په يو حديث کې راغلي دي چې څوک د مانځه اهتمام کوي الله پاک يې په پنځه طريقو سره عزت کوي يو دا چې د رزق تنګي به يې ترې لیرې کړي دويم دا چې د قبر عذاب به ترې لیرې کړي دريم دا چې د قيامت په ورځ به په ښي لاس عملنامه ورکړل شي څلورم دا چې په پل صراط به يې د بريښنا په څېر تير کړي پنځم دا چې د حساب نه به يې محفوظ کړي.

او څوک چې په لمانځه کې سستي کوي هغه ته په پنځلس طريقو عذاب ورکول کيږي.

پنځه په دنيا کې ۱: په ژوند کې به يې برکت ختم کړي ۲: د صالحانو نور به يې له مخ څخه لري کړي ۳: د نیکيو اجر به ورته ختم کړي ۴: دعاګانې به يې نه قبليږي ۵: د نيکانو د دعا مستحق به نه شي

درې د مرګ په وخت کې ۱: مرګ به يې د ذلت وي ۲: وږی به مري ۳: تږی به وي د مرګ په وخت کې که سمندر وڅکې هم تنده به يې نه مري .

درې عذابونه به يې د قبر په وخت کې وي ۱: قبر به يي دومره تنګ کړي چې پوښتۍ به يې په يو بل کې ننوزي ۲: په قبر کې به ورته اور واچول شي ۳: په قبر کې به يي داسې مار مسلط کړی شي چې سترګې به يې د اور وي او نوکونه به يې د اوسپنې او دومره اوږد به وي لکه د يوې ورځې په مزل او دا مړی به پرې زخمي کوي او بيا ورته وايې چې زه يم ګنجی مار اواز به يې دتندر د کړس په شان وي او وايي به چې زه الله پاک په تا ددې لپاره مسلط کړی يم چې د سهار د لمانځه د نه کولو په وجه د ماسپښينه پورې چيچم او د ماسپښین د لمانځه د نه کولو په وجه دې تر مازيګره پورې چيچم او دغسې د مازيګر نه د ماښامه پورې او د ماښام نه تر ماسخوتنه پورې او د ماسخوتن نه تر سهاره پورې به دی چیچم چې يو وار يې وچيچي نو د هغه چيچلو سره به دا مړی اویا ګزه په ځمکه ننوزي او دغه شان به د قيامته پوري دی عذابيږي.

او درې عذابونه به يې د قيامته پورې وي ۱: حساب به يې په سختی سره اخیستی شي ۲: د حق تعالی په غوسه کې به وي ۳: جهنم ته به داخل کړی شي دا ټول څوارلس شو شايد چې پنځلسم به د راوي هير شوی وي.

او په يو روايت کې دا هم دي چې دده په تندي به درې کرښې ليکل شوي وي اولنۍ کرښه : ای د الله پاک حق ضايع کوونکيه بله کرښه ای د الله په غوسه خاص شويه دريمه کرښه لکه څنګه چې تا په دنيا کې د الله پاک حق ضايع کړو نن ته د الله پاک د رحمت نه مايوسه يې.

ژباړه: کریمه ازره وال

 

0 تبصره

از همه اولتر تبصر کنید!.

نظر خود را بنویسد!