جمعيت اصلاح ، اسلامي خوځښت دی، ځکه چې د الله پاک کتاب، د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت، او له دین څخه د صالحو سلفو او د امت د مجتهدو امامانو پوهاوی یې مرجعیت دی.

د الله (ج) کتاب خو د اسلام اساس او بنسټ دی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت خو د الله (ج) د کتاب بيانوونکی دی، او د صالحو سلفو سيرت پدې مرجع دی چې هغوی – رضوان الله عليهم – د اسلام د تعاليمو او لارښوونو زده کوونکي او اخيستونکي وو، د هغو منفذين او پلي کوونکي وو، هغوی د اسلام د تعليماتو او لارښوونو عملي بېلګې او نمونې او د هغو محسوس او ملموس تصوير او انځور وو.

مونږ په اسلام کې له وطن، خاورې او خپلې زمکې سره مینه او محبت ګورو، اسلام له وطن دوستۍ او له وطن سره د مینې کولو مخالف نه دی، خو په دې شرط چې د الله تعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او د دین د محبت او مینې په مقابل کې نه وي. نو له وطن سره داسي مینه کول د وطن آبادول، د وطن لپاره خدمت کول او د وطن والو هراړخیزه روزنه او له هغوی سره مرسته او همکاری کول د اسلام غوښتنې دي.

وطن پالنه

د ختيځ ولسونه د لويديځ له ښکيلاک څخه کړيږي هغه چې په زور او زبرځواکۍ سره د دوی پر اوږو ناست دی او د دوی سیاسي، پوځي او اقتصادي واک یې په لاس کې اخیستی دی او دیکتاتور او غرب پال حکومتونه یې پرې تپلي دي، نو د ختیځ ولسونه اوس په خپل ټول ځواک او قوت سره، چې په وس کښې يې لري ،هڅه کوي چې له دغه ښکیلاک څخه ځان خلاص کړي، نو کله د وطن او ملت په نوم شعارونه او ناري پورته کېږي اوکله پدې عنوان یو ځای او بل ځای ډلې او ټپلې جوړېږي، پدې ګومان چې ملت پالنه او قوم پالنه به مو خپلواکه او سرلوړي کړي.

په هر حال دا نېک او ښه کار دی خو بده او بې خونده پکې داده چې ته کله د ختيځ خلک او ولسونه په داسې حال کښې چې ټول مسلمانان دي، پوه کول غواړې چې دغه څه چې د غربيانو په خولو او د اروپايانو په ليکنو کښې دي، هغه ښه او ګتور ندي، بلکې تر دې پاک، لوړ، بشپړ، او کره افکار په اسلام کښې شته، نو دوی يې په سختۍ درسره مني او قناعت پرې کوي، یو شمیر خو یې لا د اروپايانو ړانده تقليد ته لالهانده ور ګرځي او درته د خپل ګومان په اساس لګيا شي چې اسلام په يو لوري کښې دی او دغه افکار په بل لوري کښې قرار لري، او ځنې خو لا تردې هاخوا اوړي او وايي چې دغه افکار له اسلام سره تړل او هغه اسلامي ګڼل د ولس يووالی ويشي او اړيکې يې کمزورې کوي.

دا چې په اسلام کې یو ډول ملت پالنه او وطن پالنه ستایل شوي او له غرب نه اغیزمن خلک بل ډول وطن پالنه او ملت پالنه ترویجوي، چې هغه د اسلام له روح سره ټکر لري نو په همدې خاطر مو وغوښتل چې دلته د وطنيت او ملت پالنې د فکر په اړه د جمعیت اصلاح دريځ روښانه کړو، هغه دريځ چې د دین پر بنسټونو بناء دی او غواړي چې خلک يې هم ورسره خوښ او غوره کړي.

مونږ کوم ډول وطن پالنه غواړو؟

د مينې او محبت وطنپالنه

که د وطن پالنې د بلونکو او پلويانو مقصد او هدف، له وطن سره مينه، محبت او هغه ته شوق او ليوالتيا وي نو دا خو که له يوې خوا د انسان په خټه او طبيعت کښې اغيږل شوی دی له بلې خوا د اسلام له لارښوونو او هداياتو څخه دی.

حضرت بلال (رض) چې خپل ټول څه يې د خپل دين او خپلې عقيدې په لار کې قربان کړل، دادی د هجرت په وطن ( مدينه ) کې د ( مکې ) په مينه او ياد کې له خوږښت او نرمښت څخه ډک اشعار زمزمه کوي:

ألا ليت شعري هل أبيتَنَّ ليلةً *** بــوادٍ وحولي إذخرٌ وجليلٌ

وهل أرِدَّنَّ يوماً مياه مجنـةٍ *** وهل يبدُوَنَّ لي شامة وطفيل

آه، زمانصيبه! داسې وخت به هم راشي چې يوه شپه د مکې په يوه دره کښې تېره کړم او شا وخوا مې منجان او سرګړي واښه ولاړ وي!

کومه ورځ به داسې راشي چې د مجنې سيمې اوبو ته ور کوز شم او د شامې او طفيل غرونه ته وګورم!

او يو ځل رسول الله صلی الله عليه وسلم له اصيل څخه واورېدل چې مکه يې ستايله، نو په زړه يې راوورېده، له سترګو يې د مينې اوښکې وڅڅېدې او ورته ويې ويل: اصيله! پرېږده چې زړونه مو ارام او ټکور شي.

د عزت او خپلواکۍ وطنپالنه

او که يې مقصد دا وي چې له ښکيلاک ګرو او غاصبانو څخه د وطن د ازادۍ او خپلواکۍ تامينولو له پاره هر ډول کوښښ او هڅه په کار اچول وي او د ولس د بچيانو په زړونو کښې د عزت او ازادۍ روحیه او مبادي کښېنول وي، نو دا خو فرض دي او مونږ ورسره په دې مقصد کښې هم ملګري يو، او اسلام په دې اړه ډېر تأکید کړی دی او انتهايي کلک دريځ يې نيولی دی، الله پاک فرمايي:

ژباړه: عزت خو د الله او د هغه د رسول او مؤمنانو له پاره دی. خو دغه منافقان نه پوهيږي. [المنافقون:8]

ژباړه: الله د کافرانو له پاره پر مسلمانانو د برلاس کېدو هيڅ کومه لاره نه ده جوړه کړې. [النساء:141]

د ټولنې او اجتماع وطن پالنه

او که هدف يې د يوې سيمې او هیواد د وګړو ترمينځ د اړيکو ښه والی او غښتلتيا او د هغوی لارښوونه وي، څو دغه غښتلتيا د خپلو ملي ګټو او مصالحو له پاره وکاروي، نو مونږ له دې سره هم موافقه لرو او اسلام يې يوه اړينه فريضه بولي کله چې د اسلام پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي: وکونوا عبادالله اخوانا.[متفق عليه] او د الله پاک بندګان اوسئ وروڼه وروڼه.

او قرآن کريم فرمايي: ژباړه: ای مؤمنانو! د خپلې ټولنې له وګړيو نه پرته له نورو سره خپل رازونه مه وايئ. هغوی ستاسې د ورکاوي له هيڅ يو فرصت څخه ګټه اخيستل له لاسه نه ورکوي، او تاسې ته چې په هرڅه زيان اوړي د هغو خوښيږي، د هغو د زړه دښمني د هغو له خولې نه راووځي او څه چې هغوی په خپلو سينو کښې پټ ساتلي دي هغه له دې نه زيات دي. مونږ تاسې ته په ‌ډاګه څرګندې لارښوونې کړې دي که تاسې پوهه لرئ ( نو له هغو سره به په ارتباط ساتنه کښې له پاملرنې څخه کار واخلئ). [آل عمران:118]

ګوندي او حزبي وطنپالنه

او که له وطن پالنې څخه يې مقصد په ډلو او ټپلو باندې د ولس وېشل وي، څو يو بل سره دښمني وکړي، يو بل له مرۍ نه ونيسي، يو بل ته ښکنځل وکړي، يو بل پورې تور پورې کړي، يو بل ته توطيې او دسيسې جوړې کړي، او هره ډله د هغې تګلارې ننګه او پلوي وکړي چې د دوی نفسي غوښتنو جوړه کړې، شخصي هدفونو او غرضونو تشکيل کړې ده او د دوی فکرونو د شخصي مصلحتونو پر بنسټ شرح او تفسير کړې ده . په داسې حال کې چې دښمن دغه حالت د خپلو ګټو او مصالحو له پاره غنيمت ګڼي، د ډلو او ټپلو تر مينځ د دښمنۍ او جګړې په اور تېل شيندي، د حق په هکله يې سره وېشي او پر باطل باندې یې سره راټولوي او يو ځای کوي، خپل مينځ کښې پرې د دوستۍ اړيکې او متقابله مرسته او تعاون حراموي خو بيا همدغه اړيکې او تعاون له مستعمر او ښکيلاکګر دښمن سره او پر هغه راټوليدل ورته روا کوي، تل د هغه کور او دفتر ته ور روان وي، او د هغه د ملاقات پر وخت سره يو ځای کيږي! دا هغه بدل او ناچله وطن پالنه ده چې نه يې دعوت کوونکو او پلويانو ته پکې څه خير شته او نه عام ولس ته.

نو دا دی تاسې ولیدل، چې مونږ د وطن پالنې له بلونکو او داعيانو سره ملګري يو، بلکې د هغو له افراطيانو سره هم په هغه څه کې ملګري يو چې وطن او ولس ته يې خير رسيږي! او تاسې وليدل چې د وطن پالنې دغه اوږده او پلنه دعوا بل څه نه بلکې د اسلام د لارښوونو يوه برخه ده.

زمونږ د وطن پولې او سرحدونه

زمونږ او د وطن پالنې د داعیانو تر مينځ د اختلاف وجه داده چې مونږ سره عقيده اعتبار لري او د وطن پولې او سرحدونه په عقيدې باندې ټاکو او دوی سره ځمکني توکي او خاورين عناصر اعتبار لري او د هغو پر بنسټ د وطن پولې او سرحدونه ټاکي. بنا پر دې د ځمکې هر ګوټ کښې چې يو مسلمان اوسيږي او (لااله الا الله محمد رسول الله) وايي هغه زمونږ وطن دی، د حرمت او سپېڅلتيا څښتن دی، د مينې او اخلاص مستحق دی، او د هغه د خير او صلاح له پاره د کوښښ او هلو ځلو حق لرو. په همدې لحاظ د دغسې سيمو ټول مسلمانان زمونږ وروڼه او د کورنۍ غړي دي، هغوی ته اهتمام او پاملرنه کوو، د هغوی د فکر په څېر فکر کوو او د هغوی د احساس په څېر احساس!

خو يوازې د وطن پالنې دعوتګر او بلونکي بيا دغسې ندي، هغوی ته له همدغې تنګې او وړې محدودې ځمکنۍ ټوټې څخه پرته نور څه مهم ندي. د دې خبرې عملي توپير هلته څرګنديږي چې کله يو ولس وغواړي خپل ځان د بل ولس په ځپلو او له مينځه وړلو ځواکمن او غښتلی کړي، نو مونږ دا کار د هيڅ يوې اسلامي سيمې په ضد نه خوښوو بلکې مونږ ټولو ته قوت او ځواکمني غواړو. خو د ځانګړې وطنپالنې بلونکو او پلويانو ته بيا دا کار هيڅ پروا نه لري، او له همدې ځايه د ولسونو ترمينځ اړيکې شلېږي، ځواک او قوت يې کمزوری کېږي، او دښمن يې يو پر بل وهي.

زمونږ د وطن پالنې هدف او مقصد

دوهمه خبره دا ده چې ځانګړي وطنپالان چې کوم غټ مقصد لري هغه دادی چې خپل وطن يې نجات ومومي، بيا چې وروسته د هغه د ځواکمنۍ له پاره څه کوي نو يواځې په مادي اړخ کښې او د مادي تمو له پاره يې کوي لکه اوس اوس يې چې اروپايان کوي.

خو مونږ عقيده لرو چې د مسلمان پر غاړه يو ستر امانت پروت دی چې پر هغه لازموي څو د دغه امانت د ادا کولو له پاره خپل ځان، مال، سر، وينه هرڅه قربان کړي، چې هغه د اسلام په رڼا سره د بشريت هدايت او لارښوونه او د ځمکې په ګوټ ګوټ کښې د اسلام بيرغ رپول دي. مسلمان په دې کار سره نه مال غواړي نه مقام ، نه په چا واک غواړي، او نه د کوم ولس ښکيلول او غلامول بلکې يوازې او يوازې د الله پاک رضا او خوښي غواړي، د هغه د کلمې لوړوالی او د هغه په دين سره د نړۍ سعادت او نېکمرغي.او همدا هغه څه وو چې سلف صالح (رضوان الله عليهم) يې هاغسې فتوحاتو ته وهڅول چې نړۍ يې حيرانه کړه او د تاريخ په زړه کښې يې د عدالت، فضيلت، شرف او اصالت نوی ريکارډ قايم کړ.

مونږ چې کله کار او فعاليت کوو نو څه شی چې مونږ کار ته هڅوي هغه د الله پاک د امر پر ځای کول، د هغه کلمه لوړول او د هغه د رضا او خوښۍ هيله مندي ده. او یوازې وطن پالان چې کار کوي نو د يوې نفسي عاطفې پر بنسټ يې کوي که ريښتينې او حقيقي وي او يا دروغجنه او تکلفي. نو مونږ د هغوی په څېر کړېږو او زحمت وباسو خو مونږ له الله پاک څخه د هغه څه هيله لرو چې دوی يې نه لري.

وحدت او يووالی

مخکې له دې نه چې خبره پای ته ورسوو، خوښ ګڼو چې د هغو خلکو د اشتباه بطلان ته ستاسې پام را واړوو، چې وايي: پر دغه اصل او مبدأ باندې حرکت کول د ولس وحدت او يووالی له مينځه وړي، کوم چې د مختلفو دينونو له افرادو او عناصرو څخه جوړ دی. ځکه اسلام چې د يووالي او مساوات دين دی د ولس د ټولو افرادو او عناصرو تر مينځ د وحدت دغه اړيکې تضمين کړې دي تر کومه چې دوی په خير او ښېګڼه کښې سره همکار او متعاون وي: ژباړه: الله تاسې له دې خبرې نه نه منع کوي چې تاسې له هغو خلکو سره د نېکۍ او عدل چلند وکړئ چې هغوی د دين په باب له تاسې سره جنګ ندی کړی او تاسې يې له خپلو کورونو څخه نه يئ وېستلي، الله عدل کوونکي خوښوي. [الممتحنة:8]

نو بيا بېلتون او تفرقه له کوم ځايه کيږي؟

په پای کښې همدا ځان ته کافي بولو چې زمونږ په هکله خلک په دې پوه شي چې جمعیت اصلاح له هر چا سره وطن ته د خير او فلاح په مينه او د هغه د ازادۍ او ترقۍ له پاره مبارزه کې يو ځای او ملګري دی او هر هغه څوک تاييدوي او ورسره کار کوي چې په اخلاص سره د وطن د ابادۍ او د ملت د سوکالۍ لپاره هلې ځلې لري.

زمونږ ټول فعالیت د افغانستان د دردیدلي ولس لپاره دی، مونږ د هغوی د عقیدې او ارزښتونو ساتنه کوو، د هغوی د ملي وحدت د ټینګښت لپاره هلې ځلې کوو، د کلتور د بډایه کولو په موخه رسنۍ او خپرونې لرو او هغوی د پوهې او سواد د کچې لوړولو په موخه ښوونځي او مدرسې لرو، د هغوی د روغتیا او صحت پاللو په موخه کلینیکونه او روغتونونه جوړوو، د غریبو او نادارو ناوړه حالت ته توجه لرو، له شتمنو او مالدارو نه یې ټولوو او په نادارو او غریبو یې ویشو، مونږ په هیواد کې د افغانانو ترمینځ د جګړې توقف او د حقیقي سولې لپاره هلې ځلې کوو، د دې هیواد علماء سره یو کوو او هغوی په ګډ او واحد نظر متحد کوو او پدې توګه د هیواد والو ترمینځ د یووالي او دین او وطن سره د مېنې جذبه او احساس پیاوړی کوو، هغوی دې ته رابولو چې د وطن د اقتصاد د بډایه کولو په موخه له داخلي تولیداتو ګټه واخلي.

افغانستان آباد او افغان مسلمان ملت ښاد غواړو.

 

0 تبصره

از همه اولتر تبصر کنید!.

نظر خود را بنویسد!