د بریا مهم لاملونه

آیا غواړئ چې د بریا لاملونو وپیژنئ؟
آیا غواړئ چې په خپل ژوندکې بریا تر لاسه کړئ؟
او آیا د تنبلئ نه ستومانه شوی یاست او غواړئ چې د بریا په اصلی لاملونو پوه شئ ؟
نو لاندی د بریا یو لړ لاملونه ذکر کیږي چې په تطبیق سره به یې ان شا الله تاسو خپل خوبونو او اهدافو ته ورسیږئ نو له مونږ سره اوسئ!

۱- په الله تعالی توکل:

د بریا لومړنې لامل په الله تعالی توکل دې، نو کله چې غواړئ یو کار ته هوډ وکړۍ او یا یې ترسره کړئ نو په کار ده چئ توکل مو په لوی څښتن تعالی وي او د الله تعالی هرې فیصلې او امر ته چمتو اوسئ .
ددې تر څنګ په کار ده چی نیت مو صاف او خاص د الله لپاره اوسي ، اړیکه مو له خدای سره په سمه توګه ټینګه وي او په ټوله معنی د الله اطاعت یعنی په اوامرو یې عمل او له منعیاتو څخه یې ځان وساتئ او په احسنه شکل د الله عبادت تر سره کړئ .
خو له یاده مه اوباسئ چې په هر کار توفیق د الله تعالی له لوری وي .
۲- انګیزه :
د بریا دوم لامل د یو قوی او موثره انګیزی انتخابول دی چی د انسان په ژوند کی ډیره موثره وي . کیدای شی چی ووایو انګیزه هغه قوی ته وایی چی انسان ته ددی وړتیا ورکوي تر سو د خپل اهدافو ته درسیدو لپاره حتی محال او ناممکنه کارونه تر سره کړي د مثال په توګه : کله که ستاسو ژوند د مرګ د خطر سره تهدید وي نو ستاسو په وجود کې به داسې یو قوه یا احساس پیدا شي تر څو ددغې خطر نه ځان وژغورې او ژوندې پاتې شې او یا کیدای شي چې دا انګیزه فقر اوسیږي چې تاسو ددې ته اړ کړي تر څو کار وکړې او یا هم د یو مظلوم شخص نه دفاع وکړې نوددی لپاره باید یو قوی انګیزی په اړه فکر وکړۍ .
۳- مهارت:
مهارت د بریا دریم شرط دې او دا دعلم سره نږدې اړیکه لري نو په کومه اندازه چې ته علم ولرې په هماغه اندازه به مهارت هم ترلاسه کړې .
مهارت داسې یو قدرت دې چې ددې په ذریعه کولې شې چې دیو کار دترسره کولو لپاره بهترینې لارې چارې پیدا کړې .
او که چیری وغواړې چی خپل مهارت په یو ځانګړی ډګر کې پیاوړې کړې نو ته پکار ده چې په هماغه ډګر کې لانور هم علم او نوي افکار او معارف تر لاسه کړې.
راه های مؤفقیت ۴- قوي تخیل:
قوی تخیل د بریا څلورم لامل دی .
وروسته له دی چی د بریا دلاس ته راوړولو لپاره پورتنې ګامونه پورته کړئ بیا دهغې نه وروسته پکار ده چی تاسو د خپل موخې لپاره فکر وکړئ .
په کار داده تر څو یو څرګنده او واضحه موخې په اړه فکر وکړئ او داچی دا موخه به څه رنګه لاس ته راشي د بیلګې په توګه : که غواړی چی په یو رشته کی دوکتواه واخلی نو په دی فکر وکړه چی ته به ددکتوراه د ترلاسه کولو وروسته څومره خوشحاله یې ، د هغه خوشحالئ په اړه فکر وکړه چی ستا زړه به ترینه مالامال وي، د خپل د کورنی د خوشحالئ په ا ړه فکر وکړه چی هغوی به څومره خوشحاله وي او ددې په اړه فکروکړه چی خلق به تا په دې زیار ویستلو څومره تشویق کړي .
۵- ستارتیژی او پلان وضع کول:
د بریا آخرنی لامل د یو صحیح ستراتیژی او پلان وضع کول دي .
د ژوند په هره عرضه کی بریا ته رسیدل مونږ نه یو صحیح پلان غواړي البته دغه پلان وضع کول وروسته ددی کیږي چی اول باید خپل د مهارت کچه وګورې او بیا خپله موخه معلومه کړې .
پلان وضع کول مونږ نه ځیني شروطونه غواړي د بیلګې په توګه :
۱- په خپل پلان د تل لپاره باقي پاتې کیدل یعنی هغه څه چې مو پلان کړي دي باید د تل لپاره هغې نه خلاف کار ونګړو.
۲- لوی زغم او دسستئ او ټنبلئ په وخت کې نه تسلیمیدل بلکه ددې پر ځای خپل د ضغف نقطی پیدا کړئ او د هغې د پیاوړې کیدو لپاره زیار وباسئ .
ژباړونکی : خالده شفیق
دا موضوع د عربی ژبی مخ ژباړل سوی ده

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا