د نفس تزکيه د اسلام په رڼا کې

قرانکريم د علم او حکمت خزانه ده. دا هغه مبين کتاب دی چې د انساني ژوند د کاميابی او برياليتوب ترجماني کوي د ځانيزو او ټولنيزو فکرونو او عقيدو څرنګوالی کوي د يووالی او برابری ښکارندوی دی.

د تزکيي لغوي معنا پاکوالی او وده ده يعني خپل ځان له ګناهونو څخه لرې ساتل نيکي ته وده ورکول او پرمختګ ورکول خو د قران مطابق د تزکيې معنا له ټولو ناخوښو ، مکروه او قبيح کارونو څخه ځان ساتل له خدای ج څخه ويره پيدا کول د نيکۍ او تقوا په څير ځانګړتياوي په ځان کې پيدا کولو ته وايي .

ددې لپاره چې الله تعالی انسان له نورو مخلوقاتو څخه لوړ ثابت کړي نو دوی ته يې د تزکيې ټينګار کړی.( قد افلح من زکها) يعنې کامياب هغه څوک دي چې د خپل نفس پاکوالی وکړي

الله تعالی د بقرې په صورت کې دا دعا بیان کړې ده کومه چې ابراهيم عليه سلام غوښتې ده چې د نفس د پاکوالي زکر په کې شوی دی په اصل کې دا دعا ابراهيمي ده حضرت ابراهيم عليه سلام او حضرت اسماعيل عليه سلام په مکه معظمه کې د الله تعالی د کور ديواونه جيګول او دا دعا يې کوله (( ای زمونږ ربه ! له مونږ څخه دغه خدمت قبول کړه ) ته د هر څه اوريدونکی يې او په هر څه پوهيږې ای الله مونږ دواړه خپل سالم او امر منونکي وګرځوه زمونږ له نسل نه یو داسې قوم پيدا کړه چې تاته غاړه ايښودونکي او رحم کونکي وي.دا د ابراهيم عليه سلام دعا ده چې په دي کې د تزکيې د فريضې ادا کولو ځانګړې يادونه شوي ده .

د رسول الله ص ټول ژوند ددې ثبوت دی چې نبي ع څنګه د خپلو صحابه وو تزکيه کړې ده د جهالت د تورو تمونو څخه يې راوويستل د رحم او مهربانی په صفاتو سره يې موصوف کړل همدغه د تزکيې او پاکوالي عمليه وه چې صحابه کرام رض تعالی عنه يې د تقوا او پرهيزګاری لوړې درجې ته ورسول په همدغې وجه الله تعالی فرمايي او ما ستاسو په منځ کې يو رسول راوليږه چې تاسو ته زما ايتونه ولولي چې ستاسي ژوند پاکوي تاسو ته د کتاب او حکمت تعليم او درس درکوي او تاسو ته هغه خبرې درښايې چې تاسې پري نه پوهيږۍ ابن زيد وايي په قران کريم کې چې په کوم ځای کې د (( تزکی)) کلمه راغلې هلته ترې موخه د اسلام قبلول دي دغه آيتونه ( وذالک جزا‌ء من تزکی ) طه

وما عليک الا يزکی )) عبس

دا د الله د رحمت انتها ده چې الله تعالی بند ګان د ګناهونو نه داسي ځان وساتي لکه په يوه لاره کې چې له اغزو څخه ځان ساتې الله تعالی په قران کريم کې انسان ته د تزکيې تاکيد کړی دی څومره احکامونه او لارښونې چې دي ددې ټولو بنسټ تزکيه ده تزکيه د انسان ژوند داسې ښايسته کوي چې د الله تعالی او د رسول لله ص د اطاعت کولو قابل جوړيږي او په دنيا او اخرت کې کاميابي تر لاسه کوي.الله تعالی فرمايي سورة نور ۲۴ـ۲۷ـ۲۸ ايتونه ژباړه: ( اي خلکو چا چې ايمان راوړی دی خپل کور نه د بل چا کور ته مه ننوځۍ تر څو چې د کور د خاوند رضا نه وي او سلام ونه کړي دا طريقه ستاسو لپاره بهتره ده ددې لپاره چې تاسو پند واخلی که بيا هلته څوک نه وي مه داخليږی تر څو چې تاسو ته اجازه نه وي شوي که تاسو ته وويل شي چې بيرته لاړ شئ نو بيرته لاړ شئ دا ستاسو لپاره ډيره پاکيزه طريقه ده او کوم عملونه چې تاسې کوی الله تعالی پرې ښه پوهيږي د الله تعالی ذات څومره د انسانانو مرستندویه دی چې هغه لاملونه هم ختموي چې انسان په ګناه کې اخته کوي د جهالت په دوره کې د اهل عربو دا طريقه وه چې ويل به يې سحر په خير شپه په خير او نورو خلکو په کورونو کې به پټيدل الله تعالی ددوی د اصلاح لپاره دا اصول مقرر کړل چې هر کس ته په خپل ځاي کې د اوسيدو حق شته او دبل چا په کور کې د هغه د اجازې پرته نشي اوسيدلی د نبي کريم ص خپله طريقه دا وه چې کله به چا کره تلو نو دروازې شې يا چپ ته به ودريدو او اجازه به يې غوښتله حقيقت دادی چې هم دغه تزکيه ده چې نفسي خواهشات ، بی لاری او فحش قدم اخيستلو نه ساتنه کوي.

بل خای کې الله تعالی فرمايی نور سورة ۲۴ـ ۳۰ ايتونه ژباړه: ای نبي مؤمنانو ته ووايه چې خپل نظر خيال وساتی او د خپل شرمګاه ساتنه وکړی دا ددوی لپاره ډيره پاکيزه طريقه ده کوم عملونه چې دوی کوي الله تعالی پرې خبر دی.

رسول الله ص غير له محرمو ښځو نه نورو ښځو ته کتل حرام ګڼلي دي بلکې دي ته يې د ستګو بد کاري ويلې ده د نبي کريم ص ارشاد دی چې ( سړی په خپلو ټولو حواسو سره زنا کوي په نظر کتل د سترګو زنا ده ـ نرمۍ سره خبري کول د ژبې زنا ده ـ اواز نه خوند اخيستل د غوږونو زنا ده ـ لاس لګول او د ناروا موخې لپاره تلل د لاسونو او پښو زنا ده کوم کس چې د خپلو سترګو حفاظت وکړ نو هغه تزکيه اختيار کړه او له ګناهونو څخه وساتل شو الله تعالی دغه پاکيزه عمل خوښ کړی دی د عورت د ساتلو په اړه نبي ص فرمايي الله تعالی ددي ډیر حق دار دی چې له هغه نه شرم او حيا وشي د نظر او شرمګاه ساتل پاکيزه عمل دی الله تعالی په قران کريم کې فرمايي سورة نور ۳۱ ايت ژباړه ای نبي ص مؤمنانو ښځو ته ووايه چې د خپلو نظرونو ساتنه وکړی او د خپلو شرمګاهونو ساتنه وکړی او خپل ښايست ښکاره نه کړی په سورة ليل کې ددوه مختلفو لارو فرق او دهغې پايله څرګنده شوي ده چې يوه د خير او بله د بدی لاره ده يوه دا چې مال ورکړی او له خدای ج څخه ويره او پرهيزګاري اختيار کړي او نيکۍ ته نيکي ووايي او بله دا چې انسان بخيلي اختيار کړي د الله د رضا او نا رضایتی څخه بې پروا شي دغه دواړه لارې د پايلې له نظره يو ډول نه دي په لومړی طريقه کې د نيکی کوونکو لپاره د بدی لاره سختيږي او به بله کې الله تعالی بد کاره ته بدې لارې اسانه کوي د سورة په اخير کې درې حقيقتونه ذکر شوي دي.

۱: دا انسان الله تعالی بې خبره نه دی پريښي

۲: د دنیا او اخرت دواړو څښتن الله تعالی دی که دنيا غواړې دنيا درکوي او که اخرت غواړي نو د اخرت کاميابي درکوي.

۳: کوم بد مرغه انسان چې هغه نيکي رد کوي انکار ترې کوي کومې چې د رسول الله ص او د قران په وسيله ښودل شوي دي نو دهغه لپاره سوځونکي اور تيار شوي دي او هغه انسان چې له الله ج څخه ويريدونکی دی او بې له کوم غرضه خپل مال د الله تعالي په لار او د خير په کارونو کې مصرفوي دهغه رب د هغه څخه راضي کيږي د سورة په اخري پنځه ايتونه د تزکيې او د هغه د نعمتونو په اړه بيان کوي سورة ليل ۱۷ـ۲۱

ژباړه : څوک چې ډيره پرهيزګاري هغه به محفوظ وي څوک چې خپل مال ورکوي ددې لپاره چې پاک دی ددې لپاره يې نه ورکوي چې هغه باندي د چا احسان وي چې د هغې هغه بدله غواړي بلکي د خپل څښتن رضا حاصلولو لپاره يې ورکوي زر دی چې هغه به خوشحاله شي همدغه د الله تعالی رضا حاصلولو حقيقي تزکيه ده چې دا د انسان د اخرت مطاع او مال دی.الله تعالی اول انسان ته په څرګنده ډول فرمايلي دي چې شيطان ستاسي ښکاره دښمن دی چې همدغه شيطان انسان د صراط مستقيم نه بې لارې کوي چې انسان په حقيقت کې زمونږ څرګند دښمن دی. په سورة نور کې الله تعالی فرمايلي ای خلکو چا چی ايمان راوړی د شيطان په قدم باندی مه ځی څوک چې دده پیروي کوي هغه ورته د فحش او بې حيايي لارښونه کوي که چيرته د الله تعالی رحم او کرم په تاسې نه وای نو تاسو کې به کوم کس هم پاک نه وو مګر الله تعالی چې چاته وغواړي ګناهونه يې پاکوي او الله تعالی اوريدونکی او عالم دی قرانکريم د نفس د تزکيي نور عوامل هم ذکر کړي دي تقوا اختيار کړی انفاق في سبيل لله خپله يو ګټور تجارت جوړ کړۍ دی ذکر او فکر نه په تزکيه کي مرسته واخلی د زړه په اخلاص سره استغفار ، لمونځ ، زکات او د حج فريضي د خپلې کاميابی لامل وګرځوي او د زړه تل ته يې ښکته کړي .

قد افلح من تزکی ـ وذکراسم ربه فصلی ( اعلی ۱۴-۱۵)

کامياب شو هغه څوک چاچې پاکوالی اختيار کړو او د خپل رب نوم يې ياد کړ او بيا يي لمونځ ادا‌ء کړ.

 

کريمه(ازره وال)

 

0 تبصره

از همه اولتر تبصر کنید!.

نظر خود را بنویسد!