ماتشومانو ته پاملرنه کول مختلف اړخونه لري، چې ځینې یې دا دي:
د قرآن او اسلامي داستانونه وریادول، له دی نه هیڅ یو حالت غوره نشته چې پلار خپل اولاد ګرد چاپیره راټول کړی، او ترې غوښتنه وکړي چې قرآن تلاوت کړی، بیا یې تر یو څه حده پورې ورته شرح کړي، او د قرآن د یادونې لپاره جائزه وړاندی کړي. په ځینې کورونو کې، وړو ماشومانو د جمعې ورځ د پلار د ډیر تکرار له کبله سوره کهف یاد کړی.
د اسلامي عقیدې اصول باید په هغه ډول ور زده کړي چې څنګه په حدیث کې راځي: (احفظ الله یحفظک….) د الله د دین ساتنه کوه الله تعالی به ستا ساتنه کوی… همدا ډول باید شرعي آداب او اذکار لکه د خوب وخت اذکار، د پرنجي آداب، د سلام آداب، د اجازې غوښتلو آداب او داسې نور ور وښایي، د ماشومانو په ذهن کې، د اسلامي داستانونو اوریدل ښه ځای نیسي.
د دې داستانونو څخه ځینې لاندې ډول دي:
د نوح علیه السلام او طوفان کیسه، د ابراهیم د بوت ماتونې او د هغه اور ته اچولو کیسه، د موسی علیه السلام د نجات او د فرعون د هلاکت کیسه، د موسی علیه السلام د نجات او د فرعون د هلاکت کیسه، د ماهی په خیټه کې د یونس علیه السلام کیسه،د د یوسف علیه السلام لنډه کیسه، د محمد صلی الله علیه وسلم سیرت لکه بعثت، هجرت، څه اندازه د بدر د جنګ او د خندق وغیره کیسه، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم کیسه د هغه کس سره چی اوښه یې آزاروله، د نیکانو کیسې، لکه: د عمر رضی الله عنه کیسه د یوی ښځې او د هغی بچیانو سره په خیمه کې،د د اصحاب اخدود کیسه، د جنتیانو کیسه به سوره (ن) کی، د اصحاب غار کیسه، همدا ډول نورې چې ډیرې خوندورې او ښائسته وي.
دا ډول کیسی او داسې نورې را لنډی کړۍ او د ګټورو تعلیقاتو او لنډو وقفو سره یی ماشومانو ته وړاندی کړئ، په دې سره به د هغو خرافاتي کیسو نه چې د اسلامي عقیدې نه مخالفې دي او د دې ویره شته چی د ماشوم واقعیت او حالت فاسد کړي، او په ذهن کې یې بزدلی او ویره واچوی، بې پروا او مستغني شو.

مسلمانه کورنۍ څلویښت لارښوونې کتاب څخه
لیکوال: شیخ محمد صالح المنجد

 

0 تبصره

از همه اولتر تبصر کنید!.

نظر خود را بنویسد!