روژه د روحي درملنې او تغیر میاشت


نويسنده: فضيله مروت

الله تعالی انسان په فطري ډول بنده پیدا کړی دی او عبدیت / بنده ګي د هغه فطري غوښتنه ده. له فردي ژوند څخه نیولي تر ټولنیز، پټو کارونو څخه تر ښکاره، کوچنيو کړنو څخه سترو او بلاخره د افکارو، اخلاقو او معاملاتو ټولې چارې یې په بنده ګی کې شاملی دي. ورسره انسان د ژوند په ټولو برخو کی له مختلف ډول ناروغیو، سختیو، اندیښنو، کړاونو، دردونو، ناخوښيو او حتا ژورو خفګانونو او رواني ستونزو سره مخ کېږي چې درملني او جوړېدو ته اړتیا لري ترڅو هغه احکام او لارښوونې عملي کړي چې اسلام يې له موږ څخه غوښتنه لري الله پاک خپل بنده ته ډاډ او تسكين لپاره فرمایی:

وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ ﴿۹۷﴾[سورة الحجر : ۹۷ ] .
ژباړه: او موږ ته معلومه ده، کومې خبري چې دوئ په تا پورې کوي، په هغو سره ستا زړه ته خپګان رسیږي .
او ورسره یې پیوست علاج هم ذکر کوي:
فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُنْ مِنَ السَّاجِدِينَ﴿۹۸﴾[ سورة الحجر : ۹۸ ]
ژباره: ددې علاج دا دی چې: د خپل رب ثنا ستاینه په پاکي سره کوه، د هغه په وړاندې سر په سجده ښکته کړه.

وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّى يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ ﴿۹۹﴾ [سورة الحجر : ۹۹]
ژباره: او تر هغه وروستي ساعت(مرگ) پورې چې د هغه راتګ يقيني دی، د خپل رب بندگی کوہ.”
کله چې‌ د الله تر ټولو بنده ګانو غوره بنده (صلى الله عليه وسلم) له زړه تنګۍ او سختۍ سره مخ کېږي او الله جل جلاله یې په زيات عبادت او سجدې کولو سره تلقین کوي، موږ او تاسو خو لا زیات الهي ډاډ او تسكين ته اړتيا لرو.
روژه که د نبوي سنتو مطابق ونيول شي (چې له درواغو، غیبت، تهمت، نمامت، لهو لعب خبرو او کارونو او وخت ضائع کېدو څخه پکې مخنیوی وشي) يوه غوره روحي درملنه ده، روحي پیاوړتیا زیاتوي او انسان له هغو سوچونو او خنډونو څخه بې پروا ترې کوي چې د دى ترې ځورېږي او کړېږي. دارنګه روژه انساني ارادې پیاوړی کوي او د خپل رب پر وړاندې يې د عاجزۍ او وفادارۍ احساس زیاتوي او په دې ډول انسان ته ددې توان ورکوي چې د روحی انديښنو او بدو چارو څخه ځان وژغوري. دا چې پرله پسې یوه میاشت په تمرين او عملي هڅو داسې سپیڅلي روحيه را پکې و روزل شي باید روزني او لا پیاوړتیا ته يې دوام وړکړو، له بدو عادتونو څخه پرهیز او د تل لپاره ورسره مخه ښه وکړو ترڅو ژوند مو د بهتری په لور تغيير وکړي.
روژه دار قانع او مطمئن د رواني او فکري ارخه راحت او دمه ښکاري، په خپلو حواسو او کړنو کنترول لري نو دا کړنې نه یوازې په شخصي ژوند بلکه ټولنیز ژوند کې هم انعكاس او پر نورو اغیز پیدا کوي.
روح هغه سپیڅلي ماده ده چې الله پاک په انسان کې پوکړې، د ژوند او عبادت سبب یې ګرځولې نو څومره چې د روح اړیکې له خپل رب سره کلکې وي په هماغه اندازه به راحت او د خوښۍ احساس کوي، ددې لپاره رمضان په ظاهري او باطني دول داسي محيط جوړوي چې مسلمان پکې زیات لمونځ، تلاوت، ذكر، استغفار او نیکي کوي او له خپل رب سره اړیکې زیاتوي. او کله چې يې اړیکې د ګناهونو او بدیو په سبب له خپل سره پرې کېږي هماغومره به په اندیښنو، رواني ستونزو او سوچونو او نفسي کړاونو کی ډوب وي. خو شته دا بهترینه میاشت ترڅو بېرته روحانیت او روح ته تقویت او خوښي ورکړي او له هلاکت څخه یې راوګرځوي.
صبر او حوصله مندي، تقوا او بخښنه چې د لوړې ارادې چارې دي او د لوړو أنسانانو ځانګړنې دي په دې مباركه میاشت کې په مسلمان شخص کی پیاوړي کېږي. د بیلګی په توګه، د حلال خوراک، څښاک څخه په پټه او ښکاره د الله تعالی له وېرې او ایمان د قوت په سبب ځان منع کوي او د ولږي تندي او په سختیو صبر تري صابرانه او مبارز او قوي شخصیت جوړوي او هم يې مهرباني، مرسته، درک، لاس نیوی او د نېكيو جذبه پیاوړی کېږي.
ځکه خو الله تعالی روژه په مؤمن محض د سختی راوستلو لپاره نه ده فرض کړې، لکه څرنکه چې فرمایي:
(يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ )۱۸۵/ بقره
بلکه د زیاتو اجرونو او ثوابونو ترڅنګ بې شمېره نعمتونو، فردي او اجتماعي ښېګڼو لپاره يې فرض کړې ده.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایي:( قوي مؤمن له کمزوري مؤمن څخه غوره دي او په دواړو کې خیر دی).رواه مسلم
تو روژه د ولږې تندې او سختۍ چه سبب انسان کمزوری کوي نه بلكه طبي او معنوي لحاظ یې پیاوړی کوي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا