PSX_20190723_104249رب اشرح لی صدی و یسرلی امری و احلل عقده من لسانی یفقهو قولی
هغه څه چې مختلف نژادونه ژبی مختلف سمتونه مذهبونه ګوندونه مختلفه قومونه قبیلی روابط سلیقی سره یو خای او همغږي کوی هغه زمونږه ملی ارزښتونه دي.
که چیرته مونږ خپلې ملی ګټې وساتواو د خپل وطن سره مینه ولرو، د خپل ملت ارزښتنه وپیژنو او د هغی څخه دفاع او ساتنه وکړو هیڅکله به زمونږ ملت د بهرنیو کمکونو ته اړ نشی اونه به د استعمار ترسیوری لاندی خوار او سر ټیټی ژوند وکړی، بلکه تل پاتی خپلواکۍ او استقلال به ولري ، او د هوساینی کښتی به مو د استقلال په سمندر کی تل د حرکت په حال پاتی شی.
د ملت تر ټولو ستر ملی ارزښت د هغه ملت استقلال او خپلمنځي یووالی دي. یووالی او اتفاق د یو ملت په ژوند کې د ملاتیر دی. کله چی د یو ملت ملاتیر قوی وی نو هغه ملت هیڅکله هم نشی کمزور کیدلای بلکه همیشه برلاسی او آزاد وی.
آزادی او خپلواکۍ هغه نعمت دی چې په قدر او ارزښت یی یواځې ژوندي او ازاد ولسونه پوهیږی. آزاد خلک همغه دی چی د (خودۍ) احساس ولری هر وخت ورسره د خپل هیواد او خپلو خلکو د پرمختګ او هوساینی خیال او فکر وی، که د نړی هری برخی ته ځی د پر مختګ نمونی او مثالونه ګوری په دی آند کیږی چی د خپل واک، استعداد او مقام په کارولو سره خپل خلک هغه ځای ته ورسوي. مشران یی د ځان پر ځای خپل ولس وپالی او کله هم د خپلو قربانیو په پلورلو سره ځان ته منصب او څوکی نه ګټی.
آزاد ولس څه ته وایی؟!
آزاد ولسونه تل خپلې ایدیالوژۍ پالي ، په خپل کلتور او ارزښتونو ویاړی، هڅه کوی چی نورو ته څه ورکړی، خپل کور په خپله وساتۍ او همیشه د ژوند په میدان کی په خپلو پښو ولاړ وي.
نو مونږ باید فکر وکړو چی مونږ څرنګه کولای شو چی خپل استقلال لاس ته راوړو؟!
مونږ کولای شو چی خپل استقلال او خپلواکی لاسته راوړو…….خو….
ددی استقلال د لاسته راوړلو لپاره باید اول خپل منځ کی اتحاد او یووالی ولرو، عصبیت او کرکې ، نفرتونه، قوم پرستي او سمت پرستي له منځه یوسو ځکه چی د استقلال په وړاندی تر ټولو ستر ځنډ همدغه شیان دی.
تعصب او قوم ګرایی:
هغه چی انسان خپل ځان یو خاص قبیلی او خاص نسب ته منصوبوی او خپل قوم او قبیله او نسب پر نورو خلکو بهتر بولی.
نه یوازی استقلال بلکه مونږه ډیر نور ملی ارزښتونه لرو چی تعصب او قوم پرستی هر ملی ارزښت ته بیلابیل زیان او ضرر رسوی. که لری نه بلکه نږدی خپل افغانستان ته نظر واچوو؛ ګورو چی مونږ افغانان نن ورځ په ډیرو سختو شرایطو کی قرار لرو، سترو مشکلاتو سره مخامخ یو، هره خوا قتل او قتال، جنګ او جنجال، اختلاف او تضاد، اخلاقي فسادونه ، فاسد حکومت اوله ستونزو ډک ژوند لرو. باید وپوهیږو چی دا حالات له کومه راغلی ؟! په څه خاطر راغلل؟! اساسی علت یی څه دی؟!
اساسی علت یی خپل منخی تضاد، تفرقه، قومیت او عصبیت دي.
تعصب دي چی مونږه یی سره په خپلو کی مصروف کړی یو او د ملی ارزښتونو څخه یی غافل کړی یو. او ملی ارزښتونه یی را باندی په خپل لاس تخریب کړی دي.
راځي چی ددی آفت مخنیوی وکړو او خپل حریت یو ځل بیا لاسته راوړو او استعمار یوځأ بیا په یوه قوی څپیړه د پښو راغورځوو او په جګو سترګو په خپل هیواد کې د اسلام د رپانده بیرغ لاندی مستقل او آزاد ژوند وکړو. خپل وطن سره د زړه له کومی مینه وکړو د خپل وطن خاوره د استعمار څخه د آزادی لپاره که د خپلو وینو په بیه هم وي دریغ ونکړو.
ددی لپاره چی مستقل او آزاد ژوند ولرو باید هری قربانی ته حاضر شو. هڅه وکړو خپل ځان د کامیابی موقف ته ورسوو، قومیت او تعصب له منځه یوسو، اتحاد او اتفاق خپل فرض وګنو او فقط په شعارونو باندی اکتفا ونه کړو بله عملاً اقدام وکړو، خپل قدمونه او خپل قلمونه په کار واچوو.
استقلال د هر ملت د ملی ارزښټ څخه یو مهم ارزښت دی باید ددی د لاسته راوړلو لپاره د هیڅ ډول سرښندنې څخه دریغ ونه کړو. باید همیشه لاس په کار واوسو همیشه باید د استقلال لاسته راوړل د خپل ارزښتونو او لومړیتوبونو څخه وشمیرو داسې چې د ژوند تر ټولو لویه برنامه مو د د استتقلال لاسته راوړل او ساتنه وي. هر وخت او بیا په اوسنۍ شرایطو کی په ځانګړی ډول یواځی سیاسی استقلال هدف نه دی بلکی ددی ترڅنګ تر څو چی قوم او ملت اقتصادی استقلال ونلری، فرهنګی استقلال ونلری، اجتماعی او اخلاقی استقلال ونلری هغه ملت په بشپړ ډول آزادی او استقلال لاس ته نشی راوړی او مونږ باید د تل لپاره د یو هر اړخیز استقلال په فکر کی واوسو نه یو جزیی استقلال.
لیکنه : رقیه قانت د نجم خواهران د معاونه او د تربیت مسؤله

 

0 تبصره

از همه اولتر تبصر کنید!.

نظر خود را بنویسد!