حجاب ااااحجاب په اسلام دین

اسلام جامع او شامل دین دی، د بندګانو د هر اړخیزو اړتیاوو او ژوند ټولو اړخونو پوره کونکی ،رانغښتونکی او ستونزو ته د حل لارې راویستونکی دی. د انسان د معنوي او روحي اړخ څخه تر مادي او دنیاوي اړتیاوې په نظر کې لري. د انسان په ژوند کې داسې پوښتنه نشته چې په دې کې یې ځواب نه وي. د اخلاقو او آدابو نه نیولې د ژوند د تېرولو لارې چارې د خوراک څښاک او پوښاک آداب او … یو مهم څه چې اسلام د هغې په اړه د پام وړ لارښوونې او حکم کړی دی  د مسلمان نو او ښځې لباس دی..د مسلمانو پاکوښځولکه ملغلرو په پوښ کې د ساتلو او ښکلا یې د نامحرمه سړیو څخه پټولو حکم دی. او دا هغه څه دي چې اسلام یې د مسلمانې ښځې د مصؤن ساتلو، خطرونو او بدو نظرونو څخه د ژغورنې لپاره یې وړاندیز کوي. دې سره د ټولنې د باثباته او د فساد څخه پاکې ساتلو او د وګړو د ذهني نارامتیا او فشار تر څنګ د ډول ډول ناروغیو مخنیوی هم کوي. حجاب د ښځې لپاره محدودیت، کمزوري او د پرمختګ مخنیونکی نه دی بلکې د ښځې محافظ ساتونکی دی. نن سبا چې زمونږ په ټولنه کې بې ستري او بربنډتوب په پراخ ډول مروج دي او دا چې ځینې حجاب او پردې ته د یو محدودیت او په اصطلاح یې د وروسته پاتې خلکو نښې او سیمبل په سترګه ګوري، د الله د امر څخه سرغړونې تر څنګ په ټولنه کې د راز راز مرضونو او جنایتونو مسؤل هم دي. الله پاک په خپل کتاب کې د ښځو په ستر او پردې ساتلو او له خپلو کورونو څخه پرته له کومې اړتیا د نه وتلو حکم کوي. ۱:وقرن في بیوتکن.. ١: و إذا سالتموهن متاعا فاسئلوهن من وراء حجاب ذالک اطهر لقلوبکم.. ژباړه: او کله چې مو کوم شی له دوی څخه غوښته نو د پردې تر شا یې ورځینې غوښتنه وکړئ. دا آیت په ښکاره ډول له نارینه وو څخه د ښځو پردې ساتلو پر وجوب دلالت کوي او دا چې پرده د زړونو پاکي او بر خلاف بې حجابي ګندګي او مرداري ده.  یو د یادونې وړ څه چې په حجاب کې د ښځو او سړو لپاره ګډ دی هغه د نظر یا سترګو حجاب دی … اسلام د ښځې تر څنګ په سړو هم د نظر د حفاظت  ښکته ساتلو او د نامحرمه ښځو ته د نه کتلو حکم کوي. نو درنو مسلمانو خویندو پرده وکړئ او نور هم ورته وهڅوئ دا مو غرور او د الله پاک حکم پر ځای کول دي.‎

لیکنه مريم عطا

 

0 تبصره

از همه اولتر تبصر کنید!.

نظر خود را بنویسد!