حضرت ام رومان رضي الله تعالی عنها په جلیل القدرو صحابیاتو کې حسابیږدکنانهد قبیلی د فراس له کورنۍ څخه وهُ، د نسب لړی یې داده : ام رومان بنت عامر بن عویمر بن عبدالشمس بن عتاب بن اذینه بن سبیع بن دهمان بن حارث بن غنم بن کنانه

ام رومان رضي الله تعالی عنها لومړنۍ نکاح د جاهلیت په زمانه کې د عبدالله بن حارثبن سنجره سره وشوه او له همغه سره مکې ته راغله او استوګنه یې غوره کړه له عبدالله نه هغه یو زوی پیدا شو، چی طفیل یې ورباندی نوم کیښود، څه موده وروسته عبدالله بن حارث مړ شو او حضرت ام رومان رضي الله تعالی عنها یې أسرې کونډه پاتې شوه. څنګه چی، عبدالله پخپل ژوند کې د حضرت ابوبکر صدیق (رضی الله تعالی عنه) خلیف و، له دې امله د هغه وفات نه څو میاشتې وروسته ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه پخپله له حضرا ام رومان رضي الله تعالی عنها سره نکاح وکړه.
له صدیق اکبر رضی الله تعالی عنه څخه د هغې یوه لوړ او یو زوی پیدا شول، چی د اسلام د ځلنده د ستورو حیثیت لري، یعنی ام المؤمنین حضرت عایشه رضی الله تعالی عنها او حضرت عبدالرحمن بن ابوبکر رض الله تعالی عنه.
د هجرت پرمهال ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه یوازی له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د مدینی په لور روان و، خو کورنۍ یی په مکه کې وه، کله چې مدینې ته ورسیدل، نو زید بن حارثه رضی الله تعالی عنه یې په ښځو پسی ولیږه، ام رومان رضي الله تعالی عنها له دوی سره مدینی ته راغله.
حضرت ام رومان رضي الله تعالی عنها د هجرت په نهم کال وفات شوه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پخپله د هغی قبر ته کوز شو او د مغفرت دعایې ورته وکړه.
د حضرت ام رومان رضي الله تعالی عنها درې اولادونه وو. یو زوی له عبدالله بن حارث بن سنجره څخه، چی طفیل نومېده او یو زوی او یوه لور له حضرت ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه څخه، چی د زوی نوم یې عبدالرحمن رضي الله تعالی عنه او د لور نوم یې حضرت عایشه رضي الله تعالی عنها و.

د صحابیاتو سیرت کتاب له حبیب الدین خاکسارڅخه

حضرت ام رومان رضي الله تعالی عنها په جلیل القدرو صحابیاتو کې حسابیږی د کنانه د قبیلی د فراس له کورنۍ څخه وهُ، د نسب لړی یې داده : ام رومان بنت عامر بن عویمر بن عبدالشمس بن عتاب بن اذینه بن سبیع بن دهمان بن حارث بن غنم بن کنانهږ
ام رومان رضي الله تعالی عنها لومړنۍ نکاح د جاهلیت په زمانه کې د عبدالله بن حارثبن سنجره سره وشوه او له همغه سره مکې ته راغله او استوګنه یې غوره کړه له عبدالله نه هغه یو زوی پیدا شو، چی طفیل یې ورباندی نوم کیښود، څه موده وروسته عبدالله بن حارث مړ شو او حضرت ام رومان رضي الله تعالی عنها یې أسرې کونډه پاتې شوه. څنګه چی، عبدالله پخپل ژوند کې د حضرت ابوبکر صدیق (رضی الله تعالی عنه) خلیف و، له دې امله د هغه وفات نه څو میاشتې وروسته ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه پخپله له حضرت ام رومان رضي الله تعالی عنها سره نکاح وکړه.
له صدیق اکبر رضی الله تعالی عنه څخه د هغې یوه لوړ او یو زوی پیدا شول، چی د اسلام د ځلنده د ستورو حیثیت لري، یعنی ام المؤمنین حضرت عایشه رضی الله تعالی عنها او حضرت عبدالرحمن بن ابوبکر رض الله تعالی عنه.
د هجرت پرمهال ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه یوازی له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د مدینی په لور روان و، خو کورنۍ یی په مکه کې وه، کله چې مدینې ته ورسیدل، نو زید بن حارثه رضی الله تعالی عنه یې په ښځو پسی ولیږه، ام رومان رضي الله تعالی عنها له دوی سره مدینی ته راغله.
حضرت ام رومان رضي الله تعالی عنها د هجرت په نهم کال وفات شوه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پخپله د هغی قبر ته کوز شو او د مغفرت دعایې ورته وکړه.
د حضرت ام رومان رضي الله تعالی عنها درې اولادونه وو. یو زوی له عبدالله بن حارث بن سنجره څخه، چی طفیل نومېده او یو زوی او یوه لور له حضرت ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه څخه، چی د زوی نوم یې عبدالرحمن رضي الله تعالی عنه او د لور نوم یې حضرت عایشه رضي الله تعالی عنها و.

د صحابیاتو سیرت کتاب له حبیب الدین خاکسارڅخه

 

0 تبصره

از همه اولتر تبصر کنید!.

نظر خود را بنویسد!