ټکنده غرمه وه، د میوند له آسمانه اور ورېده، پر ځمکه کاڼي هم د ګرمۍ له تاوه چاودل، غازیان ستړي، ستومانه او شدیدې تندې پسې اخستي و، د میوند پر وچه دښته اوبه هم نه وې، که چېرته کوم کوهی یا چینه وه په هغې د پرنګي لښکرو قبضه وه، د مسلمانو غازیانو مورال مخ په کمزوري کېدو و، او ارادې یې سستې شوې وې، تر دې چې نژدې وه د برتانوي فوج په ساز او سامان بار فوج پر وړاندې ماته وخوري، په دې وخت کې د مسلمانانو د لښکر له شاتنۍ برخې څخه چې ښځې پکې وې یوې نجلۍ چې د ۱۹ کلونو په عمر به ښکارېده سر را هسک کړ، دا نجلۍ (ملالۍ) وه، هغې د غازیانو حالت درک کړ او په ارادو یې وپوهېده نو د ښځو له منځه راووته، وړاندې د غازیانو په لور ورغله، هلته په یو لوړ ځای لکه د زمرۍ ودرېده او په ټول توان سره یې پر غازیانو غږ وکړ: ای مېړنیو پښتنو! کله چې پوه شوه ټولو غازیانو یې غږ واورېده او ددې په لوري یې پام راوړوه، نو د زړه له جوشه یې دا ټپه وویله:
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
هغې چې ټپه وویله نو د تکبیر ناره یې پورته کړه او لکه د وږي زمري یې پر دښمن حمله وروړه، د غازیانو په زړونو باندې د ملالۍ ددې ټپې هر توري د غشي کار ورکړ، وینه یې په جوش راغله، د ماتو زړونو او سستو ارادو وجود کې یې نوې ساه وچلېده، لکه مړه چې راژوندي شي، ټولو په یو غږ د الله اکبر! ناره پورته کړه او پر دښمن یې یرغل وروړ لدې سره دښمن وارخطا شو، ماته یې وخوړه. مسلمانانو جګړه وګټله او میوند فتحه شو.
تاریخ لیکونکي وایي چې ملالۍ پلار او ددې کوژدن هم د میوند په جګړه کې برخه اخستې وه، او ځینې معلومات ښیي چې په همدې ورځ د ملالۍ واده هم و، خو دې د نورو افغانو مېرمنو په څېر د جګړې ټپیانو سره مرسته کوله هغوي ته یې اوبه راوړلې او افغان مجاهدینو ته یې اضافي وسلې ور رسولې.
تاریخ لیکونکي دا هم وایي کله چې ملالۍ ولیدل چې د افغاني لښکر بیرغ نیونکی ددښمن په مرمیو ولګېد نو دې ورمنډه کړه بیرغ یې لوېدو ته پرېنښود او په سرو منګولو یې بیرغ را واخست، ویل شوي چې خپل پړوني څخه یې بیرغ جوړ کړ. او کله چې یې خپل کوژدن ولیده چې د بریتانوي لښکر له توپچي سره مخامخ شو نودا لنډۍ یې وویله:
خال به د یار د وینو کېږدم
چې شینکي باغ کې ګل ګلاب و شرموینه
اتله ملالۍ هملته د میوند د نورو شهیدانو تر څنګ په ډېر عزت خاورو ته وسپارل شوه، ددې ننګیالۍ او نومیالۍ پېغلې قبر اوس هم د میوند د شهیدانو په هدیره کې معلوم دی.
# ۲۷ د جولای د میوند غزا او د ملالۍ د شهادت ۱۳۸ تلین مبارک.
روح دې یې ښاد او یاد دې یې ژوندی وي.

 

ليکواله: نسيبه مزمل اسلامي

 

0 تبصره

از همه اولتر تبصر کنید!.

نظر خود را بنویسد!