کله چې مونږ دنړۍ ستر خلک وو

معاویه بن ابی سفیان چې کله غوسه شو نو داسلام په تاریخ کې یې دلومړي ځل لپاره له روم سره دکښتیو په وسیله جګړه وکړه.
کله چې معتصم بالله په غوسه نو د«عموریه» ښاریې چې دبیزنطینیانو ستر مرکز وو فتح کړ.
کله چې سلطان صلاح الدین په غوسه شو نولوړه یې وکړه چې ترڅو فلسطین بیرته دمسلمانانو لاس ته نه وی راغلی موسکی به هم نشي.
کله چې عبدالرحمن الغافقي په غوسه شو نو دمسلمانانو له لښکرو سره یوځای یې ځان دپاریس دښار منځ ته ورسوه.
imagesکله چې سلطان محمد فاتح په غوسه شو نو دروم ستر مرکز قسطنطنیه یې فتح کړه.
خو نن ورځ چې کله مسلمان علماء، امراء او پادشاهان په غوسه شي تر ټولو ستره کارنامه یې داوي چې ملګرو ملتونو ته اعتراضیه پاڼه ورولیږي.
چیرته هغه ورځې چې دمسلمانانو غوسه به داسې لښکرې وې چې پای به یې نه لیدل کیده اوچیرته داورځی چې دمسلمانو پادشاهانو اوامیرانو تر ټولو زیات قهر اوغوسه دکاغذ یوه پاڼه وی چې دهغې پوسیله ملګرو ملتونو ته خپل اعتراض وړاندې کړی.
سرچینه: داحمد دیدات ویبپاڼه.

پاسخ دادن به HenryDrazy لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا