ولې زمونږ په ټولنه کې ښځې او نجونې خوندیتوب نه لري؟

فرهاد مندوزی
افغانان په یوه دودیزه ټولنه کې ژوند کوي چې د ژوندانه ډېری کړه وړه یې په بېلابېلو دودونو او رواجونو پورې تړلي دي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې بیا دا رواجونه له یو بل سره ډېر توپیر نلري او د ژوند کولو ډولونه یې له یوې سیمې او بلې سیمې سره تر ډېره یو شان دي.
هره ټولنه کې په څو ډوله نزاکتونه، رواجونه او دودونه شتون لري چې وګړي ورته د قانون په پرتله ډېر ارزښت ورکوي او پرې ولاړ دي، نو د هغې له ډلې نه غواړو په دې اړه بحث وکړو چې زموږ په ټولنه کې د ښځینه وو سره په کوم ډول چلند کېږي.
آیا دوی په ښار او کلي کې د خوندیتوب احساس کوي؟
کومې ښځې ځورول کېږي؟
woman-harrasmentاو د دې ستونزې د حل او مخنیوي لاره څه ده؟
که راشو د لومړۍ پوښتنې ځواب ته چې په ټولنه کې د ښځو سره څنګه سلوک وکړو، نو د یوه مسلمان په توګه موږ ته په ډېر وضاحت سره ویل شوي دي چې پردیو (نامحرمو) ښځو ته کتل او هغه کارونه چې د یوې ښځې د ځورېدنې سبب ګرځي له هغې نه باید په کلکه ځان وساتو او لکه څنګه چې د خپلې کورنۍ مېرمنې، خور او لور ته درناوی لرو، پردیو ښځو ته هم همداسې درناوی ولرو او هڅه وکړو چې د دوی عزت او شخصیت ته ضرر ونه رسوو.
متأسفانه زمونږ په ټولنه کې د ښځو بېلابېل ډول ځورونه رواج لري، ډېرځله به مو کتلي وي چې کله مېرمنې یا نجونې د موټرو په تمځای کې ولاړې وي او یا کله چې پر سړک روانې وي نو په لسګونو شخصي، ټکسي او آن دا چې ځینې دولتي موټر به ورته هارن کوي او په دې هڅه کې به وي چې موټر ته یې پورته کړي، هغه هم په دې نظر چې له هغوی سره څو شېبې سات تیر کړي او بیا به د لارې په اوږدو کې ترې هغه پوښتنې پیل کړي چې د یوې ښځې شخصیت پورې اړه لري لکه واده مو کړی که نه ؟ عمر دې څو کاله دی؟ د کوم ځای یې او داسې نورې پوښتنې چې په عمومي ډول د ښځو لپاره ‌ډېره لویه ستونزه بلل کېږي.
متأسفانه کوم نارینه چې دا ډول کارونه ترسره کوي دا فکر له ځانه سره نه کوي چې که په همدې ډول دده د کورنۍ کومه غړې د بل چا لخوا وځورول شي او دا ډول پوښتنې او سلوک ورسره وشي نو آیا ده ته به د منلو وړ وي؟ طبیعي ده چې هېڅکله نه، ځکه د خپلې کورنۍ غړې ته به د یوې مېرمنې او خپل عزت په سترګه ګوري خو له بده مرغه چې نورو ته په سپکه نظر ګوري .
‌‌‌‌‌‌بل خوا له بده مرغه زمونږ په ټولنه کې د ښځو او نجونو ځورول، ورځ تربلې په ‌‌‌‌‌‌ډېرېدو دي او ‌‌‌‌‌‌په دې مرض زموږ د ټولنې ‌‌‌‌‌‌ډېر ځوانان او آن ځینې د پاخه عمر کسان چې یو څه پيسې یا موقف لري، اخته دي.
همدارنګه ددې موضوع بل تریخ اړخ دادی چې له بده مرغه نه یوازې هغه شمېر نجونې او ښځې ځورول کېږي چې په اخلاقي فساد کې ښکیلې دي، بلکې ځینې پاک لمنې مېرمنې هم ځورول کېږي چې دغه ستونزې، په ټولنه کې د وګړو اندیښنې را پاراولي دي.
د پورته یادو شویو ټکو په پام کې نیولو سره دا هم د یادولو ده چې په دې برخه کې یوازې نارینه هم ګرم ندي، بلکې په خپله ځینې مېرمنې هم د ځینو نورو ښځو د ځورونې سبب ګرځیدلې او دلیل یې هم دا دی چې دغه ډله مېرمنې او نجونې له کور نه بهر او په ټولنه کې داسې جامې او لباس کاروي چې له ورایه د نارینه وو پاملرنه ځان ته را جلبوي او دې ته زمینه برابروي چې په یو ډول نه یو ډول د ځینو نارینه وو لخوا وځورول شي. ځکه نو دا هم په کار ده چې مېرمنې په عامه ځایونو کې له داسې لباس څخه استفاده وکړي چې د اسلامي اصولو او افغاني کلتور سره په ټکر کې نه وي.
د دې ستونزې د مخنیوي او حل لپاره په کار ده چې دولت او دیني عالمان په ګډه د عامه پوهاوي له لارې خلکو ته هغه دیني او قانوني اړخونه بیان کړي او په هغه سزا ګانو یې پوه کړي چې د ښځو د ځورونې په دلیل شتون لري او د تخلف په صورت کې له مجرمینو سره قانوني چلند وشي.
په پای کې له ټولو هېوادوالو، او خپل دولت څخه هیله کوو ترڅو په ټولنه کې دمېرمنو د دا ډول ځورونو لاملین د قانون منګولو ته وسپاري ترڅو مېرمنې او نجونې په سمه توګه وکولای شي خپلو درسونو او کار ځایونو ته په خوندي توګه لاړې شي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا