تروریزم دین او مذهب نه لري
نیوزیلند هیواد کی د مارچ په پنځلسمه د جمعې د لمانځه پر محال په لمانځه ګزارانو دا ډول ترهګریز برید د انسانیت نه لرې او وحشیانه کار دی، مونږ دا برید په کلکو الفاظو غندو.
دې پیښې ثابته کړه چې تروریزم دین او مذهب نه لري ، خو متاسفانه کله چې یو مسلمان داسې یو کار ته لاس پورې کړي هغې ته د تروریست لقب ورکول کیږي آن تر دی چې د هغې دین او مذهب د سوال لاندې ځي او د افراطیت په سترګه ورته کتل کیږي خو که چیرې دا راز بریدونه د کوم بل مذهب د لارویانو نه ترسره شي هغې یواځې یو وسله وال برید بلل کیږي ، او کله یې بیا هم د لیونتوب یا هم دماغي خلل په پرده ورته عیب پټوي .
اصل کې خو اسلام د صلح او عدالت دین دې .
ویل کیږي چې کله دا وسله وال ترهګر جومات ته داخل شو نو اولنې مسلمان دده سره په مخ کیدو ورته سلام کړې ، دا په خپله ښکاره کوي چې اسلام د صلح دین دې .
دې حادثې ورښکاره کړه چې مسلمانان څه راز په مظلومیت له منځه تللي ، هغوی خواران خو په خپل عبادت ځای کې په لمانځه بوخت ول نو بیا غرب او دهغوی پلویانو ته دا بهانه هم نده پاتې چې مسلمان به تروریزم تورن کړي ، بلکې اصلي تروریستان خو دوی خپله دي.
زه پر غرب او دهغوی ټول پلویانو غږ کوم: تاسو هر څه ډیر لنډ ګزوئ ، تاسو خپل د زړه ټول بړاس د یو څو تنو بی وزله او معصومه کسانو په شهادت رسولو
اوباسئ حال داچې ټوله خبره دلته نه ختمیږي ، ځکه اسلام په ټوله نړئ کی پلویان
لري ، که چیرې تاسو لس تنه له منځه ویسئ نو شل نور به مو مخ ته ولاړ وي
او که شل تنه له منځه ویسئ نو څلویښت تنه نور به مو د لارې خنډ وي چې خپل په کثرت ، قوت او حقانیت ستاسو خوبونه حرام کړي .
تاسو بی چاره ګان خو په خپله داسلام د زور او قوت نه ډاریږئ دا چې اسلام نن ورځ غرب کې په څومره چټکئ سره خپریږي غواړئ دا راز یی مخه ونیسئ ؟
دا به ستاسو د زور نهایې درجه وي چی خپل دښمن له مینځه ویسئ خو په دې پوه شئ چې د اسلام په لار کې شهادت ددې سپیڅلي دین د لارویانو یواځینې آرمان دې. دا یو ځان خو څه که چیرې د اسلام په لار کې که مو دسر د ویښتانو په اندازه هم ځانونه له مینځه لاړ شي بیا هم دا نذرانه کمه ده . مونږ داسلام دین نه خپل سرونه او مالونه په ټول افتخار سره سل وارې قربانوو.
اصل کې تاسو خپل په لاس خپله په آخرت کې د تباهئ کوهې ځان ته کیندئ : (وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ) ابراهیم ۴۲.
ژباړه: ګمان مه کوه چې خدای د ظالمانو د کړنو نا خبره دې ( نه بلکې سزا ) یې هغې ورځې ته ځنډولې ، چې سترګې پکې ( له ډيری ویرې ) رډې پاتې وي .
(وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا) النساء ۹۳.
ژباړه : او څوک چې مومن په لوی لاس ووژني نو سزا یې دوزخ دی، چې تل به
پکې وي ، د خدای غضب پری دې او رټلي یې دي او ستر عذاب یې ورچمتو کړې .
زه دې حادثه کې ټپیان شوي ورونو او خویندو ، او دشهیدانو کورنیو ته وایم: ستاسو اجر د الله څخه دې پرته شکه چې د الله له لورې اجر او بدله به د هر څه نه غوره وي .(وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ) آل عمران ۱۳۹
ژباړه : او مه سستیږئ تاسو ! او مه خپه کیږئ تاسې ! او همدا تاسې غالبان یئ که يئ تاسې مومنان ( په حقه) .
او همدا راز په نړئ کې ټولو اسلامي هیوادونو او خپل مسلمان ورونو او خویندو باندې غږ کوم : تاسو چپ مه پاتې کیږئ ، نن ورځ د خپل مسلمانو ورونو او 20190316_111837خویندو د تویو شویو وینو حساب مو وپوختئ ، مه پریږدئ چې دهغوی وینې په ځمکه پاتې شي دا ستاسو بشپړه حق دې ، مه پریګدئ چې غربی نړی یو ځل بیا دې پیښې ته کوم نوې رنګ ورکړي او حقیقت د خلکو د سترګو نه پټ کړي .
دنیا ته حقیقت ورښکاره کړئ ، ټولې نړئ ته ورښکاره کړئ چې اسلام د صلح دین دې ، اسلام خپل لارویانو ته د اهل کتاب سره د څه ډول چلند امر کوي ، اسلام کله هم خپل لارویانو ته داسې زده کړې نه ورښایي چې په عبادت ځایونو کې حتی په خپل دښمنانو برید وکړئ . زمونږ دین د امن او صلحی دین دی .
تاسو باید خپل موقف وپیژنئ او دغفلت له خوبه راپاڅیږئ ، خپل د تاریخ نه مو ځان خبر کړئ ،اسلامي تمدن نه ځان خبر کړئ . مونږ خپل تاریخ له یاده ویستې خو غرب زمونږ له تاریخه په ډیر ښه توګه خبر دې غرب مونږ نه د خطر احساس
کوي نو ځکه خو په دا راز حملاتو لاس پورې کوي ، او دزړه نه مونږ سره کینه لري .
د غرب له لورې د داسې ظلمونو سر بیره متاسفانه داسی پټې سترګې مسلمانان هم شته چې بیا د همدې غرب پلوي کوي ، د هغوی د ژوندانه اسلوب خوښوي ، او د انسانیت او صلح مدعیان یی بلي ، دا نو نهایت د شرم ځای دې چې د یو ویښ مسلمان سره دا موقف نه ښایي .
په آخر کې یو ځل بیا ددې حادثې شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپیانو ته د لوی څښتن تعالی څخه عاجله او کامله شفا غواړم .

خالده شفیق
۱۶/۳/۲۰۱۹
کابل – افغانستان
دشپی : ۳۰:۱

 

0 تبصره

از همه اولتر تبصر کنید!.

نظر خود را بنویسد!