د مارچ د ۸ مې په مناسبت: ښځې هلته او دلته!!

سید اسعد ګیلاني (رح)

ژباړه:عبدالفتاح جواد

اسلام یوازې هغه دندې ښځو ته سپارلې دي چې د هغوی له فطرت سره برابرې دي، هغه مسئولیتونه یې د میرمنو په اوږو ایښي دي چې هغه فطرت دوی ته سپارلي دي، له هغه نه وروسته یې بالکل له 8 مارچسړیو سره برابر حیثیت وربښلی دی، د ښځو او سړیو ترمینځ په حقونو کې هیڅ توبیر نشته، د درناوي هغه مرتبه یې ښځې ته ورکړې ده له کومې نه چې سړی هم برخمن دی.
مسلمانې میرمنې خو باید د الله(ج) شکر په ځای کړي چې هغوی یې په داسې ټولنه کې پیدا کړې دي چې له هغې نه زیات قدر او عزت ښځو ته په بله هیڅ ټولنه کې نه ورکول کیږي، په امریکا کې د ښځې حال وګورئ؟ په انګلستان کې یې ووینئ چې میرمنې په څه حال دي؟ هغوی په کوم غم او بد حالت کې قرار لري؟ پلار د هغوی په وړاندې هیڅ مسئولیت نلري، پر زوی باندې هیڅ حق نلري، په ورور باندې هیڅ حق نلري، په خپلوانو او د کورنۍ پرغړو هیڅ حق نلري، کله چې د ځوانۍ پړاو ته ورسیږي نو پلار او مور یې له کوره وباسي چې ځه! ځوانه شوې نو اوس یې د ځان لپاره په خپله وګټه!! دا نو بیا یو بیل بحث دی چې دغه پیغله او ځوانه نجلۍ یې څنګه؟ چیرته؟ په څه ډول؟ له کومو لارو چارو؟ د ځان لپاره ګټي!! او هغه څه ډول خپل پاتې ژوند تیروي؟.
په لویدیځ کې ښځې د بې وسۍ هغه ډیر ناوړه ژوند تیروي چې هیڅ خیرخواه نلري؟؟
خو دلته په اسلامي ټولنو کې پلار هغه مهال د لور له مسئولیت نه خلاصیږي چې هغه واده کړي، ان له واده وروسته هم له هغې او د هغې د اولاد په فکر او غم کې بوخت وي، ورور د خپلې خور پالنه او ملاتړ کوي، ځوی د خپلې مور خادم وي او شپه او ورځ ورته لاس په نامه ولاړ وي، که هغه ترې خوښه نه وي نو جنت به هم ورته حرام وي، میړه خپله میرمن د کور مالکه او ملکه ګرځوي، دلته ښځې په سترګو کینولی شي او بې ساری درنښت ورکول کیږي.
خو په لویدیځ کې نیمه لوڅه د سړیو په وړاندې ګډیږي او لدې لارې ډوډۍ لاس ته راوړي!!
اوس نو که زمونږ د ټولنو میرمنې د لویدیځوالو ښځو په څیر ژوند غواړي نو خپله خوښه یې ده ، خو دا باید واوري چې یوه ټولنه چې کله هم بې لارې شي نو هغه بیا ترهغه بیرته نشي راګرځیدلای ترڅو چې د سقوط او زوال وروستي حد ته ونه رسیږي! تباهي او بربادي بیا د هغوی برخلیک دی او نن چې لویدیځواله ټولنه د ایډز له مرض سره څه ډول لاس او ګریوانه ده، زمونږ ټولنې به دغه ورځ حتما په سترګو ویني!.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا