عبدالفتاح السیسي او د ۲۰۱۸ خندونکي انتخابات

مارشال عبدالفتاح السیسي په مصر کې د خپل حکومت لومړۍ دوره په داسې حال کې پای ته ورسوله چې مصر له خورا سختو اقتصادي او امنیتي بحرانونو سره مخ دی.

د سینا په جزیره کې د تروریستي ډلو خوځښتونه له امنیتي لحاظه د مصر د حکومت لپاره تر ټولو ستر چلنج دی. له بل طرفه د مصر اقتصاد په تېرو څلورو کلونو کې ډېر په بې ساري ډول مخ پر ځوړ حرکت وکړ. د مصر د عربي جمهوریت پیسو د ډالرو او د نورو خارجي پیسو په مقابل کې خپل قیمت یو پر درې وبایله او مصرله نړیوال بانک څخه لوی پورونه ترلاسه کړل چې د دغه پورونو د بېرته ورپرې کولو لپاره نوموړي دولت په هر اړخیز ډول په صادراتو، وارداتو او بالآخره د دولت ټولې مالیې یې لوړې کړې.

نو لکه څنګه چې مصر په کمه کچه تولیدات او صادرات لري او په لویه کچه وارداتي هېواد دی، پورتنیو ستونزو د مصر په اجتماعي او اقتصادي لحاظ د منځني پوړ تر نیمايي زیات وګړي د ټیټې او بې وزلې طبقې په وګړو کې شامل کړل. او د بې وزله طبقې د وګړو ژوند یې لا تریخ کړ، او د دغه ناورین په مقابل کې السیسي ته وفادارو وسلوالو ځواکونو ته ورځ تر بلې زیات امتیازات ورکړل شول.

عبدالفتاح السیسي مدني سیاست ته د یوې خندونکې توکې په نظر ګوري او د خپل نظام د بقاء او د سیاست د تطبیق لپاره یواځې او یواځې په وسلوالو ځواکونو تکیه کوي، نو ځکه خو یې مخکې له مخکې د سامي عنان په څېر هغه مخکښ مصري سیاستوال چې کولای یې شول د السیسي په مقابل کې خنډ جوړ شي، یا خو یې په زندانونو کې واچول او یا یې په مختلفو لارو چارو اړ ایستل چې له کاندیداتورۍ تېر شي.

اوس د ۲۰۱۸میلادي کال په ټاکنو کې د السیسي په مقابل کې موسی مصطفی موسی د لیبرالی حزب الغد له طرفه په نمایشي ډول کاندید دی.

موسی مصطفی په ټوله کې غواړي چې داسې سیاستونه د کامیابیدلو په صورت کې مې که څه هم ناممکنه ده اعلان کړي چې د السیسي څخه ناخوښ لوري السیسي په دوو کې غوره انتخاب وګڼي. چې د موسی مصطفی د دغه ډول څرګندونو له جملې څخه په وروستیو کې د نوموړي یوه تلویزیوني مرکه وه پدغه مرکه کې موسی په ډاګه کړه چې په انتخاباتو کې د کامیابیدلو په صورت کې به د الأزهر الشریف نړیوال اسلامي پوهنتون چې له لسو پیړیو څخه زیات قدامت لري وتړي.

دا په ښکاره ډول د موسی مصطفی هڅه وه چې په اسلامپالو کې د السیسي د پلویانو شمېر زیات کړي، هو په ټوله کې د مصر غوڅ اکثریت د ۲۰۱۸م کال په انتخاباتو باور نلري، ټول مصریان پدې پوهېږي چې انتخابات د ولس او نړیوالو په سترګو کې د شګو اچولو لپاره دایریږي او هېڅ کوم تغییر نشي راوستلای.

نو ځکه په انتخاباتو کې د مصر غوڅ اکثریت چې په اصل کې د تېرې دورې اصلي قربانیان دي د حکومت د زیاتو هڅو سره، سره برخه نا اخلي.

اصلاح آنلاین

An Egyptian expatriate living in Lebanon casts her vote in a referendum on the new Egyptian constitution at the Egyptian embassy in Beirut

 

0 تبصره

از همه اولتر تبصر کنید!.

نظر خود را بنویسد!