروي خوشالي او نیکمرغي په برخه کړي.)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا